No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پکتیا سلګونه اوسېدونکو د هدفي وژنو د ډېرېدو په غبرګون کې لاریون تر سره کړی او ډاکتر نجیب څلور لارې کې یې د تحصن خیمه ودرولې.

لاریون کوونکي پکتیا والي او امنیتي چارواکي په ناغیړۍ تورنوي او د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوي.

: ‏ سعودي عربستان وايي چې میاشت ونه لیدل شوه او سبا چهارشنبه روژه او پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

: ‏سرچينې وایي، د خوست تڼيو ولسوالۍ په دورملکي سيمه کې د پکتيا ولايت پخوانی امنيه قوماندان جنرال اختر محمد شاهین له دریو نورو ملګرو سره په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

: ‏طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې نن هم په میدان وردګو، غزني او زابل ولایتونو کې د حکومت اړوند ۱۴ تنه سرتیري د دوی له زندانونو څخه د روژې میاشتې په مناسبت خوشې شوي.

: ‏طالبان ادعا کوي چې د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د دې ولایت د ملي امنیت ریاست او د ملي اردو یو بېز یې نیولي.

ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو بیا تر دې مهاله د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

خو د سیمې اوسیدونکي بیا د طالبانو ادعا تاییدوي او وایي چي د نرخ ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د ملي امنیت اړوند ریاست او د ملي اردو بیس د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

: ‏و زارت داخله می‌گوید که نیروهای دولتی از ساختمان ولسوالی نرخ میدان وردک به گونۀ تکنیکی بیرون شده‌اند.

سخن‌گوی این وزارت می‌افزاید که عصر امروز نیروهای امنیتی و دفاعی در ولسوالی نرخ میدان وردک با طالبان درگیر شدند.

‏سخن‌گوی وزارت داخله می‌افزاید که  افزون بر  وارد شدن تلفات سنگین به طالبان، نیروهای دولتی اکنون از  قرارگاه فرماندهی ولسوالی نرخ  عقب‌نشینی تکتیکی نموده‌اند.

‏اما شریف‌الله هوتک عضو شورای ولایتی میدان وردک می‌گوید که در حدود سی تن از نیروهای دولتی از دیشب تا دیگر امروز در محاصره بودند و به علت نرسیدن کمک به آنان این نیروها مجبور به ترک مرکز ولسوالی شده‌اند. طالبان نیز ادعای گرفتن این ولسوالی را نموده‌اند.

: ‏د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د وارداتي برېښنا ۳۱۰ میګاواټه بېرته نن د کابل برېښنا سره ونښلول شوه.

: ‏ولسمشر غني نن افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد سره کتلي.

ارګ وایي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو، سولې او پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.

: ‏غني طالبانو ته: راشئ په لویه جرګه کې راسره کېنئ، چې یو بل ته قناعت ورکړو.

: ‏د سوک وهنې پخواني اتل، محمد علي کلي مېرمن کابل ته راغلې.

لوني ويليامز کابل کې له يو شمېر ورزشي ادارو لیدنه کوي.

محمد علي کلي مسلمان امريکايي و چې د سوک وهنې په برخه کې یې نړیوال ریکارډ درلود.

: ‏د پروان ولایت د حج او اوقافو ریاست د اړیکو مسؤل، عبدالوهاب ثاقب په سالنګ ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی.

: ‏ټولګټو وزارت وايي، د بدخشانولایت  او چین هېواد ترمنځ د ۴۹.۷ کیلومتره اوږ سړک د جوړولو چارې ګړندۍ روانې دي، او تر دې دمه یې ۱۵ سلنه چارې بشپړ شوي دي.

: طالب مشران سوداګرو، پانګه والو او سیاستولاو ته ډاډ ورکړی چې راتلونکي حکومت کې به یې امنیت او پانګې خوندي وي.

خو ځینې سیاستوال او پانګه وال د طالبانو دغه خبري ننداریزې بولي او له هغوی غواړې، چې خپلې خبرې دې په عمل کې ثابتې کړې.

له دې منځه یوه ښځینه پانګواله د طالبانو خبرو باندې بې باوره ده او له دغې ډلې غواړي، چې د سولې توافق په صورت کې د ښځو د کارو بار او پانګونې مخه ونه نیسي.

د طالبانو د مشرتابه غړو د بهرنیو ډيپلوماټانو، خبریالانو او د مرستندویه کارکوونکو د کار دوام ته له ډاډ ورکړې وروسته، اوس په یو لړ پیغامونه سره په کار پوه کسانو ته هم ډاډ ورکړی چې، په راتلونکي نظام کې به د دوی د فعالیتونو پر وړاندې څه خنډ جوړ نه شي.

: ‏ویروس کرونا؛ ثبت ۳۱۵ رویداد تازه در کشور.

: ‏رئیس سازمان امور دینی ترکیه: دولت تروریستی اسرائیل بزرگ‌ترین مانع پیش‌روی صلح و آرامش در این منطقه را تشکیل می‌دهد.

: ‏حمایت پاکستان از فراخوان تركیه برای برگزاری جلسه فوق العاده درباره فلسطین.

: ‏گردان‌های قسام: ظرف 5 دقیقه 137 موشک به اسرائیل شلیک کردیم.

: ‏ وزارت صحت عامه فلسطین: 28 نفر از جمله 10 کودک و یک زن در حملات اسرائیل شهید شدند.

: ‏نخست وزیر فلسطین: اسرائیل در نوار غزه قتل عام می‌کند.

: ‏په روسیه کې په یو ښوونځي کې د دوو وسله والو په برید کې نهه زده کوونکي وژل شوي دي. ټاس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په کازان ښار کې د دوو وسله والو په ډزو نهه تنه وژل شوي چې ټول یې زده کوونکي وو. تر اوسه د برید انګېزه روښانه نه ده خو پولیسو ویلي چې دوی خپلې پلټنې پیل کړې دي.

: ‏له ولسمشر غني سره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له پرونۍ کتنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره زیاتې هیلې غوړېدلې دي. شاه محمود قریشي وویل، په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او امنیت لپاره حیاتي ده.

: ‏د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس وایي، په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په پام اروپایي ټولنې ته دا مسئله خورا مهمه ده چې دا هېواد او حکومت یې د دې ټولنې د ملاتړ په دوام حساب کولی شي، خو په دې شرط چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

: د بریټانیا لوی درستیز طلوع نیوز سره یوه ځانګړې مرکه کې وايي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان جهاد په نوم د جګړې دوام لپاره هيڅ دلیل نه لري

دغه لوړپوړی برېټانیوی چارواکی زیاتوي، چې طالبان اوس د افغانانو پر وړاندې جنګېږي او اړتیا ده چې له دې کاره لاس واخلي.

د برېټانیې لوی درستیز نیکلاس پاټریک کارټر په دې هکله وویل:«واقعیت دا دی چې، دغه وتل، د امریکا او ناټو د نظامي حضور د ستراتیژیک تحول ښکارندویه ده او اوس دا پرېکړه شوې ده. مهمه دا ده چې پوه شو، طالبان د جهاد لپاره بل هېڅ دلیل نه لري. دم ګړۍ د افغانانو پر وړاندې جنګېږي. دا په سولې بهیر کې پر نورو د فشار یوه وسیله ده او ښايي د دغې جګړې د پای امکان هم برابر کړي

بلخوا په کابل کې د برېټانیا سفیره الېسون بلیک هم په دې هکله وايي:«موږ د افغان ځواکونو له لوري د امنیت له ساتنې ملاتړ کوو. د افغانانو خوندي ساتل د حکومت مسوولیت دی؛ خو موږ هغه ډاډ چې ورکولی یې شو، ورکوو یې. ښه ده چې، جنرال کارټر هم دلته دی؛ له جمهوریت، افغان ځواکونو او ولسه ملاتړ به که هغه د اقتصادي او پراختیايي مرستو او که له سیاسي لارو چارو وي، دوام وکړي

: ‏د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي بريتانيا ته مو دنده سپارلې چې د  پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتۍ همکارۍ منځته راوړي تر څو د یو سند پر لاسلیک منتج شي.

‏زلمي خليلزاد د المان له «شپيګل» مجلې سره تازه مرکه کې ويلي, پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري او افغانان بايد د هغه درناوی وکړي.

خليلزاد وايي د همدې لپاره مونږ د بريتانيا سره يوځای کار کوو تر څو افغانستان او پاکستان يوبل ته نږدې کړو ترڅو يو امنيتي تړون ته ورسيږي.

‏دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې کابل نيوز راپور ورکړی و چې بريتانيا غواړي افغانستان او پاکستان امنیتي او دفاعي برخو کې داسې يو سند امضا کړي چې تر ډيره به د پاکستان ګټې پکې تضمین شوې وي.

: ‏ازبکستان امريکا ته د پوځې اډې له ورکولو سره مخالفت ښودلی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟