No-IMG

د کابل او هلمند دردناکې حادثې له یوه ځایه خړوبیږي!

فقط دومره توپیردی چې یو یې ځمکنی برید دی اوبل یې هوايې

اصلي هدف دافغان ولس تیرویستل،  وژل، ډارول،  زړه توري کول اود صلحې په مخالفت کې درول دي خو داهڅه ناکامه د پخوانیو ملحد ینوهم دا ډول هڅې کړي وي.

ځکه د صلحې په راتګ سره ټول کورني اوبهرنی پروژیان، قرارداد یان ، جاسوسان، شخصي ګټې اومفتي دغلامۍ اوذلت پیسې له لاسه ورکوي.

رشوت، غصب، انارشي، فحشاء، اداري فساداو پردیوو ته غلامي له مینځه ځي، خپلواکي رامینځ ته کیږي.

په داسي یوه حالت کې به غلامان کوښښ کوي وضعه پوره مختله او په خړواوبوکې ماهیان ونیسي ځکه دا ددوی وروستنۍ سلګۍ دي نوروخت نلري.

مګر دالله جل جلاله اراده شاید داسي نه وي،  شاید الله جل جلاله مونږپه خپلو بې پایانه نعمتونو ونازوي حقیًقي خپلواکې،  استقلالیت،  امن، صلحه او ورورولي راپه برخه کړی ځکه دهرې تیارې پسې سباوون راتلونکی دی.

زمونږ د مظلوم ملت وینې به ان شاء الله نه ضایع کیږي، ظالمان به الهی د عدل محکمې ته راکښول کیږي نتیجه به یې ان شاء الله یو بشپړ ، خپلواک ملي اسلامی نظام وي.

ان موعدهم الصبح الیس الصبح بقریب؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟