No-IMG

په لومړي ځل د فلسطین د قوت نښې

زاهد جلالي

 

ما غوښتل چې څه چې په اسراییلو کې روان دي، پرې تفصيلي ليکل وکړم، ځکه چې اوس مهال ځينې ډېرې مهمې پېښې شوي دي، خو د تفصيلي ليکلو وخت نه شته. نو پر دغو ټکو اکتفا کوم:

۱. دا لومړی وار دی چې فلسطيني جنګي ډلو وکولای شول چې په اسراییلو کې مختلفې سيمې په راکټونو نښه کړي. دا لومړی ځل دی چې فلسطيني راکټونه څه باندې يو سل و شل کيلومتره لرې ځايونه نښه کوي. د دغو راکټونو له وجې تقريباً ټول اسراییل کې د خطر اوازونه اورېدل کېږي او وېره خپره شوې ده. بنګوريون هوايي ډګر چې تر ټولو ستر دی، تړل شوی او هر بل فعاليت همداسې.

۲. تر اوسه پورې د فلسطيني ډلو راکټونه داسې وو، لکه مرمۍ، يوازې هغه مشخص ځای يې متضرر کاوه چې پرې به ولګېده. مثلاً، که پر يوه کوټه راغورځېده نو لکه مرمۍ به يې بام ورسره سوری کړ، نور ورانی يې نه کاوه. دا لومړی ځل دی چې فلسطيني راکټونه له لګېدو سره منفجر کېږي او ډېر ورانی کوي.

۳. دا لومړی وار دی چې يهودان د اقصی جومات او بيت المقدس ښار مختلفو سيمو ته ننوځي او تر پښو لاندې کوي يې، او دا هم لومړی ځل دی چې ټول فلسطينيان د قدس په دفاع کې مختلف فعاليتونه کوي. څوک راکټونه فير کوي، څوک د اسراييلي ځواکونو مخې ته سينه سپر کوي او څوک مختلفو ځايونو کې د همدردۍ غږ پورته کوي.

۴. دا لومړی ځل دی چې د په ټول اسراییل کې پاڅونونه پيل شوي دي او آن هغو سيمو کې چې اسراييلو په ۱۹۴۸م کال کې اشغال کړې وې، حالات د اسراییلو له کنټرول څخه وځي.  مثلاً «لد» ښار کې لومړی وار دی چې تېرو پنځوسو کلونو کې ايمرجنسي حالت اعلان شوی دی او اسراييلي امنيتي مسوولين وايي چې حالت د دوی له کنټرول څخه وتلی دی او بايد پوځ يې مرسته وکړي.

البته د يادونې وړ ده چې لد هغه ښار دی چې احاديثو کې يې ذکر راغلی دی او په هکله يې ويل شوي دي چې دلته به دجال وژل کېږي.

هو، دا لومړی ځل نه دی چې سيکولر مخلوق نارې وهي چې فلسطين سره يې زما څه؟ البته دا نو لومړی ځل دی چې ځينې درباري شیخان هم ورسره يو ځای شوي دي او د دوی ډله يې لويه کړې. خو دا شیخان دومره له عقله خلاص، بې منطقه، احمق او پلورل شوي دي چې دا نه شي درک کولای چې يوه زړه کې سل غمونه هم يو ځای کېدای شي، د افغانستان، فلسطين او سل نور غمونه. دا دی زه اوس روغتون کې يم، مور مې ناروغه ده، خو زما د دوست د مور د مرض احوال هم اخلم. د حاتم صاحب ادې بي بي شديده ناروغه ده، خو له دې سره زما د مور پوښتنه هره شېبه کوي، او آن روغتون ته يې پوښتنې ته راغلی و. ضروري نه ده چې خپل غم دې له ما څخه بل غم هېر کړي.

او بله پوښتنه دا هم ده چې په خپل غم او خپله قضيه کې بيا‌د دغو شیخانو او ميخانو موقف څنګه دی؟ د چا پخوا رغړي او چا ته کار کوي؟

لنډه دا چې دا ټول حالات چې ګورو، ښکاري چې شخړه بلې خوا ته روانه ده. مصري ليکوال، مرحوم دوکتور عبد الوهاب مسيري، چې د اسراييلي چارو متخصص و، له نن څلوېښت کاله مخکې ويل چې اسراييل له داخل څخه ډېر کمزوری دی او له منځه وړل يې ممکن دي، خو چا نه شوه منلای. اوس چې حالت کتل کېږي، داسې ښکاري چې د هغه وړاندوينه سمه وه. اسراییلي ټولنه ډېره کمزورې ده او له منځه تلای شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟