No-IMG

د حدیبې سوله - اتمه برخه

(( په دې برخه کې به د ابوبصیر میړانه وګورئ، ابوبصیر مدینې ته مسلمان راځي، مشرکان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر رالیږي چې په خپله ژمنه او تړون وفا وکړه، ابو بصیر راوسپاره، دوه کسان پسې راځي، کله چې ورسره روانیږي، په لاره کې په دواړو برید کوي، یو وژني او دوهم په منډه مدینې ته ځان رارسوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم پناه ورکوي، پاتې کیسه خپله ولولئ))

قريشو ابو بصير بن اسيد بن جاريه الثقفي له هجرت کولو څخه منع کړ، خو ابوبصير ترې  وتښتېد او نېغ مدينې ته راغی، څو له خپلو مسلمانانو وروڼو سره يو ځای شي. کله چې قريش خبر شول، نو د عبدالله بن عوف او اخنيس بن شريق ماما،ازهر بن عوف رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ليک ولېږه چې ابو بصير بېرته ورکړي، او د بني عامر بن لوی يو تن له يوه مريې سره ورپسې واستول شول، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ته يې ليک وسپاره، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ولوستل شو، په ليک کې راغلي : ((ته پوهيږې؟چې په دې مو سره تړون کړی و چې زموږ ملګری که تاته درځي بېرته به يې راوپس کوې،نو موږ ته زموږ ملګری راولېږه )).

نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - يا ابو بصيره، موږ له دې خلکو سره تړون کړی او ته په دې ښه پوهيږې، نو موږ ته په دين کې خيانت ناروا دی، الله پاک به ستا او ستا د کمزرو ملګرو لپاره دخلاصون لاره ولټوي،د خپلو قوميانو سره روان شه.

 - ای د الله رسوله مشرکانو ته مې په لاس ورکوي چې له خپل دين څخه مې وګرځوې؟

 - ورسره پاڅيږه الله به درته د خلاصون لاره ومومي.

ابوبصير يې وروسپاره، د مسلمانانو سترګې له اوښکو ډکې شوې، مسلمانان ورته وايې:

 - يو سړی له زرو سړيو نه غوره دی.

د دغه کسانو پر وړاندې يې هڅاوه، کله چې له مدينې څخه شپږ ميله لرې ذی الحليفې سېمې ته ورسېدل، يو تن توره راوويستله او بيا يې وخوځوله او ويې ويل:

 - په دې توره به د اوسيانو او خزرجيانو پر وړاندې يوه شپه او يوه ورځ جګړه وکړم.

ابوبصير ورته وويل:

 - او ستا دا توره ګنې تېره ده؟

 - بلې.

 - ته يې راکړه زه يې وګورم.

توره يې ورکړه، کله چې يې موټی لاس ته ورغی، په يوه ګزار يې فيصله کړ، خو چې مريي دغه حالت ولېده، پښو له يې کش ورکړ، او ابوبصېر ورپسې شاته روان دی، وکښلې توره يې په لاس کې نېولې ده، ډېره سخته ځغاسته ده، مريې په خپله سپرلۍ سپور دی او د سپرلۍ په ملا د قمچينې باران جوړ دی او ابو بصير د عامري په سپرلي ورپسې دی او هڅه کوي چې رالاندې يې کړي، مريې ستړی شو، ساه يې بنده شوه، نفس يې وسوځېد،د ويښته له تارتار نه يې خولې روانې شوې،سترګې يې له خولو ډکې شوې، خو شاته نه ګوري، مرګ د څپليو له تلي نه هم ورلنډ شو،مدينه ورښکاره شوه، همت يې وکړ او هېلې يې پياوړې شوې، کله چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ مسجد ته ورسيد، له خپلې سپرلۍ نه کوز شو، په وچه منډه يې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته ځان ورساوه،هغه په مسجد کې ناست دی، د چابکې منډې له امله يې له پښو نه کاڼي واريدل، دا چې رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ولېده نو ويې ويل:

 - دا سړی وېرېدلی دی.

کله چې يې ځان ورورساوه او هغه په مسجد کې ناست و ورته يې وويل:

 - خوار شې څه خبره ده؟

 - ستاسې ملګري زما ملګری وواژه او زه ترې په وچه منډه راوتښتېدم،ما هم وژني.

له رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ نه يې مرسته وغوښته، هغه امان ورکړ، ابوبصېر دعامري اوښ د جمات په دروازې پورې وتړه او وکښلې توره مسجد ته ورننوت او رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته يې وويل:

 - ای د الله رسوله تا خپله ژمنه پوره کړه او زه دې،دې خلکو ته وسپارلم، ما خپل دين وساته.

رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

 - چېرته چې ځې لاړ شه.

 - اي د الله رسوله د عامري توره او سپرلۍ ده پنځمه يې واخله.

 - که دې پنځمه راکړه، نو دوی به وايې چې ما ورسره په ژمنه وفا نه ده کړې،خو ته پوه شه او دغه غنيمت دې چېرته چې ځې لاړ شه.

له ابوبصير سره هغه پنځه تنه هم روان شول چې له مکې نه راغلي وو خو لا څوک پسې نه و راوتلي، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

 - مور دې بوره شي ! توده جګړه ده که سړي ورسره وای.

ابوبصير له خپلو ملګرو سره بين العيص او ذي المروه ته چې د جهنيه اړوند سيمه وه او په دغه لار به د قريشو قافلې او کاروانونه تلل ورسېدل،د قريشو قافله راغله،د وږو زمرو په څېر يې پرې ور ودنګل، ځېنې يې ووژل او ځېنې نور وتښتيدل، خو دوی یې قافله چور کړه، کله چې قريش خبر شول ډېر خواشيني شول، خو په دې يې زړه ښه کړ چې دا نو د لارې ډاکه مار او شوکمارو خبره وه او تېره شوه.

ابوجندل بن سهيل بن عمرو په مکه کې خواشينی و،ځکه چې مسلمانانو دحديبې له سولې وروسته خپل پلار ته وسپاره،کله چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ دا خبره (( مور دې بوره شي! توده جګړه ده خو چې سړی ورسره وای)) ورورسېده، له مکې نه يې د وتلو په پلان کار شروع کړ،په ټولو بندي مسلمانانو وګرځېده او د ابوبصير سره يې يوځای کېدو ته وهڅول اويا تنو ورسره د الله د کلېمې د لوړولو په موخه موافقه وښوده.

د شپې په تياره کې خلک روان شول، لمر څېره نه وه وهلې چې اويا واړه په صحراء کې روان و، تر دې چې ابو بصېر ته ورسېدل، ويې لېده چې خپلو ملګرو ته يې لمونځ ورکاوه،دوی هم ورپسې لمونځ وکړ، کله چې لمونځ وشو، يو بل ته ورغاړې وتل او د زړونو رڼاګانې يې په مخونو انعکاس شوې.

د فدايانو مشر ابوجندل بن سهيل بن عمرو يې دلمانځه امام کړ او دقريشو په قافلو يې بريدونه پېل کړل،دبني غفار، جهينه اونورو ډلو خلک ورسره يوځای شول تر دې چې درې سوه جنګيالو ته ورسيدل، ټول مسلمانان وو.په لرې فاصله کې د قريشو قافله راښکاره شوه، دوی ورباندې د بازانو په څېر بريد وکړ،د قافلې د ساتونکو او مسلمانانو ترمنځ جګړه ونخښته، تورې وشرنګېدې، وېنې تويې شوې په شږو باندې جسدونه راپريوتل، د مسلمانانو د تکبير غږونه په دشتو کې خپاره شول، د کافرانو زړونه وښويدل،ساتونکي ووژل شول او قافله د مسلمانانو لاسونو ته پريوتله.

 

له مکې نه خلک په قافله پسې راووتل، قافله د خپلې ټاکلې نېټې څخه وځنډېده،وېره ورسره پيدا شوه، هسې نه چې د ابوبصېر تر کمين لاندې نه وي راغلې، د قريشو مشرانو به پټ بنډارونه کول، ابوسفيان، سهيل بن عمرو په دې پړ کاوه چې ولې يې د حديبې په ورځ خپل زوی بېرته راواپس کړ، ولې يې پرېنښود چې له مسلمانانو سره لاړ شي او ورور يې د مسلمانانو سره دی، که ازهربن عوف او اخنس بن شريق په ابوبصير پسې خلک نه و ليږلي، نو ولې به تښتېده، که سهيل بن عمرو خپل زوی ته اختيار ورکړی وای، نو قريش به نن له دې جنجال او پېښو سره نه مخ کيدل او دقريشو د قافلو پر وړاندې به د شام لاره نه تړل کېده.

د قافلې په لټه پسې وتلي خلک بېرته مکې ته ټيټ سرونه راستانه شول، له څېرو نه يې دردونکي خبرونه راڅڅېدل، زړونه په سينو کې له وېرې په ټوپونو شول، مخکې له دې چې راستانه شوي پلټونکي خولې وازې کړي، د ښځو خولې په ژاړه وازې شوې، ځکه د دوی په سترګو کې يې د خپلو بچو مړينه ولېده.

ابوسفيان د خلکو مخې ته ورغی،له ډېرې غوسې نه يې  په رګونو کې وېنه لکه د اور بلېدله نو ويې ويل:

 - قافله باندې څه شوې؟

سړي د ابوجندل شعر زمزمه کړ:

قريش خبر کړئ له دې خبرې

د جندل پلار

په ذي المروه کې

او په ساحل کې

درته ولاړ دی

ورسره خلک

هسک بېرغونه

تېرې نيزې يې

 تورې ډالونه

له اسلام وروسته

تاسې نه غواړي

يا به يې خلاص کړي

 پاک ذول الجلال

د حق پر وړاندې

باطل په خپله

 کوي زوال

سړي په دين خپل

سرونه ژغوري

يا په ميړانه خپل  سر کړي خاورې

په مکه کې د قافلې د له منځه وړلو خبر د باد په څېر خپور شو،کورونه په ساندو ډک شول،د قريشو مشران دارالندوه ته لکه ماران راوخوځيدل څو د دغه مصيبت په اړه سلا مشورې وکړي،ځکه چې دغه ډلګۍ د مکې پر لور داسې دروازه پرانستله چې په هيڅ شان د منلو وړ نه ده.

دوام لري

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟