No-IMG

هغه چه د روسانو په قومانده او د هغوی د استخباراتو په مټ يي د غويي توره کودتاه وکړه

عمر عماد

 

يو چا د کابل په کرغیړنو جګړو انځورونو پورته کړی او پری لیکلی یی دی چه ( دست آورد هشت ثور ) ورسره یی لیکلی دی چه ( ...له دې انځور باید دا زده کړو چې د اسلام په نوم خپل کور ورانول خپل ورور وژل یوازې پردي استخبارات کوي)

نو سخت یی حیران کړم او ومی ویل چه :

واه واه !

دغه دي تحليل !

هغه چه د روسانو په قومانده اودهغوي د استخباراتو په مټ يي د غويي توره کودتاه وکړه او کرار او ارام افغانستان يي په تنور بدل کړ .

هغه چه په لکونه افغانان يي صرف د کمونيزم او الحاد سره د مخالفت په تور د تورو تمبو شاته واچول هيڅ نه .

هغه چه په لکونه نور يي په تورو شپو لاس تړلي او سترګي تړلي په ګوليو سوري سوري کړل هيڅ نه .

هغه چه په يوه ورز يي کم له کمه شلو زرو نه زيات هراتیان د کمونسنانو پر ضد مظاهرو کولو په جرم د خاورو لاندي خاوري کړل هيڅ نه .

هغه د‌کراړي او عليشنګ سلګونه کليوال يي ژوندي خښ کړل هيڅ نه .

هغه چه روسان يي دافغانانو په ناموس( وطن) مسلط کړل هيڅ نه

هغه چه په مليونونو افغانان يي د خپل کور او کلي پريښودلو او د ايران او پاکستان کي د سوزوونکي لمر د خيمو لاندي ژوند تيرولو ته مجبور کړل هيڅ نه

لنډه يي دا چه هغه جنايت چه

ټول افغانستان يي په خرابه بدل کړ هيڅ نه .

خو دا چه په کابل کي د يو څو نا اهله او خداي ناترسه انسانانو له لوري خپل مينځي جنګونه وشول او خپلي شخصي عقدي يي پکي اوپاللي او د افغان مجاهد ولس ارمانونه يي د خاورو سره خاوري کړل،

او يا د هغوي هغه ډله چه وروسته بيا د غرب ځپلو تر څنګ د امريکايانو چوپړ ته مټي راونغاړلي ،

چه پرته له همدغو جګړه مارانو نور ټول مجاهدین تري بي زاره دي .

همدغوي بيا د ټول جهاد استازي بلل کيږی او د افغان ولس عظيم الشان جهاد پري بدنامه کيږي !!!!

عجيبه قضاوت دي !

نه ځوانه !

بالکل غلط شوی یی ، دلته د اسلام په نوم رښتینی او سپیڅلی جهاد وو .

دلته افغان ولس دا ټولی بی باکه قربانی ددی لپاره ورکړه چه خپل وطن د پردیو او پردی فکره او پردی پالو څخه وژغوری .

دلته په ملیونونه خلکو خپل سرونه د پردیو استخباراتو په لمسون او د نورو و ګټو لپاره ن‍ذرانه نه کړل ، بلکه دلته یو سپیڅلی هدف او رښتینی ارمان موجود وو .

دا چه د جهاد د بری نه وروسته کومی ناخوالی وشوی ددی ګناه د یو څو معلوم الحاله کسانو په اوږو بار ده .

مونږ نه وایو چه د افغانستان په ناورین کی به د نړئ استخباراتو خپلی ګټی نه لټولی ، بلکه دا وایو چه د افغان ولس دغه تاریخ جوړوونکی قربانی او د نړئ نقشه بدلوونکی سرښندنه پردیو استخباراتو ته منسبول مغرضانه قضاوت او د خپل ولس سره ستره جفاء ده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟