No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د حزب اسلامي افغانستان محترم امير نن د ترکيې هېواد له سفير ښاغلي اوغوز خان ارطغرل  سره وليدل؛ په دغه ليدنه کي د‌ دواړو له لوري د سولې په روانو بين الافغاني مذاکراتو او په ترکيه کي د افغان سولې د ناستي په اړه  بحث، خبري او اتري وشوي.

: ‏د کندهار په میوند ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده.

سرچینې وايي، دغه ولسوالي کې له نن سهار راهیسې سلګونو طالبانو پر حکومتي ځواکونو بریدونه پیل کړي او جګړه د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ تر ودانۍ رسېدلې او هلته حکومتي سرتيري محاصره دي.

‏یوه بله سرچینه وايي، دغه جګړه کې د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان "حاجي لالا" هم برسېرن ټپي شوی، خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

همدا راز د سیمې اوسیدونکي وایي چي نن په ژیړۍ ولسوالۍ کې هم د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.

: ‏رسنۍ: کندهار کې هوايي برید د طالبانو یو جګپوړی مسوول له منځه وړی.

یوه سرچینه وايي، د طالبانو یو جګپوړی قوماندان او د سویلي زون د خاصو عملیاتو مسوول ملا محمد رحیم، چې په "احمد صاحب" مشهور و، د کندهار د ژیړۍ او میوند ولسوالیو تر منځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له منځه وړل شوی.

: ‏هند کې افغان سفیر فرید ماموندزي ويلي چې تر دې مهاله په هند کې د ۱۵ اهل هنود په ګډون ۳۰ افغانان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

: ‏د ماليې وزارت وايي چې د روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي او د کوچني اختر اړتیاوو ته د رسېدو په موخه د دولتي کار کوونکو د غویي میاشتې معاشونه اجراء کوي.

: ‏د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټولو هېوادوالو ته لارښوونه کړې چې هند ته له غير ضروري سفر څخه ډډه وکړي.

کرونا ویروس دا مهال په هند کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

: ‏‏د کونړ ولایت مقام پر ودانۍ راکټي برید کې شپاړس تنه حافظان ټپيان شوي.

روغتیايي چارواکي وايي، ټپيان شوي ډېری د قرآن کریم کم عمره حافضان دي، چې د څلورو روغتیايي وضعیت یې د اندېښڼې وړ دی.

د کونړ والي وايي، وسله والو طالبانو هغه مهال د مرورې ولسوالۍ له غرونو د ولایت مقام پر ودانۍ توغندی توغولی چې هلته د لسګونو حافظانو ترمنځ د قرآن کریم سیالۍ روانه وه.

‏طالب ویاند ذبيح الله مجاهد د کونړ پېښې په اړه وايي چې په دې تړاو د دوی څېړنې روانې دي، ترڅو مالومه شي چې پېښه څرنګه او ولې رامنځته شوې ده.

: ‏د کندهار د سپين بولدک او چمن لار د دواړو لورو ترمنځ له ناستې وروسته بېرته خلاصه شوه.

دغه لار نن د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې د نیم ساعته جګړې پرمهال بنده شوې وه.

: ‏د ګازو او نفتي موادو پخوانی رییس په درې کاله بند محکوم شو.

ستره محکمه وايي، د افغانستان د ګازو او نفتي موادو د تصدۍ پخوانی رییس عبدالولید تمیم چې د اړوندې څارونوالۍ له لوري له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور مجرم پېژندل شوی و، د ابتداییه محکمې له لوري په درې کاله بند محکوم شو.

: ‏د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یو مهم پُل په ماینونو نړول شوی.

سرچینه وايي، تېره شپه شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند ته نژدې یو پُل په ماینونو نړول شوی دی.

د سرچینې په خبره، چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

‏اندېښنې دادي چې که امنیتي ځواکونه شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند نژدې شاوخوا سیمې خوندي نه کړي د د هلې بند چې په سوېل کې دوهم لوی بند دی، له ګواښونو سره مخ کېدلی شي.

: ‏وسله والو طالبانو د پکتیکا وازیخوا ولسوالۍ امنیه قوماندان وواژه.

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي، د وازیخوا ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرحیم مرجانۍ تېره ورځ یادې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري په یوه برید کې لومړی ټپي او وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

: ‏ولسي جرګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د اندېښنې وړ بولي او له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

: ‏جلال آباد ښار کې د ملي اردو پر رینجر موټر چاودنه شوې.

د سرچینو په وینا، چاودنه نن شهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عبدالوکیل لیسې ته څېرمه د ملي اردو پر رینجر موټر شوې چې سرتېري او ملکیان یي ټپیان کړي دي.

: ‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان او د ISI رییس په شمول د پاکستان جګپوړي پلاوي کابل کې له افغان چارواکو غوښتنه کړې تر څو د داعش او پاکستاني طالبانو د تحریک غړو په شمول  هغه بندیان دې پاکستان ته وروسپارل شي چې دغه هیوا‌د ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي.

‏ویل کیږي چې افغان لوري ددوي دا غوښتنه منلې ده.

: ‏هلمند ولایت کې د اداري فساد پرضد د ابتداییه څارنوالۍ امر په یوه چاودنه کې ټپي شوی.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، سید محمد غمشریک، چې کور ته پر لاره وه په موټر یې لښکر ګاه ښار کې چاودنه وشوه، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی او اوس مهال د لښکرګاه په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

: د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي په مشرۍ د دغه هېواد د پوځي او ملکي چارواکو پلاوي په کابل کې د دویمې ورځې لپاره د هېواد له سیاستوالو او چارواکو سره ولیدل.

د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی طلوع نیوز ته وايي چې پاکستاني سیال یې په دغه سفر کې، همدارنګه ډاډ ورکړی چې طالبان به د سولې په غونډو کې هم مهاله تاوتریخوالی به کم او اوربند به ومني.

          

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی زیاتوي:«پیغام یې راوړی چې له خپلو ټولو امکانانو سره موږ جدي کار کوو، طالبانو ته قناعت ورکړو چې اوربند ومني او همدرانګه په راتلوونکي کې د مذاکرې چانسونه له لاسه ور نه کړي او اشاره یې د استانبول غونډې ته وه

: ‏د روغتیا وزارت رهبري ویلي چې دوی د ایران او پاکستان پولو ته څېرمه پر تګ راتګ بندیز، له هند سره د پروازونو قطع کېدل، د راټولېدنو مخنیوی او د اضطراري کمېټو فعالولو طرحه له حکومت سره شریکه کړې ده.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراخوالي خبرې اترې شوې دي.

: ابراهیم کالین، سخنگوی ریاست جمهوری ترکیه در مصاحبه با خبرگزاری رویترز، اعلام کرد که آنکارا در روزها و ماههای آینده به اشکال مختلف به اظهارات جو بایدن، رئيس جمهور آمریکا در خصوص وقایع 1915 پاسخ خواهد داد.

کالین بدون اشاره به جزئيات در این باره گفت: در زمان مناسب پاسخ لازم را خواهیم داد.

وی همچنین با بیان اینکه مجلس ترکیه روز دوشنبه (امروز) بیانیه‌ای را درباره اظهارات بایدن منتشر می‌کند،‌ افزود: مقامات آمریکایی اعلام کرده‌اند که اظهارات مذکور علیه ترکیه، به معنای فراهم کردن مبنای قانونی برای دعاوی حقوقی در این باره نیست.

: به گزارش «پایگاه اطلاع رسانی ریاست جمهوری ایران»، واعظی با اشاره به برگزاری مجازی نشست کمیسیون مشترک همکاری‌های ایران و ترکیه در روز چهارشنبه 8 اردیبهشت ماه و با بیان اینکه برگزاری این جلسه در فضای مجازی نمی‌تواند به طور کامل اهداف نشست واقعی را محقق کند، افزود: به طور طبیعی برگزاری نشست‌های کمیسیون مشترک در فضای حقیقی، با دیدارها و گفت و گوهای متعدد با مقامات عضو چنین کمیسیون‌هایی همراه است که این دیدارها می‌تواند بسیاری از موانع کوچک و بزرگ بر سر راه گسترش تعاملات و روابط را از میان بردارد.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه با ارسین تاتار، رئیس جمهوری ترک قبرس شمالی در آنکارا دیدار و گفت‌وگو کرد.

این دیدار که در مجتمع ریاست جمهوری در آنکارا و بدون حضور خبرنگاران صورت گرفت، حدود یک ساعت به طول انجامید.

بررسی همه‌جانبه روابط ترکیه و جمهوری ترک قبرس شمالی، اقدامات آتی برای توسعه همکاری از مهم‌ترین محورهای دیدار اردوغان و تاتار بود.

: مصطفی شنتوپ، رئیس مجلس ترکیه طی اظهاراتی در پنل «جنگ دوم قره‌باغ و جرایم جنگی ارمنستان» در مجلس ملت کبیر ترکیه گفت: اظهارات جو بایدن، رئیس جمهور آمریکا درباره به اصطلاح نسل کشی به معنای نادیده گرفته شدن قوانین و تجربه‌های تاریخی و سیاسی است.

او گفت: این اظهارات علاوه بر آشکار ساختن اقدام آمریکا که در تضاد با حقوق بین الملل و مسائل علمی است، می‌تواند منجر به آسیب دیدن روابط مبتنی بر حقوق بشر، حاکمیت قانون و دوستی متقابل میان ترکیه و آمریکا نیز بشود.

شنتوپ ادامه داد: به عنوان رئیس مجلس ترکیه، این تهمت بزرگ علیه دولت، ملت و تاریخمان را قویا رد می‌کنم. به ویژه مقامات کشورهایی که در تاریخ خود و حتی امروز، نژادپرستی و نسل کشی و سابقه جنایات علیه بشریت را دارند، باید هنگام صحبت از ترکیه با احتیاط باشند.

: ‏وروسته تر هغه چې په وروستیو کې د امریکا او روسیې اړیکې د سختې ترینګلتیا لور ته روانې دي،کرملین ویلي چې ټاکل شوې ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره وویني.د کرملین یو سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې د همدې میاشتې په پیل کې جو بایډن پوتین ته د مخامخ ملاقات وړاندیز کړی دی.

: ‏وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ترکیې له لوري په عثماني دوره کې د ارمنیانو وژنه، د هغوی نسل وژنه وبلله د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کلین ویلي چې هېواد به یې په راتلونکو څو ورځو کې امریکا ته ځواب ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟