No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏پاکستاني رسنۍ وایي ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو رغولو لپاره دغه هیواد ته څو ځله نا اعلان شوي سفرونه کړي.

د پاکستان دې نیوز نشریې د پاکستاني خبریال حامد میر په حواله لیکلي، چې ولسمشر غني له پاکستاني چارواکو سره د روابطو د بهبود لپاره دغه هیواد ته څو پټ سفرونه کړي.

خو د غني ویاند دواخان مینه پال وایي ‏سره د دې چې نااعلان شوي سفرونه د هیوادونو د جمهور رئیسانو له لوري عام دي او زیاتره وخت د بېلابېلو لاملونو له مخې ترسره کېږي، خو جمهور رئیس غني د ۲۰۱۹ کال د جون نه وروسته پاکستان ته نه اعلان شوی سفر کړی او نه نااعلان شوی.

: ‏لوګر کې وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه برکي برک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې، د امنیتي ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوي.

‏احمدي زیاتوي چې نښتو کې د مولوي عبدالحمید او مولوي عبدالمجیب په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او دری نور ټپیان دي.

احمدي همدا راز وایي چې د وسله والو په بریدونو کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

: ‏د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د هرات والي سید وحید قتالي سره کتلي دي.

د هرات ولایت مقام وايي، په دغه کتنه مېلر د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او وې ویل چې دی د افغان ځواکونو پر وړتیا کامل باور لري.

: ‏د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي زیات شوی.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوي، چې د ۲۰۱۹ کال په نسبت ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

‏د یادې کمیټې په وینا، ۲۰۲۰ کال کې اوه تنه خبریالان وژل شوي دي.

: ‏د آزموینو ملي اداره: د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کانکور آزموینو لړۍ پیل شوه.

دغه اداره وايي چې دویم پړاو کې په اتو نورو ولایتونو کې د کانکور آزموینې اخلي او دریم پړاو کې به پلازمېنه کابل کې دغه پروسه پیل شي.

: ‏د کندهار په میوند ولسوالۍ کې جګړه درېیمې ورځې ته و غځېده.

دوې ورځې وړاندې دغه ولسوالي کې سلګونو طالبانو پر حکومتي ځواکونو بریدونه وکړل،  یو شمېر سیمې یې ونیولې او دا مهال د یادې ولسوالۍ تر بازاره رسېدلي دي.

‏سرچینې وايي، یاده جګړه کې د طالبانو تر څنګ حکومتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی معلوم.

له دغې ولسوالۍ څخه د جګړې له ویرې لسګونو کورنۍ بېځایه شوي، امن سیمو ته یې پناه وړې؛ خو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

‏طالبانو ادعا کړې چې دغه ولسوالي کې یې د حکومتي ځواکونو یو شمېر پوستې هم سقوط کړي؛ خو امنیتي مسوولین بیا د پوستو د سقوط ادعاوې ردوي.

: ‏وسله والو د خاص اروزګان پخوانی امنیه قومندان ټپي کړ.

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد وایي، پر پخواني امنیه قومندان ملا عبدالصمد اخند تېر ماښال هغه مهال وسله وال برید شوی چې نوموړی د روژه ماتي لپاره یوې مېلمستیا ته روان و.

‏د والي په وینا، برید کې ملا عبدالصمد اخند، د هغه یو تن ساتونکی او یو قومي مشر ټپیان شوي، چې د درې واړو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د دغه برید مسؤلیت تراوسه چا نه دی منلی.

: ‏د ولسمشر غني ورور حشمت غني ته د کانونو قرارداد ورکړل شوی

د پلان شوو جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو پروژې یا OCCRP په یوه تحقیقاتي راپور کې ویلي، چې ولسمشر غني له خپل ورور حشمت غني سره مرسته کړې څو د امریکايي قراردادي شرکت په مرسته د افغانستان قیمتي کانونوقرارداد ترلاسه کړي.

‏ددې څېړنیز راپور له مخې ولسمشر غني په ۲۰۱۹ کال کې د (SOSI) کمپنۍ ته، چې د امریکا له نظامي چارواکو سره تړاو لري او حشمت غني احمدزی پکې د پام وړ سهم لري د افغانستان په کچه ددې هیواد قیمتي زیرمو ته ځانګړی لاس رسی ورکړی دی.

: ‏در انفجار ماین کارگذاری شده در کنار جاده‌ در مرکز ‌ولایت پروان سه تن جان باختند.

عبدالواسع رحیمی، آمر امنیت قوماندانی پولیس پروان می‌گوید که این ماین پس از چاشت امروز یک موتر که سرنشینان آن پولیس ترافیک بودند، آماج قرار داد.

: منابعی از دیدار رییس‌جمهور غنی با عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحۀ ملی، حامدکرزی، رییس‌جمهور پیشین و عبدرب رسول سیاف برای چگونگی ایجاد اجماع سیاسی برای حل مشکلات سیاسی و نظامی کشور خبر می‌دهند.

این منابع می‌گویند که این دیدار سه شنبه شب در ارگ انجام شد و این چهره‌های اثرگذار، دربارۀ نشست استانبول و مدیریت کشور پس از خروج نیروهای خارجی از افغانستان گفت‌وگو کردند.

ریاست‌جمهوری این دیدار را تأیید می‌کند و از تلاش‌های رییس‌جمهور برای به‌میان آمدن یک اجماع سیاسی خبر می‌دهد.

: منابعی به طلوع‌نیوز تأیید کرده که طالبان به برخی از چهره‌های سیاسی کشور نامه فرستاده‌اند و از آنان خواسته‌اند که به‌گونۀ مستقیم با این گروه وارد مذاکره شوند.

یکی از این چهره‌های سیاسی عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحه ملی است که در هفته‌های پسین این نامۀ طالبان را دریافت کرده‌است.

سخن‌گوی عبدالله عبدالله دریافت چنین نامه را از سوی طالبان می‌پذیرد و این کار طالبان را تلاشی برای ایجاد اختلاف در سطح جمهوریت می‌داند.

فریدون خوزون، سخن‌گوی شورای عالی مصالحۀ ملی گفت: «به رابطه مستقیم دعوت کرده‌اند، اما تا هنوز هم صف جمهوریت واحد است و تلاشی برای ایجاد اختلاف در سطح جمهوریت تا هنوز نتیجه نداده‌است

اما عطاالرحمان سلیم، معاون شورای عالی مصالحۀ ملی می‌گوید که پیام آنان به گروه طالبان این بوده‌است که تحرک‌های فردی در روند صلح نتیجه دلخواهی به همراه نخواهند داشت: «تبادله خط و تبادله پیام داریم همراه شان، اما همیش برای شان گفته‌ایم که با مراجعه کردن به آدرس‌های متعدد، با جریان‌های متعدد کار افغانستان آسان نمی‌شود بلکه سخت‌تر می‌شود

: ‏مسؤولان شرکت برشنا در بادغیس می‌گویند که طالبان برق وارداتی ترکمنستان به این ولایت را قطع کرده‌اند.

سید جمال نعمتی، مدیر تجارتی شرکت برشنا در بادغیس می‌گوید که طالبان به‌علت ناروشنی لین‌های برق را در ولسوالی مقر این ولایت قطع کرده‌اند.

طالبان تاهنوز در این باره چیزی نگفته اند.

: ‏ثبت ۲۰۶ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا در افغانستان.

: ‏د فاریاب ولایت پخوانی والي نقیب الله فایق د ولسمشر له لوري انتصابي سناتور ټاکل شوی دی. نن د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رییس شمیم خان کټوازی فاریاب ولایت ته تللی و او د سناتور په توګه یې د فایق د ټاکل کېدو فرمان هم ورسره وړی دی.

: مصطفی شن‌توپ، رئیس‌ مجلس ملت کبیر ترکیه در نشست مجازی "نقش نمایندگان مجلس در تقویت نشست صلح و اعتماد بین‌المللی" که توسط پارلمان ترکمنستان برگزار شد، اظهار داشت: اشغالگری ارمنستان در خاک آذربایجان بر اساس حقوق بین‌الملل و از سوی سازمان‌های جهانی به اثبات رسیده است.

شن‌توپ تاکید کرد: ترکیه معتقد است که دولت ارمنستان با رفتار غیرمسئولانه خود تهدید و خطری هم برای آذربایجان و هم برای منطقه به شمار می‌رود.

وی افزود: در راستای تلاش برای تامین امنیت و برقراری صلح و ثبات بشریت قاطعانه به مبارزه خود ادامه خواهیم داد. از ارائه ابتکار عمل برای حل منازعات منطقه‌ای و جهانی نیز دریغ نمی‌کنیم.

: وزیر صحت عامه ترکیه: توافق‌نامه خرید 50 میلیون دوز واکسن اسپوتنیک-وی ظرف مدت 6 ماه، امضا شد. اولین محموله، ماه می تامین خواهد شد.

: آزاد خبریال طاهر خان: ‏د طالبانو سياسي استازو سره ملاقات لپاره د پاکستاني چارواکو يوه پلاوي نن قطر ته تللي او دوهم سبا د زيارت په ورځ د پاکستان د ځانګړي استازي صادق په مشرې تلونکي دی.يوه پاکستاني چارواکي وايي طالبان به خبرو کي پرمختګ او تشدد کمي ته وهسوي. صادق به دوحه کې افغان حکومتي پلاوي سره هم وويني.

: ‏سعودي عربستان ویلي له ایران سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې دي. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ایران یې ګاونډی هېواد دی خو ددغه هېواد د ناسم چلند له وجې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

: ‏د ستراتېژیست اسټرالیایي خپرونې په یوه لیکنه کې لیکلي چې په تېرو شلو کلونو کې امریکا د اروپایي ټولنې په ملاتړ په افغانستان کې د ۱۰۰ زره پوځیانو او په کلني ډول د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په مصرفولو سره ونه توانېده چې په ډېر کم شمېر طالب جنګیالي مات کړي.

: ‏د اسیا پراختیايي بانک  د افغانستان په اړه په خپاره کړي راپور کې ویلي چې دوی د سولې د خبرو پایلې ته په تمه دي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم دوی د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او ددغه هېواد د پرمختګ لپاره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

: ‏د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د العدید په هوايي اډه کې یې دوه نورې بي ۵۲ بم غورځوونکي الوتکې ځای پر ځای کړې چې د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې عملیات ترسره کوي.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي،افغانان باید د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته، سیاسي توافق ته د رسیدو او د یوې اوږدې جګړې ترمنځ یو انتخاب کړي.

‏خلیلزاد د امریکا د متحده ایالاتو سنامجلس د بهرنیو چارو کمیټې په یوه استماعیه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، که طالبان د سیاسي توافق د رامنځ ته کیدو خنډ شي او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي،نو د امریکا او د هغه هیواد د متحدینو له مخالفت سره به مخ شی.

‏خلیلزاد وایي د هغه په شخصي نظر د افغانستان اوسنی دولت به د دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ژر سقوط ونه کړي.

: ‏د پنټاګون وياند جان کربي وايي چې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د مې مياشتې په لومړۍ نېټه پای ته نه رسيږي.

هغه دغه راز وايي چې له افغان ځواکونو څخه د هوايي ملاتړ په برخه کې هم داسې کومه پرېکړه نه ده شوې چې له مخې یې هوايي ملاتړ ودرول شي یا هم په کې کموالی راشي.

‏د امریکا د دفاع وزارت د ویاند دا څرګندونې اصلاحي دي، نوموړي له دې وړاندې ويلي وه چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، دوی د هوايي ځواک په برخه کې د افغان ځواکونو ملاتړ نه کوي.

: ‏کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته امر کړی چې افغانستان ته له تللو ډډه وکړي او دغه راز یې په افغانستان کې شته خپلو اتباعو ته هم لارښوونه کړې چې ژر تر ژره افغانستان پرېږدي.

‏د یاد سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د دې پرېکړې لامل ناامني، اختطاف، مقناطيسي ماينونه، وسله والې نښتې او د کرونا ویروس ښودل شوی.

: ‏خلیلزاد: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغان حکومت سقوط نه کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي آستازي زلمي خلیلزاد ویلي، فکر نه کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې  افغان حکومت سقوط وکړي او طالبان دې واکمن شي.

‏خلیلزاد دغه راز ویلي، " له هغه حکومت څخه چې طالبان هم پکې شامل وي د امریکا او نړۍ مرستې د شرایطو پر بنسټ ولاړې دي".

هغه وایي، له بشر حقونو سرغړونه او نورې ناوړه کړنې دغه مرستې له خطر سره مخ کولی شي.

: ‏امریکا: هېڅ څوک په افغانستان کې د کورنۍ جګړې له بیا پیل کېدو سره علاقه نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، افغان حکومت او په ځانګړې توګه افغانان نه غواړي چې یو ځل بیا دې کورنۍ جګړه پیل شي.

‏هغه زیاته کړې چې طالبان او د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم دې کار ته زړه نه ښه کوي.

: ‏هند کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲ سوه زرو څخه لوړ شو.

: ‏د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین او د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

پنټاګون وایي، په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دواړو خواوو پر افغان سولې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.

: ‏روسیه: داکتر غنی اگر از منافع شخصی خود بگذرد به سرنوشت داکتر نجیب دچار نخواهد شد.

ضمیر کابلوف فرستاده ویژه روسیه برای افغانستان در گفتگو با اسپوتنیک در مورد نگرانی کارشناسان گفته که اگر طرفین توافق نکنند، غنی ممکن به سرنوشت نجیب‌الله دچار شود، وی افزوده که آرزو داریم چنین نشود.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟