No-IMG

د ثور ۷مه د کمونستانو وحشتونه لا تر اوسه زموږ مظلوم ملت نه دی هېر کړی

د ثور ۷مې او د کمونستانو وحشت په رابطه زموږ بااحساسه، پوه او حقپرستو ورونو او خویندو ډېر څه ليکلي، زه هم غواړم چې د هغوی د وحشت په اړه خپل نظر څرګند کړم.

د ثور پر ۷مه چې کمونستانو چې کوم وحشت وکړ، لا تر اوسه زموږ مظلوم ملت نه دی هېر کړی، هغه وحشت چې لا هم زموږ ميليونونه هېوادوال يې له ټسه د جنګ په سرو لمبو  په کې سوزي، او هره ورځ مو لسګونه هېوادوال په شهادت رسېږي.

غواړم د بېلګې په ډول د ياد وحشت يوه تاريخي پېښه درسره شریکه کړم. البته؛ دا به د ځاځيو قوم د یو څو محدودو کليو په رابطه وي، ګنې هسې خو د ځاځيو سيمې هر غر او دره د تاریخ يو ځانګړی باب او کتاب دی.

موږ د کمونستانو د ظلم او وحشت له لاسه کابل نه خپل اصلي ټاټوبي ځاځي اریوب ته کډه شوو، کاروبار، ژوند او روزګار هر څه مو په کابل کې پاتې شول. کمونستانو نه یوازې دا چې روشنفکره مسلکي کادرونه نه پرېښودل، بلکې کاروباري تاجران او محصلین یې هم تهدیدول. کمونستانو زموږ د کلي د یوې کورنۍ درې روشنفکره مسلکي کادرونه چې د داوود خان د حکومت مامورين وو، ژوندي ونېول، چې لا تر اوسه پورې يې مړي او هدیره معلومه نه ده. له دې کبله  د نورو په څېر موږ هم  مجبور شو، چې خپلو ولسوالیو ته واپس لاړ شو.

ځاځیو کې مو له سره ژوند پیل کړ، په داسې حال کې چې کمونستانو په ځاځیو کی خورا زيات او په رسمي ډول فعالیتونه شروع کړي وو. د ځاځي اریوب ولسوالۍ په چمړۍ مرکز کې د کمونستانو او روسانو ګډ نظامي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو. د ځاځیو سرسخته کمونستان یې په رأس کې وو. مشري یې د (یرغل) په لاس کې وه. یوه ورځ د (یرغل) په مشرۍ دوی ډېر په کبر او غرور باندې له زرهي دارو ټانکونو سره زموږ کلي نه پاس راغه ته چې له “ بدعلا”سره وصل دی، وختل او پر غونډۍ یې خپل ټانګونه ځای پر ځای کړل. په لاوډ سپېکر کې يې ټول قوم ته اوازونه وکړل، ويې ویل؛  اې (هاشم خیلو) مونږ په (چمړۍ) کې جشن لرو، ښځې مو را وباسئ، چې دلته له موږ سره یو ځای ګډې شي.  ټول قوم ته یې د بداخلاقۍ، نڅا او ګډا  بلنه ورکړه.

الحمدلله! د قوم بااحساسه، الله پرستو، پر دين، وطن او په خپل ناموس مين مشران، علماء او ځوانان  تبرګي پر لاس د دوی په نظامي کاروان جهادي بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې ډېر خلک شهیدان او زخمیان شول، خو د ځاځیو د کمونستانو څخه یې په غنیمت کې اسلحې ونیولې، ټانکونه په تبرونو ورته ووهل، حتی ټول قوم د دوی په نظامي قرارګاه (چمړۍ) باندې وروښتل، او ډیری کمونستان يې مردار او له تېغه تېر کړل.

د ځاځیو مشرانو، علماوو او ځوانانو د دوی د ظلم، وحشت او فحشاء په مقابل کې د مسلحانه جهاد اعلان وکړ.

یوه ورځ په رکیانو او کځکي کليو او بانډو کې سخته جګړه وشوه، ډېر کلي یې بمبار کړل. کليوال یې دېته مجبور کړل، چې خپل کورونه پریږدي. کليوال غرو ته وښتل او هلته يې کوډخې او ګاګرې جوړې کړې، څو له کمونستانو او د هغوی له بادارانو روسانو له بمبار او ظلمونو پاتې شي. یو وخت دومره بارانونه  وشول چې خوړ او سيلابونه راغلل او په نتیجه کې یې زمونږ یوولس کلیوال د سیلاب له امله  شهیدان شول. دا یوه ډېره بده او د غم ورځ وه. مړي په خټو او پټيو کې ورک ول. خو بالاخره څو ورځې وروسته پیدا شول، دغه شهیده کورنۍ مو په یو خاص ځای کې  دفن کړه. په کلي کې همدغه هدیرې ته اوس هم د شهیدانو هدیره ويل کېږي.

د تاریخ په اوږدو کې ګرم ترین جنګونه په ځاځیو کې پیل شول، له بده مرغه هر ورځ مو تکړه، غیرتي او زړور مشران، علماء او ځوانان په شهادت رسېدل. یوه ورځ زموږ کلي مشرانو ته احوال راغی، چې ګواکې د منطقې کمونستان او روسان په ګډه پلان لري چې پر کلي باندې بريد وکړي، او د ( فلاني) صیب کور کې قرارګاه او مورچل جوړوي، څو د (شاه محمد)  کلي د مجاهدینو مخه ونیسي، خو له نېکه مرغه د کلي مجاهدين دومره زوړور او تکتیکي وو، چې روسانو اوځ ځايي کمونستانو ته يې زموږ په دوه کورونو ماینونه ځای پر ځای کړل، چې په ترڅ کې یې ۳۵ روسان مردار شول، او په کلي کې د (فلاني صیب) په کور او یا قرارګاه کې د ډېر وخت لپاره پاتې نه شول او د مجاهدینو له کلک مقاومت سره مخ شول.

همغه وو، چې زموږ کورونه ته یې اور واچوه او ويې سوځول.

د منطقې کمونستانو او روسانو زموږ د کلي د مسجد په لاره کې د خوړ تر څنګ بمونه ښخ کړي وو، چې له کبله يې زموږ د کلي یو زړور مجاهد (ملک) شهید شو. له بده مرغه جسد ېې چا ونه لیده، فقط غوښې ېې راټولې شوې. له دې حادثې نه مخکې د کلي دوه زړور قوماندان زيړي ګل او عزیز الله هم د روسانو او د هغوی له تالي څټو کمونستانو سره په مخامخ جګړه کې شهیدان شول.

اونۍ تېره شوی نه وه، چې د منطقې کمونستانو او روسانو په کلیو او بانډو باندې چاپې او جنګ  پیل کړ، د روسانو نظامي عملیاتو په ترڅ کې د کڅکي په کلي یو کور کې غريبکاره بېګناه درې کسان د بوسو په ټال کې پټ شوي وو، او عام وګړي وو، یو يې زموږ کليوال وو (شهید مرغی ) نومیده، او یو د مرخیلو کلي اوسیدونکی وو، او دا بل شهید د سورنخیلو له کلي څخه وو، درې واړه یې په بوسو کې پیدا کړل او په ژوندون یې غوږونه، پوزې او سترګې ترې غوڅ او وایستلې، بیا یې په شهادت ورسول، بالاخره د ځاځيو قوم مجبور شولو، چې خپل وطن پرېږدي او هجرت لاره ونيسي.

د کمونستانو له لاسه ډېرو افغانانو د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړل او همغه منحوسه او وحشي لړۍ لا تراوسه هم دوام لري.

نوټ: پورتني معلومات د یو څو کليو په رابطه وو، ګنې د ځاځیو هر کلی، هر مشر، غازي، شهید، مجاهد،  یو ځانګړی تاریخ لري.

که ژوند وو، د دې قوم ځوانان به د خپل فاتح قوم قرباني او تاریخ به همداسې ژوندی او هسک ساتي إن شاء الله!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟