No-IMG

د تاریخ ستر تروریزم او انسان وژنه

اول او دویم نړیوال جنګونو ترمنځ یواځې شل کاله فاصله وه خو:

اول نړیوال جنګ ۴۰ ملیونه انسانان تر تیغه تېر کړل .

دویم نړیوال جنګ ۷۰ ملیونه انسانان د اور،  توپک، طیارو او ټانګ خولې ته ورکړل.

په لنډو ټکو داوړو جنګونو ۱۱۰ ملیونه انسانان ژوندي تر خاورو لاندې ښخ کړل، هغه هم په داسې حال کې چې هغه وخت د نړۍ نفوس ۲ ملیاره هم نه ؤ، یعنې د غرب  هیوادونو بربریت، تروریزم او وحشت هغه وخت د نړۍ ۶ فیصده انسانان تر خاورو لاندې کړل، څومره چې یې زمکې ته زیان رسولی هغه د دې نه زیات دي.

د نړۍ د تاریخ دغه نه هیریدونکی وحشت او قتل عام چا وکړ؟

اوس هم نړۍ کې یا په بله اصطلاح بغیر له اروپا او شمالي امریکا نور د نړۍ په پاتې ټولو هیوادونو کې اور چا لګولی؟

په افریقايي، اسیاسي او جنوبي امریکا هیوادونو کې مستقیما او غیر مستقیمه لاس وهنه څوک کوي؟

دوی بیا په ډېر سپین سترګۍ تروریزم او تروریستان اسلام او مسلمانانو ته منسوبوي او پر هغوی یې ور تپي.

یو څو کونجاړه خواره او غرب ځپلي شوده ګان هم ورسره سر خوځوي او د هغوی ټپه زمزمه کوي چې هو رښتیا ده!

د تروریزم بنیاد ایښودونکو تاسو د کوم تروریزم خبره کوئ؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟