No-IMG

د حدیبې سوله - نهمه برخه

 (( په دې برخه کې به تاسې د فارس د امپراتور د تخت او تاج د ماهیت په اړه، د هغه د اوږده پرتوګ چې اوس هم رواج دی، په زړه پورې معلومات ولولئ، له دې سر بيره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د استازی عبدالله بن السهمی ورتګ، د امپراتور له خوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لیک څيرول، په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د بادام خان عسکر لیږل چې د امپراتور په امر يې یا ووژني او يا يې ژوندی ونیسي.... پاتې کیسه په خپله وولئ))

هرقل کسرا ته ماتې ورکړه او صليب يې بېرته بيت المقدس ته راوړه، خو د دوهم کسرا لقبونه لا پرځای پاتې دي،د خدايانو او لوي خدای په منځ کې دی، د خلکو په منځ کې لا د ښه نوم څښتن دی چې د لمر سره رابيداريږي او سترګې يې د نيل سره روانې دي.

بريالي کسرا مدائن له ۶۰۴م  نه تر ۶۲۷ م پورې نه و ليدلی،ځکه چې نجوميانو خبر داری ورکړی و چې دغه ښار بدپاله دی،هغه ته تر ټولو ورتېره سيمه دستکرد و چې په جنګي لويه لاره پرته وه، کومه چې له مدائن نه همدان ته غځېدلې وه.

دوهم کسرا له ماتې سره سره بيا هم تر ټولو ارزښتناکې جامې اغوستلې، اوږده لستوڼي چې تر زنګونو رسېدل او ارت پرتوګ به يې اغوست چې په مرغلرو به سينګار شوی و، همدارنګه د کميس لمنې،غاړه، د تورې لاستی او پرتوګ به يې په ملغلرو باندې ښکلی شوی و، او د ملغلرو اميل به يې په غاړه و.

کسرا پرويز خپل تخت ته ورغی،د تاج لاندې کيناست،تاج په هوا کې ولاړ و چې په سرو ښايسته شوی و، اويا ګزه وؤ څو د پاچا سر سره ونه لګيږي او نه يې وزوري، يو نوي نيم کيلو ګرام وزن يې لره، له کسرا نه د ولايتونو مشران راچاپېر ول، د تخت په لور د هغو پنځوسو روزانونو څخه رڼاګانې راکوزېدلې چې په ګنبده کې وو او د هر يو قطر له دولس نه تر پنځلس سنتې ميتر پورې رسېده.

اشرافو ته د خدايانو او د لوی خدای په منځ کې تلپاتې سړي د راننوتلو اجازه ورکړه، ځېنې د راننوتلو سره سم ورته په سجده پريوتل،کله چې يې د سر پورته کولو اجازه ورکړه، کسرا ته ځېر شول، سر نه تر پايه رپيدل او ټولې غوښتنې ترې هېرې شوې، خو چې کله له سړي نه ووتل، ژورې ساه ګانې يې واخيستې،ته وا چې له سينو څخه يې کوم درون بار کوز شو.

عبدالله بن حذافه السهمی په ډاډه زړه کسرا ته ورغی، پرته له دې چې سر ورته ټيټ کړي نېغ ورغی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم ليک يې وروسپاره، ګورې چې په ليک ټاپه شته دی، يوه شېبه يې په لاس کې واړو راواړو بيا يې خپل ترجمان ته وړاندې کړ هغه ورته لولي:

 - بسم الله الرحمان الرحيم. له محمد رسول الله نه د فارس لوي کسرا ته، پر هغه چا دې سلام وي چې د هدايت په لاره دي، په الله او د هغه په رسول ايمان لري او په دې ګواهي وايي چې له يو الله پرته بل معبود نشته او محمد د الله بنده او رسول دی.

زه دې د الله ته راغواړم، زه ټولو خلکو ته د الله استازی يم، تر څو هغوی ووېروم چې او په کافرانو باندې حجت قایم کړم،مسلمان شه چې په امن شې که دې انکار وکړ د ټولو مجوسیانو ګناه به پرغاړه واخلې.

په خلکو کې ياد او وېره خپرونکی سړی په غوسه شو، محمد څنګه لومړی خپل نوم ليکلی دی؟چېغې ېې کړې او ليک يې څېرې کړ او د عبدالله بن حذافه په ويستلو يې امر وکړ، هغه هم ډاډه زړه ووت، خپلې سپرلۍ ته وخوت او روان شو، کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورسيد هغه يې له پېښې خبر کړ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل:

 - ای الله پاچاهي يې ورڅېرې کړه.

کسرا پرويز دومره غوسه شو چې ټول فکر يې ګډوډ شو،دهغې سړي قران چې ليک يې راوړی و او دا يې اسلام ته وباله د رومانيانو دبرلاسي کېدو خبره کوي((الم ‌ (د) روم(امپراتورۍ)ماتې وخوړه په نژدې ځمکه کې ( يې ماتې وخوړه ) او دوی به د خپلې ماتې خوړو وروسته ژر بیا برلاسي شي * په څو کلونو کې، پريکړه له دې پخوا او تر دې وروسته د الله ده او په ورځ به مومنان خوشاله شي *)).

هرقل په کسرا کامياب شو خو بايد محمد او ملګري يې په دې اړه خوشاله نه شي، دا چې ځېنې عربي قبيلو مجوسيت منلی و، بايد هغه قبيلې پياوړې کړي او د محمد او مسلمانانو پر وړاندې يې وجنګوي.

کسرا د محمد صلی الله علیه وسلم  په اسلامي دولت اعتراف ونه کړ، بلکې د يمن واکمن عالم بادام ته يې وليکل: ((ما ته خبر رسيدلی دی چې په قريشو کې يو سړی راڅرګند شوی، دعوه يې کړې چې نبي دی، پسې ورشه او توبې پرې وباسه، که توبه يې ونه ويسته، ماته يې سر راوليږه، هغه زما غلام دی او ماته داسې ليک راستوي؟!)).

بادام د کسرا ليک نبي صلی الله عليه وسلم ته د خپل قهرمان سره ولېږه، يو بل اسپور يې هم ملګرتيا کوله او ورته يې وويل چې محمد کسرا غوښتی دی، دواړه ووتل طائف ته راغلل يو قريشي يې وموند، له هغه نه يې پوښتنه وکړه، هغه وويل:

 - په مدينه کې دی.

کله چې نبي صلی الله عليه وسلم ته ورغلل ورته يې وويل:

 - شاهنشاه کسرا بادام (باذان) ته خبر ليږلی چې تاپسې څوک راوليږي او رادې ولې او موږ يې درپسې رالېږلي يو،که انکار دې وکړ ځان دې هم هلاک کړ او خپل قوم دې هم تبا کړ او وطن دې هم خراب کړ.

اسپور د مسلمانانو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ، يا به رسول الله صلی الله عليه وسلم سړي ته ځان ورسپاري او يا به شاهنشاه د مسلمانانو پر وړاندې لښکر راليږي او ټوله مدينه به نيسي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته په ارامه  وويل:

 - نن لاړ شئ او سباته راشئ.

کسرا وروسته له هغې چې دستکرد وتښتېد او ده له هرقل سره سوله ونه کړه، مدائن ته راستون شو،ډېر ژر له دجلې پورې ووت او له خپلې معشوقې شيرين سره يې واړول،هماغه وه چې فارسي مشران د جګړې په ټينګار راوپاريدل.

شهرپراز قومندان په دې پوه شو چې کسرا يې په سر سودا کړې، نو هغه ترې هم ځان راکش کړ او پخوانی اخلاص يې پاتې نه شو.

کسرا د خېټې په ناروغۍ (دوسنتاريا) اخته شو، مدائن ته يې راوړه، څو د خپل تخت وارثان وټاکي، شيرين هم ورسره وه، دواړه زامن مرادنشاه او شهريار هم ورسره راغلل، هغه غوښتل چې مرادنشاه ته د قدرت واګې په لاس ورکړي،خو کله چې د ماريا زوی شيرويه خبر شو، د خپل حق غوښتنه يې وکړه،د نوي کال عمومي قومندان کنشنسپ اسپاد سره يې چې د ده رضاعي ورور و تړون وکړ او دفارس سره يې د سولې لاره غوره کړه، شيرويه سره نور  هغه لوړپوړي هم ملګري شول چې د شاهنشاه نه يې کرکه کوله.

شيرويه د نسيان د کلا د پرانستلو امر وکړ او ډېر دولتي بنديان يې خوشې کړل چې وروسته يې له شيرويه نه خپل ملاتړ اعلان کړ، کله چې شپه شوه ساتونکو ماڼۍ پريښود او په شنه سهار کې چېغې شوې:

 ـ قباد شاهنشاه.. قباد شاهنشاه.

هماغه وه چې کسرا وېرې په سر واخيست او وتښتيد،د ماڼۍ په باغ کې پټ شو، خو هلته هم ځمکې ځای ورنه کړ، خلک ورپسې ورغلل او ويې نيوه،د لارې په اوږدو کې يو موچي په خپل دکان کې ناست و کله چې يې اسپوران وليدل او يو بل سپور ورسره ولیده چې په زولنو تړلی او مخ يې نه ښکارېده، پوه شو چې دا کسرا دی، يو اسپور ورستون شو، توره يې له تېکې راوويستله او ويې واژه بيا خپلو ملګرو پسې روان شو.

هغه د خدايانو او د لوی خدای په منځ کې تلپاتې او ياد سړی چې د لمر سره به سم راخوت او سترګې به يې د نيل سره سمې روانې وې، د تيارو په زندان کې بندي شو.

شيرويه د خپل پلار په وژلو کې دوه زړی شو، خو لوړپوړچارواکو دوه اختياره ورکړل، يا يې ووژنه چې ټول ستا اطاعت ته سرونه ټيټ کړي او يا يې پريږده او خپله پاچاهي ورکړه، نوي پاچا ته چانس په لاس ورغی خپل پلار يې تورن کړ: هرمزد والي دې وژلی. په خپلو بچو دې ډېر ظلم کړی، په بنديانو دې ظلم کړی،د ښځو په اړه دې بد نظر لره په هغوی دې مهرباني نه کوله او بنديانې کړې دې دي، په ټکسونو کې دې په ولس ظلم کړی،او ديته ورته چارو باندې يې تورن کړ.

د شپې په زړه کې هغه دويم کسرا ووژل شو چې د بريالي لقب يې ګټلی او په خپله يې ځانته د خدايانو او لوی خدای په منځ کې د تلپاتې سړي لقب ورکړی دی، هغه په خلکو کې نامي دی د لمر سره راويښيږي او سترګې يې له نيل سره غځيږي.

په مدينه باندې لمر راوخوت رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجد کې ناست دی چې د بادام استازي ورغلل، نبي صلی الله عليه وسلم ورته پرون ويلي و: (( اوس لاړ شئ سباته راشئ نو زه به خپل نظر درته ووايم). سبا راغلل ورته يې وويل:

 - خپل ملګري ته خبر وليږئ چې تېره شپه زما رب د هغه رب کسرا وواژه يواځې اوه ساعته پرې اوښتې دي،الله ورباندې خپل زوي شيروي مسلط کړ او پرې ويې واژه.

بادام ته راغلل او ورته يې وويل:

 - موږ ته يې امر وکړ چې تاته ووايو د هغه رب ستا رب کسرا د جمادی الاولی په لسمه شپه د سه شنبې په شپه وواژه ( اوم کال د هجرت)

بادام وويل :

 - که نبي وي نو خبره به يې رښتيا وي.

بيا خبر راورسېده چې کسرا په همدغه شپه وژل شوی مسلمانانو د تکبير چېغه پورته کړه او نبي صلی الله عليه وسلم وويل:

 - هرومرو به د مسلمانانو يوه ډله په سپينه ماڼۍ کې د کسرا پرتې خزانې پرانيزي.

عمربن الخطاب د رسول الله صلی الله عليه وسلم خبرو ته ځير دی په خوا خاطر کې يې نه ګرځي چې د فارس فتحه به د ده په خلافت کې ترسره کيږي، سعدبن ابي وقاص هم رسول الله صلی الله عليه وسلم ته غوږ دی په زړه کې يې ورتېره نه شوه هغه زمری چې د مسلمانانو د لښکرو مشري به کوي دا په خپله دی او دا هغه قومندان دی چې د سپينې ماڼۍ خزانې به مدينې ته راوليږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟