No-IMG

له غرور ډک تجاوز 11-7-2001 تر شرمناک شکست 11-7- 2021!

تریخ یادښت!

د ښوونځي په دریم ټولګي کې مې زده کړې کولې، د خپل عمر په لسم پسرلي مې قدم اېښئ ؤ، خپلو درسونو ته مې خورا توجه کوله، له خپلې مور به مې د کورنۍ معلمې په توګه زده کړې کولې، د بی بی سی خپرونې خورا په درز کې روانې وې او همدا شان په دې وخت کې د مؤثق خبر معتبره مرجع پېژندل کېده، د امریکې د چاودنې خبرونه خورا ګرم ؤ، په مسجد کې ملا صاحب او په پوله دهقان خپله خوله پرې سړوله، بېلابېل نظرونه وړاندې کېدل، د وحشت یوه فضا خوره وه، دا خبره به راته ډیره درنه پرېوتله چې ( امریکا په افغانستان حمله کوي) زما ذهن به خورا ستړئ شو له مور به مې وپوښتل· امریکا په افغانستان کې څه کوي؟ مور به راته ویل: زویه دوی په مسلمان پسې راځي لکه روسان! د اسلام ورکول غواړي! خو دوی به هم لکه روسان داسې تباه شي! ما ویل روسان تبا شول؟ ویل هم مجاهدینو جهاد وکړ روسان مات شول! اوس به هم مجاهدین را پیدا شي او امریکایان به هم مات کړي! دا خبره به راته خورا شرینه په زړه پرېوته او خپل ځان به مې په ماشوم تصور کې مجاهد جوړ کړ!

د مني موسم ؤ، چې په غزني ښار د امریکائي الوتکو وحشیانه بمباري پیل شوه، الوتکه به د جغتو له سیمې ورغله او بمونه به ئې واچول داسې بمونه چې آواز ئې په جغتو کې ښه سم اورېدل کېده! هغه شپه مې یاده ده چې ټوله شپه مې د کوټې په کلکۍ تر سهار سبا کړه او ټوله شپه بمبار ؤ. تصور مې همدا ؤ چې سبا به وحشیان راځي او دا به څه ماډل خلک وي او زموږ سره به څه کوي؟ بلآخره ژمئ شو او زموږ په ګاونډ کې د قووې د راتګ آوازه خپره شوه، خپله اسلحه مو خوندي کړه او د تېر جهاد د یوې عظیمې جبهې اسنادونه مو تر خاورو لاندې کړل تر څو چې ګوانتانامو ته مو بار نه کړي! بلآخره قوه راغله! خاص ځایونه ئئ تلاشي کړل او د جهاد امانتونه ئې را ټول کړل چې ورسته ئې بیا انفجار ورکړ!

ژمئ تېر شو او زه هم څلورم ټولګي ته بریالی شوم، چې د کرزي په نوم مې د بادشاه نوم واورېده او ویل کېدل چې کرزی پادشاه شو. پولي واحد بدل شو، کله مې چې بانکي نوټونه وکتل ویل دا نوې افغانۍ دي!

بلآخره د ښوونځي په اووم ټولګي کې وم چې مقاومت پیل شو، مجاهدین پیدا شول! ماته زما د مور خبره را یاده شوه او بس په همغه ورځ مې ذهن راته وویل چې امریکا ماته شوه!

له غرور ډک تجاوز 11-7-2001 تر شرمناک شکست 11-7- 2021!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Najeeb Mohammadpur

له غرور ډک تجاوز 11-7-2001 تر شرمناک شکست 11-7- 2021 له غرور ډک تجاوز 11-09-2001 تر شرمناک شکست 11-09- 2021

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟