No-IMG

د یوسف علیه السلام کیسه ولې الله تعالی په احسن القصص یاده کړې؟

خو له ډېرې مطالعې او د محققینو له لیکنو وروسته راته جوته شوه چې دا کیسه ولې احسن القصص ده، که غواړئ په همدې راز پوه شئ دا لیکنه ولولئ.

د یوسف علیه السلام نه مننه

۱یوسفه، له تا مننه، ستا له کیسې مې زده کړل چې ځینې خلک له موږ سره کینه زموږ د عیبونو له امله نه بلکې زموږ د ښېګڼو له امله کوي، تاسره یې ځکه کینه وکړه چې ته ښکلی او خوږ وې، د دوی په څېر نه وې،او څوک نه غواړي چې عیبونه دې یاد شي

2- دا مې ترې زده کړل چې کله ناکله انسان له هغه ځایه ویشتل کیږې چې هیڅ توقع یې نه لرې، ته که له شرمخ نه وساتل شوې نو له وروڼو ونه ساتل شوې!

3- دا مې ترې زده کړل چې زه باید ټولو ته هغه ښېګڼې ونه وایم چې ـالله تعالی راکړي، ځکه چې د ځینو سترګې او زړونه تنګ دي، د نورو په لاسونو کې نعمت ته تر خپلو لاسونو ډېر ګوري .

4- دا مې ترې زده کړل چې کله ناکله مجرمان د ناصحانو جامې اغوندي، ابلیس دې پلار ادم ته وویل، ایا تلپاتې ونه درونه ښایم، وروڼو دې پلار ته وویل، موږ یې ناصحان یو او موږ یی هرومرو ساتونکي یو.

5- ځینې له ځینو نورو نه په شر کې سپک وي، څنګه چې خلک په ښېګڼو کې یو شان نه دي، نو همدارنګه په بدګڼو کې هم یو شان نه دي، تاته هغه ورور نجات درکړ چې تر نورو په شر کې کم و: یوسف مه وژنئ!

6- دا مې ترې هم زده کړل،چې له څه شي چې ویریږم هغه باید خلکو ته په ډاګه نه کړم، څو مې له دغې کړکۍ نه ونه وهي، پلار دې وویل:( ویریږم شرمخ یې ونه خوري) وروڼو دې ورته وویل: ته شرمخ وخوړلې..

7- دا مې هم زده کړل چې هیڅ جریمه بشپړه نه وي، له مجرم نه هرومرو یو څه پاتیږي چې ورته نه متوجه کیږي، ستا وروڼو هېر کړل چې ستا کمیس وشلوي، دا به کوم شرمخ وي چې ماشوم له کمیس نه روغ وباسي او بیا یې خوري!

8- دا مې هم زده کړل چې په شیانو کې خیر او شر نشته، بلکې دا یې د کارولو په طریقه کې دی، ستا کمیس یو ځل د دروغو اله شوه، بل ځل ستا د برائت او سپېڅلتیا نښه شوه، او بل ځل درمل شو!

9- دا مې هم زده کړل چې په دې نړۍ کې خیر نشته، هغه څومره بد کور دی چې ته په کې په څو ټنګو پېرل کیږي او پلورل کیږې!

10-دا مې هم زده کړل چې لیسې، مدرسې، پوهنتونونه او کتابونه یوازې اسباب دي، او حقیقي معلم الله تعالی دی؛“ موږ ورته د خوبونو تعبیر ورزده کړو““ موږ علم او حکمت ورکړ“ الله تعالی پوهه د تقوا پربنسټ ورکوي" له الله نه وویریږئ او الله تعالی به تاسې ته پوهه درکړي.

11- یوسفه له تا مننه، ستا له کیسې مې زده کړل چې عزتمن غدر نه کوي او ازاد د نیکۍ مقابل کې بدي نه کوي او ساهو په هغه کوهي کې لاړې نه توکي چې اوبه یې ترې څکلي وي، زلیخا ته دې څومره کره خبره وکړه:( له الله نه پناه غواړم هغه زما رب دی ماته يې پاك مقام راکړی څنګه یې په ګناه ککړ کړم!

13- ترې زده مې کړل سپیڅلیـ هغه دی چې الله یې سپېڅلی کړي او هغه په فتنه کې دی چې الله خپلو شهوتونو ته پریښی وي، څوک چې له لله تعالی سره په اسانۍـکې ملګری وي نو الله تعالی ورسره په سخته کې ملګری کیږي!

14- دا مې ترې هم زده کړل که زه یو کار ونه غواړم، نو ټوله نړۍ مې یې په کولو نه شي اړ کولی، د عزیز مېرمن دې مشره وه، ټولې دروازې یې درپسې وتړلې، غوښتنه یې درنه وکړه، د مال، جمال او منصب څښتنه وه، تا مقاومت وکړ ځکه چې تا نه غوښتل!

15- یوسفه، مننه ستا له کیسې نه مې زده کړل چې په زندانونو کې ډېر بې ګناه خلک هم وي، او په خلکو کې ظلم لرغونی دی.

16- او ترې زده مې کړل چې د ایمان خواږه د ژوندانه په ترخو برلاسي دي، د ایمان خوږو درنه د زندان ترخه هېر کړل، که دې خیانت کړی وای او داسې هېڅکله نه کېدل، نو ماڼۍ به درته په دغومره پراخوالي تنګه شوې وای.

17- دا مې ترې زده کړل چې په هر ځای کې دعوتګر شته، په ماڼۍ کې غلام، الله ته خلک رابلي، بندیوان په بند کې خلک الله تعالی ته رابلي، د پاچا په چوکۍ عزیز خلک الله تعالی ته رابلي.

18- دا مې ترې زده کړل چې اصیل معدن په هیڅ صورت تو هیڅ ځای کې تغیر نه کوي،، په زندان کې درته وویل شول“ ته له نیکانو څخه یې “ او د پاچا په چوکۍ یې تانه بخښنه وغوښته ځکه چې ته ورته نیکو کار ښکاره شوې!

19- یوسفه،مننه ستا له کیسې نه مې زده کړل چې د هر شر تر شا کینه ولاړه ده،کینه لومړۍ ګناه وه چې د الله تعالی د نافرماني سبب شوه، ابلیس ادم ته ځکه سجده ونه کړه چې کینه یې ورسره پیدا شوې وه او په ځمکه کې هم کینه لومړۍ ګناه وه چې هابیل یې قرباني شو او ته هم په کوهي کې کینې وغورځولې.

20- او دا مې ترې هم زده کړل چې فساد د خراب منجمنټ له کبله وي، نه د مواردو د کمښت له امله، تا چې د مصر ولس ته له وچکالۍ څخه نجات ورکړ، تا ورته نوي موارد رانه وړل، بلکې په نوې ادارې دې زاړه موارد تنظیم کړل.

21- دا مې زده کړل چې دنیا کې د حق او باطل جګړه تلپاتې ده، یوازې پوځیان بدلیږي،د عزیز له میرمنې سره دې جګړه د عفت او شهوت ترمنځ جګړه وه، له وروڼو سره دې جګړه د مینې او کرکې تر منځ جګړه وه چې په هر عصر کې روانه ده. .

22- ترې زده مې کړل چې باید د چارو لپاره پلان ولرم، د وچکالۍ لپاره پلان موجود و، تاسره د ورور د پاتې کېدو پلان موجود و.

23- دا مې ترې زده کړل چې الله تعالی د جګړې لپاره داسې وسله غوره کوي چې د چا په خوا خاطر کې نه ګرځي، الله تعالی کولی شول چې زندان ته ملائکې ولیږي دیوالونه یې ړنګ کړي او تا ترې راوباسي، مګر پاچا ته یې خوب ورولیږه!

24- ترې زده مې کړل چې منصبونه د تګلیف مقامونه دي نه د تشریف، تا د خزانې د وزارت وړاندیز ځکه وکړ چې ویې ویشې، نه دا چې خېټه پرې واچوې، که تر ځان دې په دې کار کې غوره موندلی هيڅکله دې دا وړاندیز نه کوو!

25- دا مې ترې زده کړل چې مینه یو خوږ بوی لري، یوازې یې مینان حس کولی شي، نو ځکه خو دې پلار د کمیس له رسیدو وړاندې ستا بوی حس کړَ !

26- دا مې ترې زده کړل چې د بچو ترمنځ عدالت اړین دی، پلرونه د بچو ترمنځ په کمه او ډېره مینه د کرکې او حسد اور بلوي، دا به د الله تقدیر و چې پلار ته یې په نورو وروڼو غوره کړې، څو راوښایی چې باید له یوه بچي سره ډېره مینه په سلوک کې څرګنده نه شي.

27- یوسف مننه، ستا له کیسې مې زده کړل چې خپل دردونه یوازې له الله سره شریک کړم، خلک به یا درسره خواخوږي وي،  یا دښمنان، خواخوږی ولې له ځان سره خفه کړم او دښمن ولې خوشاله کړم؟!

28- مشره ستا له کیسې نه مې زده کړل چې د مینې د بقا لپاره په تېروتنو باید ځان ناګار کړم، او تا دا کار وکړ اصیل خلک همداسې وي چې د نورو په تېروتنو ځانونه ناګر کوي.

29- یوسفه ستا له کیسې مې زده کړل، که چا درسره د عقلي احتمالاتو په اړه خبرې وکړې، ته ورسره په الله باندې د باور خبره وکړه، ته یې ماشومتوب کې ورک کړې خو ستا له پلټنې تر پایه  نهیلی نه شو !!

30- ستا له کیسې مې زده کړل چې ډير خلک د ګټو سره سم خپل خطاب ته تغیر ورکوي! کله چې یې خپله ګټه وه ویې ویل(زموږ ورور له موږ سره ولیږه).خو کله چې یې ګټه نه وه ویې ویل: (بېشکه ستا زوی غلا کړې ده)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک