No-IMG

د حزب اسلامي افغانستان د ۱۴۰۰ هـ ش کال د ځوانانو لومړنی درې ورځنی علمي او تربیتي سیمینار

۴/۲/۱۴۰۰

د حزب اسلامي افغانستان په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او محصلینو ریاست په نوښت (۵۰) تنو ځوانانو ته لومړنی درې‌وځنی علمي او تربیتي سیمینار جوړ شو. دغه سیمینار چې موخې یې د ځوانانو تر منځ پېژندګلوي، د بنسټیزو دیني اصولو عملي زده کړه او تربیت او په ټولنيزو شبکو کې د فعاليت اخلاقي اصول پېژندل وې، درې شپې او ورځې (د چهارشنبې له سهار د جمعې تر مازدیګر) یې دوام وکړ، له مختلفو ولایتونو د حزب اسلامي افغانستان کابل مېشت، ژمن ځوانان رابلل شوي وو چې په فردي، ګروپي او ډلییز ډول یې د سیمینار اړوند علمي او تربیتي فعالیتونه په خورا شوق او جزبه سره په عملي ډول ترسره کړل. تر څنګ یې د حزب اسلامي د امیر په ګډون څو پیاوړو استادانو هر یو دوکتور فضل الهادي وزین، مفتي حفیظ الرحمان نقي، دوکتور عبدالمتین شهیدي، انجنیر عبدالصبور نصرت‌یار، قاضي عبدالحي فقیري او ډاکتر سیف الدین عمرخېل په لاندې موضوعاتو خپل درسونه وړاندې کړل: د حزب اسلامي عمومي وضعیت او د ځوانانو مسؤلیتونه، مسؤلیت جوانان در دعوت اسلامی، اهمیت فعالیت‌های اجتماعی از دیدګاه اسلام، معرفی نظام‌های سیاسی، اهمیت علوم معاصر او په ټولنیزو شبکو کې د فعالیت اړتیا او اسلوب.

همدا ډول د شپې لخوا د قيام الليل، اشراق لمونځ او د جمعې د ورځې د احکامو په اړه ورور عزت الله محب ويناوې وکړې.

د سیمینار اړوند ټولو چارو ته په پوره دقت سره مهال‌وېش ترتیب شوی و چې په بشپړې پابندۍ سره عملي شو او په ترڅ کې یې ګډونوالو د نورو چارو تر څنګ د لمانځه ژباړه، په تجوید سره د لسو وروستیو سورتونو حفظ، په عملي ډول د لمانځه د امامت زده کړه، د سهار او ماښام مسنونو اذکارو زده کړه او حفظ، د لمونځ او اسرار کتاب یې مطالعه او د تهجد او اشراق لمونځونه هم په عملي ډول ترسره کړل.

سيمينار د جمعې ورځې مازيګر ځوانانو ته د تقديرنامو په توزیع پای ته ورسېد.

 

د ځوانانو او محصلینو ریاست

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟