No-IMG

ابو بکر صدیق او له حرامو ځان ساتنه

    عائشه رضي الله عنها وایي د ابو بکر رضي الله عنه یو غلام و او هغه ته به یې خوراکي توکي راوړل، هر ځل به چې هغه خوراکي شیان ورته راوړل ابو بکر به تر هغو نه خوړل څو به یې د ترلاسه کولو په اړه پوښتلی نه و. یوه ورځ یې څه شی ورته راوړل، هغه له پوښتنې مخکې وخوړل، غلام ورته وویل: ته پوهیږې دا مې له کومه ترلاسه کړي و؟ هغه ورته وویل: له کومه دې ترلاسه کړي و؟ غلام ورته وویل:

   د جاهلیت زمانه کې مې یوه سړي نه په دوکه څه شی ګټلي و او راکړي یې نه و، نن مې هغه ولید او رایې کړه، له هغه نه مې دا شی تا ته راوړ چې دا اوس دې وخوړل. ابوبکر ورته وویل: نږدې ده چې ته به مې هلاک کړې، نو خولې ته یې ګوتې دننه کړې او څه یې چې خوړلي و ټول یې قَی کړل!

    هغه دا کار په ډېر زحمت سره وکړ او ډېر ورسره وکړیدی، چا ورته وویل: د دې خوړو په قَی کولو مو ولې دومره زحمت وایست؟ هغه وویل: په الله قسم که له دې خوړو قَی کولو سره مې روح وتلی هم مې قی کول، ځکه ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي چې فرمایل یې: هر بدن چې په حرامو وده وکړي هغه به خامخا اور ته لویږي. ابوبکر وویل نو زه ویریدلم چې که دا حرام خواړه مې بدن کې پاتي شي نو بدن به مې وده پرې وکړي. حِلية الأولياء (1/ 31)، وتاريخ الخلفاء، ص (100)، وأبو بكر؛ للطنطاوي، ص (223)، وانظر: وقفات مع الأبرار،ص (299).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟