No-IMG

يوه ډېېېېېره جالبه کيسه

لسګونه کاله مخکې د ټيلګراف په زمانه کې چې لا د کروندې ماشينونه نه و عام شوي، د امريکا په يوه کليواله سيمه کې يوه زاړه سړي ژوند کاوه، غوښتل يې چې د‌کچالانو د کرلو لپاره خپله ځمکه شدياره کړي، خو دا کار ډېر سخت و، ځکه سپين ږيري کار نشوای کولای او يوازينی زوی چې له ده سره يې کومک کاوه په زندان کې بندي و.

زاړه سړي زوی ته د ټيلګراف په يوه څنډه کې خپل حالت بيان کړ او زندان ته يې ور ولېږه.

ګرانه زويه! سږکال مې ولاکه چندان خونده وي، جېب سلف نه وهي، ادې دې هم ناروغه ده، پخوا خو به ښه و،تا به د‌کچالانو د کرلو لپاره پټی راته اړاوه ، سږ دې زه او مور بيخي سره په يوه تا يوو ، ګومان نه کوم چې د‌کچالو خرڅولو پيسې به مو جېب ته اچولې وي کاشکې ته دلته وای او د کچالو پټی دې راته اړولی وای اتي به مو لږ زهر زقوم پرې اخيستي و او ګوزاره به م پرې شوې وه.

د خدای په امان

 

وخت نه تېر شوي چې زوی يې بيرته ځوابي تيليګراف ورته راولېږه

ورته ليکلي يې و :

پلاره د خدای په خاطر چې پټی وانه ړوې! او نه پکې کچالو وکرې ما هلته وسلې خښې کړې دي.

دا چې ټيليګرافونه به ټول امنيتي مامورينو مخکې له مخکې کتل ، سهار لا ۴ بجې نه وې چې د FBI امنيتي کسان يې د پلار کروندې ته راورسېدل او ټول پټی يې د وسلو پيدا کولو لپاره لټ په لېټۍ واړاوه خو وسلې يې پيدا نکړې او بيرته په خپله مخه لاړل.

پلار يې چې ډار شوی و، زوی ته يې بيرته ټيليګراف ولیکه چې دا دې څه حال شروع کړی دا دې څه کانې را وکړې؟

زوی يې ځواب ورکړ، پلاره ورځه ! اوس نو کچالان پکې وکره دا بهترين کار و چې ما کولای شوای له زندان څخه يې درته وکړم او پټی درته شيدياره کړم.

په دنيا کې هر مشکل يوه حل لاره لري يا به لار ورته جوړوې يا به لار ورته پيدا کوې!

که څنګه؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟