No-IMG

د بشري نسل وژنې عاملین څوک دي؟، عثماني خلافت؛ که نړیوال کفر؟

دا پوښتنه په داسې حال کې د مسلمانو ځوانانو په ذهنونو کې را ولاړېږي، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پوره ۱۰۶ کاله تېرېږي، په داسې حال کې چې د جګړې لاملین هم کفري هیوادونه ؤ، د جګړې یو لورئ آلمان او متحدین ئې او بل لورئ روسیه، فرانسه او برطانیا ؤ. جګره په ۱۹۱۴ کال کې د بالکان په هیواد کې د المان او روسیې تر مینځ پیل شوه او ورپسې نور کفري هیوادونه د خپلو منافعو د حفظ په موخه جګړې ته ننوتل، یادې جګړې څلور کاله دوام وکړ، ۴۳ میلیونه کسان پکې ووژل شول، ۵۷ میلیونه کسان زخمي او په میلیونونه خلک معیوب او بې ځایه شول. عثماني خلافت د خپلې امپراطورۍ د قلمرو ساتلو په موخه د فاعي جګړې ته ور د ننه شو. د یاد خلافت غشي د آرمانیا د هغو عسکرو په وړاندې له لېندۍ ووتل چې غو ښتل ئې د عثماني خلافت لمنه ور ټوله کړي، په ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶ کلونو کې د آرمانیا او ترکیې زیات شمېر عسکر ووژل شول، خو آرمانیا خپل هدف بایلود.  په دې جګړه کې د آرمانیا یو لک دیرش زره عسکر ووژل شول او همدا شان د ترکېې زرګونه عسکر هم په دې جګړه کې خپل ژوند بایلود. په داسې حال کې چې نننۍ نړۍ د لومړۍ جګړې ټول تور په عثماني خلاف پورې کوي او یاد خلافت په نسل وژنه تورنوي! په ورته حال کې هغه ۴۳ میلیونه انسانان چې د کفري هیوادونو تر مینځ ووژل شول له پامه غورځوي. دوی غواړي دا خپل ستر تاریخي جنایت مسلمانانو ته منسوب کړي! په داسې حال کې چې جګړه هم دوی پیل کړه او د نسل وژنې اصلي عاملین هم دوی دي!

د عثماني خلافت جګړې هم دیني مشروعیت درلود او هم ئې بشري حق ؤ چې له خپل قلمرو دفاع وکړي! نن د عثماني خلافت مشروع جګړه چې یو لک او دیرش زره قربانیان لري نسل وژنه او د دوی ۴۳ میلیونه خلک وژل او نورو هیوادونو ته لښکر کشي مصلحت دئ!

د اپرېل ۲۴ امه په آرمانیا کې د تورې ورځې په بڼه لمانځل کیږي او دا ورځ د عثماني خلافت له لوري د نسل وژنې منسوبه ګڼي! سږ کال دا ورځ په نړیواله کچه د نسل وژنې ورځ وبلل شوه او د امریکا په شمول دیرشو هیوادونو دا جنایت عثماني خلافت ته منسوب کړ!

نه یواځې دا چې د لومړۍ نړیوالې جګړې مؤسسین هم دوی ؤ او د دوهمې نړیوالې هم، هم ئې ګټونکي ؤ او هم ئې بایلودونکي! د جګړې موخې هم ټولې تر دوی پورې محدودې وې. هیڅ یو اسلامي هیواد د مسلمان په داعیه ورکې ګډون نه درلود!  د دواړو جګړو په جریان کې مسلمان هیوادونه مزید ورنځېدل! خو نن د جګړې ټوله پړه په مسلمان او اسلام پرته ده!

لاندې تصویر وګورئ او د قتلونو تعداد ئې هم تحلیل کړئ ورپسې وګورئ چې کوم یو مسلمان یا اسلام ته منسوب کس دئ؟

آیا نسل وژنه مسلمان کړې که نړیوال کفر؟

نن ولې کفر خپل جنایات اسلام او مسلمان ته منسوبوي؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟