No-IMG

شيخ ازره وال؛ د سنتي ټولنې او اسلامي ويښتيا د وصل سړی!

د اسلامي حرکت يوه لويه خاصه دا ده چې صف يې تنوع لري، په اسلامي حرکت کې د ګډې موخې لپاره مولوي، ډاکټر، انجنير او اُمي ټول شريک کار کوي، ته به حيران شې چې په اونيزه ناسته کې يو لوی عالم د عصري علومو له فارغ نه د فکر او دين خبره په شوق اوري. مونږ الحمدلله په همدغسې متنوع پييل شوي جريان کې روان يو.

په همدغسې متنوع جريان کې هغه مهال چې لا جمعيت اصلاح رسمي نوم نه درلود، مونږ به د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز ته تللو او هلته به مو شيخ الحديث مولوي صاحب امين الله ازره وال حتماً کتلو، دغه مهال چې استاد محمد نعيم جليلي زمونږ د دعوتي قافلې مشري کوله مولوي صاحب يې ښی لاس او د تربيت مسئول و. ما چې ابله ورځ د شيخ صاحب پر مړينه د ويرجن استاد جليلي صاحب غموونکي پسټونه کتل نو د دوی دواړو د خوږې يارۍ دغسې بېلتون مې ذهن ته عذاب ورکولو.

شيخ صاحب؛ زمونږ د جذبو او شِکوو زمانه!

مونږ چې هغه مهال د ځوانۍ په جذبه کې وو، له يو عالم شِکوو او مانو سره به شيخ صاحب خوا ته ورتللو... هغه مهال داسې و چې د اسلامي انقلاب پر لويدلي درشل د نهضت ارمانونه خاورې ايرې پراته وو او مونږ په کې د اميد او هيلو لمن نه وه پرېښې، مونږ به تل د شورويانو پر ضد د ازادۍ جهاد يوه عزتمنه او پرتمينه قضيه بلله او د دې وياړلي تاريخ په پاڼو پاڼو کې مو د نظر او فکر کرښې لټولې، مونږ په يوې ميراثي نهضتي نوسټالژۍ کې وو او زړه به مو نري دردونه کول چې د يوې لويې جهادي قضيې نه وروسته لاسته راوړنې ټولې تالا ترغۍ شوې، مونږ به پر دې هم رنځېدو چې د شورويانو پر ضد د ازادۍ جګړه د خودۍ قضيه ده او چې څوک پرې د کمترۍ احساس کوي هغه مو د ذهني ماتې اسفل السافلين ګڼلو او مونږ ترې پنا غوښته...

هغه مهال به چې مونږ د زينب الغزالي کيسې لوستلې نو روح به مو په کالبوت کې ټوپونه وهل، او وروسته چې به مو د نسيم حجازي په ناولونو کې د اندلس، خوارزم، بغداد، کابل او غزني، او هند پر زمکه د مسلمانانو د سوبو او ماتو کيسې لوستلې او مونږ به چې په کې د موسی بن نصير، بدر بن مغيره، بشير او ټيپو سلطان کرکټرونه لوستل نو حتماً به مو د ابو داوود او مير صادق او مير جعفر پر کرکټرونو د چپاوونو جذبې لرلې. له همدغسې يوې جذبې سره به مونږ د شيخ صاحب په خوا کې ناست وو او هغه به چې په سړه سينه زمونږ ګيلې او خبرې واورېدې نو بيا به يې په خپل انداز کې مونږ ته خپله خبره وکړه، د هغه په هڅو به مونږ خپلې جذبې يوې اسلامي تمدني لارې ته سيخ کړې او مونږ به په کې د لنډې او اوږدې لارې په انتخاب کې بيا نه دوه زړي کېدو ځکه مونږ به د انتخاب منطق موندلو. يوازې دا نه بلکه استاد به ډېر کله زمونږ پر تنقيد عمل اخېست او حتی په خپله به جلال اباد ته د مسايلو د بحث لپاره راتللو.

شيخ صاحب؛ د اسلامي ويښتيا يو سنتي عالم!

شيخ صاحب تش تثقيفي عالم نه و بلکه هغه د دين يو ورزيده عالم و، هغه د مدرسو له متن نه راپورته شوی يو داسې عالم و چې هم په روايتي او سنتي اقدارو پوره و او هم د نوي اسلامي ويښتيا پر غوښتنو او ځانګړنو اګاه او سنبال و، هغه که مدرسه ويلې وه او هغه که د شيخ صاحب حسن جان سره وړه او لويه دوره کړې وه نو نوموړي په کې د دينونو د مقارنې په برخه ماسټري هم کړې وه، د کلاسيکې مدرسې او ماسټرۍ رنګونه د شيخ صاحب د علمي تنوع رنګينۍ وې، واقعيت دا دی چې زمونږ ټولنه همدغسې يو امتزاج ته اړتيا لري، په يوې سنتي ټولنه کې د نوي عصر تمدني داعيه که هر څو د اسلامي کرښې وي خو جامعه کې يې منښته او مقبوليت په شېتۍ نه وي او دغسې يوه اسلامي تمدني مشروع په کې د نسلونو په خوارۍ بيا هم د ولسي اساس پر ځای نخبه پاتېږي. په همدغسې يو رنګ کې شيخ صاحب د جمعيت اصلاح د اعضاو په منځ کې هم استاد و او هم مولوي صاحب، اصلاً شيخ صاحب د جمعيت اصلاح د تمدني داعيې او سنتي ټولنې تر منځ د وصل لوی انسان و.

امام ابو يوسف دارالعلوم  د مرحوم شيخ صاحب رح او استاد محمد نعيم جليلي د همدغه سنتي او نهضتي امتزاج يو عملي مظهر دی، کله چې دې استادانو د جمعيت اصلاح له نورو مسئوليتونو ځانونه څنګ ته کړل او د يوې معتبرې او پياوړې ديني مدرسې جوړولو او تداوم ته يې ملا وتړله؛ دې نو پياوړې اراده او لوی عزم غوښته هغه چې نوموړي استادان په کې تر پايه متين پاتې شول. د دوی او نورو استادانو په هلو ځلو چې د علم او مدنيت دغه روښانه څراغ تر کومه بلېږي نو د اسلامي ويښتيا داسې عالمان به روزي چې هغوی به نه يوازې د دين تکړه او ورزيده عالمان وي بلکه دوی به د اسلامي حرکت د فکر حاملان وي او دوی به په ټولنه کې يوازې روايتي مسايلو سره بوخت نه وي بلکه دوی به د يوه اصيل اسلامي فکر وارثان وي چې منبرونه به يې د فکري روښانۍ مرکزونه وي او دوی به ټولنه يوې رڼې آيندې ته رهبري کوي. کله چې زه د دې دارالعلوم د طالبانو ليکنې لولم زړه مې له ولولو ډک شي، د امام ابويوسف دارالعلوم طالبان د وينا او ليکوالۍ د فن کمال لري او دوی په کې د يوې ژورې مطالعې، تحليل او خبرې څښتنان دي.

شيخ صاحب؛ د فکري روښانۍ مشالونه!

شيخ صاحب سره له دې چې د مدرسې په ماحول کې و، خو هغه د ماحول بندي نه و، بلکه هغه په کې تل کله د اسلامي فرهنګي مرکز په مشرانو کې پاتې شوی او تر پايه د جمعيت اصلاح د اصيلې اسلامي او تمدني مبارزې د متن او مشرۍ سړی پاتی شوی. مرحوم مولوي صاحب د ټولنې او نخبه وګړو د فکري روښانۍ يو عظيم اهتمام درلود، هغه په همدغه اهتمام کې د اصلاح دار الترجمې يو له بنسټوونکو و، هغه چې د استاد قاضي صاحب مؤمن حکيمي، استاد عبدالواسع صابر او شيخ صاحب په سرپرستۍ کې يې په سلګونو کتابونه پښتو او دري ته وژباړل، دغه دار الترجمې په دوه لويو برخه کې کار وکړ؛ يو خو يې د اسلام د اصيل فهم او فکر په خپراوي کې لويه برخه واخېسته او بل د تغريب د وهونکي چپاو په مقابل کې ودرېده، دار الترجمې هغه وګړو ته چې د غرب په ميډيا کې صيقل کېدل خپله لاره سيخه کړه او دوی ته يې د خپل هويت او شناخت برجونه وروښودل.

مرحوم شيخ صاحب خپله د علمي تدريس او تثقيفي وعظ تر څنګ يو پياوړی ليکوال هم و، د نوموړي ليکنې د يوه نسل د روزنې مشالونه وو، دغه مشالونه به هره مياشت په قافله مجله کې ځلېدل، درېغه چې شيخ صاحب نور نه شته او قافلې که د لسيزو مهتمم او مسئول له لاسه ورکړ خو واقعيت دا دی چې د شيخ صاحب د خواريو او توريث په فرهنګ کې قافله نه بې وارثه کېږي، قافلې د شيخ صاحب په وفات سره يو منزل تر شا پرېښود خو مزلونه يې په مخ کې دي. مونږ په تېرو څو مياشتو کې په جمعيت اصلاح کې د علم او فکر خوله ور او عالم شخصيتونه له لاسه ورکړل، زمونږ په سينو کې لا د استاد دوکتور عبدالباقي امين، استاد دوکتور صفت الله قانت او شهيد استاد دوکتور محمد عاطف د جدايۍ داغونه تازه وو چې شيخ صاحب ازره وال مو هم له لاسه ورکړ، مونږ لپاره که عام الحزن دی نو همدا دی. که هر څو د شيخ صاحب وفات يوه لويه تشه ده خو شيخ صاحب تر شا يو داسې نظريه او صف پرېښی چې د هغه ارمانونه به نه خاورې کوي بلکه خاورې خاورې ارمانونه به زرغونوي، مونږ به د شيخ صاحب د لارې نسل يو چې په شعور او جذبه دواړو به تر منزله رسو، ان شا‌ءالله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟