No-IMG

مهم ترین های امروز پنجشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر او پخوانی خبریال نعمت روان په یوه وسله وال برید کې وژل شوی.

د نوموړي نږدې دوستانو کابل نیوز ته ومنله، چې نعمت الله روان نن د کندهار ولایت په څوارلسمه ناحیه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی.

نعمت روان د طلوع نیوز تلویزیون ویاند هم پاتې شوی دی.

: ذبیح الله مجاهد: ‏په کندهار کې دنعمت روان په نامه دمالې وزارت يوکارکونکي وژل داسلامي امارت د مجاهدينو پورې اړه نلري، ممکن دا د دښمن د خپل منځي کش اوګير په پايله کې وژل شوی وي، ځکه پخوا هم دمالې وزارت هغه کارکونکي تر بريد لاندې راتلل چې د ګمرکاتو په اړه يې د کندهار چارواکوته مزاحمت کاوه.

: ‏هلمند ولایت کې د هوایي برید له امله د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د هلمند د ولایتي شورا رییس وایي نن شاوخوا ۱۲ بجې د الله نظر په نوم یو ملکي وګړي پر کور هوايي برید شوی چې له امله یې د نوموړي په ګډون دوه ماشومان وژل شوي او د میرمنې او لور په ګډون یې دوه ماشومان ټپیان شوي.

‏د ولایتي شورا رییس وايي چې دغه پیښه د هلمند د دریمې حوزې اړوند بولان سیمه کې شوې او د پیښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

په ورته مهال امریکایي چارواکو امریکا غږ ته ویلي، چې دوی هلمند کې ولایت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه کړي دي.

‏افغان امنیتي ادارو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏طالبان وايي د افغان حکومت ۱۱ بندیان یې ازاد کړي.

د طالبانو ویاند په یوه ټویټ کې ویلي، د بنديانو چارو د کميسيون لخوا نن ورځ د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د افغان حکومت  ۱۱ تنه عسکر چې يو پکې ټپي وو د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت له بند څخه خوشې شول.

: ‏ولسمشر غني ویلي طالبان باید دا درک کړي چې د ولس پر وړاندې د جګړې دوام اسلامي، انساني او معقوله حل لاره نه ده، بلکې دا د وضعیت د لا پېچلتیا او د سولې برابر شوي فرصت د ضایع کېدو لامل کېدای شي.

اشرف غني اړوندو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، څو دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

: ‏کندز ولایت کې چاودنه شوې او دوه کسان ټپیان شوې دي.

چارواکي وایي چاودنه کندز ښار کې پر یوه شخصي موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د چاودنې له امله سیمه کې د خلکو موټرو هم اور اخستی دی.

: ‏ملي امنیت ریاست وايي د رسنیو په اړه د ملي امنیت د رییس خبرې تحریف شوې دي.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وایي، چې د رسنیو او بیان ازادۍ پرضد د ملي امنیت د رییس له قوله خپرې شوې خبرې واقعیت نه لرې، تحریف شوي او یو اړخیزې دي، چې د ملي امنیت رییس پورې تړاو نه لري.

‏په اعلامیه کې راغلي، چې د سري مجالسو څخه د ځینو خبرو افشا کول د منلو وړ نه دي او د اساسي قانون او ولسي جرګې کورنیو اصولو خلاف کار دی.

ملي امنیت وایي رسنۍ د ارزښتونو ساتونکې دي، دوی یې کار ته درناوی لري او د رسنیو پروړاندې د هر ډول کورنۍ او بهرنۍ دسیسې پروړاندې دریږي.

: ‏يوناما اوپه کابل کې د امريکا او بريتانيا سفارتونو  د طالبانو لخوا رسنيو ته خبرداری ورکول غندلي دي.

‏کابل دامريکا او بريتانيا سفارتونو په ګډه اعلاميه کې ويلي, مونږ پوهيږو چې د طالبانو دپروپاګند له لارې کوښښ کوي حقايق بل ډول وښيي تر څو د هغو ظلمونو چې پر خلکو يې کوي پړه پر نورو واچوي, مونږ د افغانستان له ازادو رسنيو څخه په کلکه ملاتړ کوو او د طالبانو لخوا دا ګواښ په کلکه ټکو غندو.

: ‏برنامه جهانی کمک و دست‌گیری از نیازمندان، فعالیت‌هایش را در افغانستان توسعه می‌دهد.

به تازه‌گی شیخ عبدالکبیر حیدری به‌عنوان سفیر ملی و بین‌المللی این برنامه گماشته شده‌است تا با جلب کمک‌های بیشتر، نیازمندان بیشتری زیر پوشش قرار بگیرند.

: په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو ځينې استازی وايي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په زاړه ښار کې د ملي پوځ د پنځو مرکزونو ځواکونه له خپلو ټولو تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د ولسي جرګې دغه غړي او ځايي سرچینې وايي چې په دغو مرکزونو کې کابو ۵۰ مېشت ځواکونو د بغلان تر نوي ښار شاتګ وکړ او طالبان د زاړه ښار بازار ته رسېدلي دي.

د ولسي جرګې غړی نسیم مدبر وايي:«په مرکزي بغلان کې وضعیت ډېر خراب دی که چېرې له زاړه ښار څخه مخکې ولاړ شي او همدا ډول دوام پیدا کړي د ښار مرکز ته رارسېږي او بغلان به له بد وضعیت سره مخامخ شي

دوی زیاتوي، په دې سره له پنځو اډو او څه باندې لسو پوستو نږدې ۲۰۰ دولتي سرتېري له خپلو ټولو پوځي تجهیزاتو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي؛ خو ۵۰ نورو دولتي سرتېرو بیا د یادې ولسوالۍ نوي ښار ته شاتګ کړی دی.

: ‏در نتیجه فروریختن سقف یک تالار عروسی در شهر هرات نُه تن زخمی شده‌اند.

ابراهیم محمدی، مسؤول هرات آمبولانس می‌گوید که یک کودک نیز مشمول این زخمی‌ها است.

: ‏د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وايي چې د ۲۰۳ تندر قول اردو د حمایوي کنډک قومندان نن غرمه مهال د طالبانو په هدفي برید کې ووژل شو.

: ‏طالبانو وايي چې ۱۱ تنه امنیتي ځواکونه یې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له بنده ازاد کړي دي.

: ‏ولسمشر غني نن د اروپايي ټولنې سفیر انډرس وون برنډټ سره کتلي.

ارګ وايي، په دغه کتنه کې دواړو خواوو پر سولې، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو پر نوي فصل او د انکشافي پروژو په برخه کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو پر رول خبرې وکړې.

: ‏ولسمشر اشرف غني د افغانستان لپاره د برتانیې سفیرې الېسن بلېک سره لیدلي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، لیدنه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د برتانیا د دوامدار ملاتړ او  د افغانستان د سولې پروسې او ثبات لپاره د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې د برتانیا پر رول خبرې شوي دي.

: ‏امریکا افغان سوله کې د پاکستان رول مهم بللی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر، جیو بایډن د دغه هېواد له ډیموکرات مشرانو سره خبرو کې د افغانستان د جګړې پر پای ته رسولو او دغه راز د سولې هوکړه کې د پاکستان رول مهم بللی.

‏بایډن زیاته کړې چې پاکستان به د سولې راتلونکو پړاوونو کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا آستازي زلمي خلیلزاد ویلي و چې، پاکستان افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر اغېزو ښه پوهېږي.

: ‏ننګرهار کې صرافانو کاربندیز کړی.

جلال آباد ښار کې صرافانو  وروسته له هغه کاربنديز  وکړ چې درې ورځې وړاندې له دغه ښاره يو صراف وتښتول شو.

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې له بده مرغه په دې وروستیو کې د خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو باندې بریدونه ډېر شوي او تازه طالبانو رسنۍ او خبریالان ګواښلي دي چې د نوموړي په خبره، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې هر ډول ګواښ محکوم او په هیڅ صورت د منلو نه دی.

: ‏د غزني د ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع وایي چې د غزني مرکز اړوند ارزو سیمه کې دوه پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. د جامع په خبره، د یادو پوستو تر سقوط وروسته د ۲۴ امنیتي سرتېرو سرنوشت هم معلوم نه دی. جامع زیاته کړې چې طالبان د غزني ښار څنډو ته رسېدلي دي.

: ‏د بغلان ولایت امنیتي چارواکي تاییدوي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ زوړ ښار له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلی دی او امنیتي ځواکونو له دغې سیمې څخه تکتیکي شاتګ کړی دی. د چارواکو په خبره، تازه دمې ځواکونه له هوایي ملاتړ سره د دغې ولسوالۍ په ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

: عمر چلیک، سخنگوی حزب عدالت و توسعه ترکیه با انتشار مطلبی در حساب رسمی خود در شبکه اجتماعی توئیتر نوشت: غصب خانه‌های فلسطینیان توسط اسرائیل را به شدت محکوم می‌کنیم. ما علیه غصب٬ اشغال و ظلم در کنار برادران فلسطینی خود هستیم.

وی تاکید کرد: اسرائیل باز هم خانه‌های فلسطینیان را غصب می‌کند و بر این اساس در ماه مبارک رمضان به اشغالگری خود سرعت بخشیده است.

سخنگوی حزب حاکم ترکیه افزود: نظامیان اسرائیل وارد خانه فلسطینیان شده، با زور آنها را بیرون می‌کنند و می‌گویند که این خانه از آن شما نیست. سپس آن خانه را به کس دیگری می‌دهند. این اقدامات امروز و در دنیای امروز صورت می‌گیرد.

: ‏روسیه: روند برقراری ثبات در قره‌باغ به موضوعی سیاسی تبدیل نشود.

: ‏رویټرز خبري اژانس د خپلو دوو سرچینو له قوله ویلي چې سعودي د حج مراسمو ته د بهرنیانو پر ورتګ، پر بندیز لګولو غور کوي. سرچینې زیاته کړې چې سعودي چارواکي تر اوسه د دې بندیز په اړه بحثونه کوي او لا یې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.سعودي حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د بګرام، جلال اباد او کندهار پر هوایي لارو تکیه کوي او د دې هوایي لارو امنیت د امریکا په لاس کې دی خو سره له دې هم د ورځپاڼې په باور د دوی وتل به له خطره خالي نه وي.

: ‏له تېرو څو ورځو راهیسې د پنجاب د بېلابېلو ښارونو خلک په اسلام اباد کې د افغان سفارت مخې ته ناست دي او غوښتنه کوي چې دوی ته دې د افغانستان وېزې ورکړل شي څو د همدې هېواد له لارې سعودي ته سفر وکړي. دغو کسانو ویلي چې دوی هره ورځ سفارت ته ورځي خو سفارت ورته د نن او سبا پلمې کوي.

: ‏په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کرسټوفر الکساندر یو ځل بیا ویلي چې که چېرته امریکا په افغانستان کې سوله او ارامي غواړي نو باید پاکستان مجبور کړي چې د افغانانو پر وړاندې له روانې نیابتي جګړې لاس واخلي.

: ‏کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسون، د طلوع نیوز د خبریال او د سیاسي پروګرامونو چلوونکي نعمت روان ترور غندلی او له ځنډ پرته پر رسنیو د بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک