No-IMG

د۱۳۵۷ ثور منحوسه کود تا او تر ننه د هغې بد اثرات!

له کومې ورځې چې د ثورتوره کود تا په ۱۳۵۷ د ثور په ۷ د څو تنه کمونستو، مزدورو جنرالانو پرمټ رامینځ ته شوه،له هماغه ورځې دافغانستان د بد بختۍ توره ورځ شروع شوه چې ترننه چې مونږ په ۱۴۰۰هـ ش کال کې قرارلروادامه لري اوڅولسیزې نسلونه ددغه تورې نا عاقبت اند یشه پردیپالې  کود تا چې د روسانوپه امر اواشاره رامینځ شوي وه قربانيان یو.

ددغه ناولې اوبدشګونه کودتا پرمټ میلونونه افغانان بهرته په هجرت کولواړشوي اودوه میلونه افغانان ددغه تورې کود تا په سبب د روسانواوافغان کمونستانوپرمټ شهیدان شول او لکونه نوریې غرب اونورو هیوادونوته پناهنده شول چې تردې دمه لاهم دهجرت اوغربت لړۍ دوام لري.

افغان کمونستان چې ددې ټولې غمیزې اصلي عاملین او د روسي یرغلګر پوځ دراجلبولو اور اوستلواوافغانستان د اشغا لولواصلي عاملین دي لاهم اخلاقاً اوضمیراً په خپل دې لوی نه بخښونکي جرم اوخیانت اعتراف نه کوي اوځینی بیا ددغه کمونستي،ملحد فکراوعقېدې اوندو مشرانوته د شهید خطاب هم کوی کوم چې هیواد یې په روسانوپلورلی وه اودالله له وجود یې مکمل انکارکاوه.

خو! له نیکه مرغه دافغان ولس د صاد قانه اومخلصانه مسلح پاڅون په درشل کې دروسانود ګرمواوبو ارمان او دافغان کمونستانو د مزعومی روسي ډوله سرې د یموکراسۍ پوچ ارمان په اوبولاهو بلکې ددغه مبارک قیام پرمټ روسۍ سره امپراطوري همد لته افغانستان کې  د زوال سره سره مخ شوه چې ورته د یویشتمې پیړۍ ستره نه هیریدونکي تاریخي کارنامه وه ویلی شو.

دروسي امپراطورۍ هغه خوبونه چې ګویا دافغانستان له لارې به تودواوبوبیا بحرهنداوبیا بحرعرب ته ځان ورسوي اواسلامي،عربي نړۍ به په دغه شکل محاصره او اشغال کړي بیا هم دلته دافغانستان په اشغال ځپونکي هیواد کې ترخاورولاندي شول.

که تاریخ ته نظروکړودانګریزي اشغال اوبیا دروسي اشغال اوبیا د۲۰۰۱ کال دغربي اشغال ترمنځ هیڅ توپیراوبیلتون نشته بس دومره خبره ده چې هراشغالګرکوښښ کړی دلته خپل نصیب اوطالع وا ازمایې مګر بیا هم له نیکه مرغه اودلوی رب په مرسته اوبیا دافغان سرښندو نکي ولس په بیدریغه قربانیووسره دغه ټول اشغالونه یوپه بل پسي مات اوناکام شوي ځکه داد دافغان ولس اود نړۍ دهروګړی حق دی چې له خپل کورټاټوبي په ټوله میړانه د فاع وکړي اوچاته اجازه ورنکړي چې هیوادوکوریې اشغال کړي.

په دغه څو اشغالونوکې اشغالګرانودهیواد اصیل بچیان کله د(اشرار)(بسمچي)(تورې ارتجاع) په نامه اوکله هم اودامهال او تیرو شلواشغالي کلونوکې د(ددهشت ګر) (ټروریسټ) (اورپکي) اونورنومونوسره یاد کړي اوګناه یې داښود لي چې دوی داشغال مقابله کړي کوم چې غواړي تراشل شوې په اصطلاح مهذبه فلټرشوې د یموکراسي د لته حاکمه کړي او د میرمنوتش په نامه دشعارترحده حقوق ترلاسه کړي.

 خو! بیا دوی خپلو هیوادونوکې میرمنوته دیوه توت په اندازه اهمیت هم نه ورکوي اونه همکله هلته میرمنی واک ترلاهس کړی بلکې میرمني یواځي د جنسي اشباع اوشهوات رانۍ وسیله اوتسلیه بولي اودهغو ی میرمني هم نه پوهیږي چې له دوی څخه فقط د جنسي متعې اوجنسي بزنس په توګه استفاده کیږي  اوهغوی ته مورتوب،خورتوب،لورتوب کورنۍ با عز ته ژوند، ډوډۍ،تعلیم اونورحقوق اصلاً نه ورکول کیږی بلکې د شعار تربریده دهغوی له حقوقو نما یشي د فاع کیږي.

افغان کمونستانو هم د کمونیزم نه په الهام سره دغه نمایشې شعارونه لکه (د کارګر، بزګر، دهقان) طبقې  د حقوقو دلاسته راوړلوشعارونه پورته کول چې (کور،کالي ،ډوډۍ) یې په سرکې قرارلاره.

مګر! کمونستانو افغان ولس ته د ډوډۍ پرځای (زهر) او دکالیووپرځای(کفن) اود کورپرځای(ګور) انتخاب کړ اودومره وژنې او قتلونه یې وکړل چې دافغانستان هره دښته اوهره هد یره  اودره ددوی پرجنایاتو ګواهي ورکوي داسبب وه چې ددوی شعار پوچ او درواغجن وه افغان ملت یې پرخلاف وسلوال پاڅون وکړ چې دوی ورته (اخواني) (ارتجاعي) پاڅون ویلوترڅوکمونستان افغان ولس قانع کړی چې ګویا افغان کمونستان دافغان ملت پرخلاف نه بلکې دیوه اخواني له بهره راغلي حرکت اوفکرپرخلاف مبارزه کوي چې ددوی په اصطلاح اصولي اسلام ته بلنه کوي د کوم حرکت اوخوځښت مرکزچې په مصر اوعربي نړۍ کې قرارلري اوبنسټ یې شهید امام حسن البناء رحمه الله ایښی چې داسلامي خلافت ترنسکوریدو وروسته یې په ۱۹۲۸م کې ددغه حرکت اوغورځنګ بنسټ کیښود.

بل طرف افغان کمونستانو افغان ولس ته دا نه ویل چې دوی ولي سره روسان چې د کفر اوالحاد په عقیده اومفکوره سنبال اود نړۍ ډ ېراسلامی هیوادونه لکه بخاری، ثمرقند، چیچن، اذربایجان ازبکستان،ترکمنستان،یې ټول اشغال کړي ول دلته افغانستان ته دڅه لپاره راوستل چې دلته یې تقریباً دوه میلونه افغانان یې دکمونیزم د پوچې مفکري د پیاده کولو په خاطر ترتیغه تیرواپه شهادت ورسول؟.

ایا اوس هم روسان اودهغوی تښتیدلي تالیڅټي کمونستان تیار دی چې پرخپل دغه لوی نه بخشونکي جنایت اعتراف وکړي اوګران افغانستان اوافغانانوته د تیرشوي اشغال تاوان ور کړ ي؟

په هرصورت داچې سبا د ثورومه اودغوایې د منحوس او بدمرغې کود تا دوم ورځ ده افغان ملت ددغه منحوسې کودت ا په ردولواوغندلوسره دغه ورځ غندي او له یوه نسل نه بل نسل ته دکمونیزم اودهغوی پاته شونواوغلامانوتوراوکرغیړن تاریخ اوظلمونه بیانوي .

سبا که الله جل جلاله کول په ټول هیواداونړۍ کې به افغانان ځای پرځای د ثوردومې توره کود تا اودهغې په نتیجه پرافغانستان باندي دروسانو د سره اشغال غند نه کوي او په ضمن کې به خپلو ویاړلومجاهد ینوته پرروسي یرغلګر پوځ د بریا مبارکې وایې او خپلو ویاړلو شهداووته به د مینی محبت نه ډکې دعاء ګاني اوپیرزوینی ورلیږي او ډالي کوي او دا ډول به با احساسه افغانان د شهداووله کورنیووسره ترخپل وسعه مالي مرستې ته دوام ورکوي چې دافغا ن جهاد شهداء خوشحاله شي اودهغوی پاته نسل د خپلو پلرونوتاریخ لاپسي تازه اودوامداروساتي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک