No-IMG

حکمتيار: د بهرنيو ځواكونو د وتلو معلومېږي چي افغانستان يوه بل خونړۍ جنگ ته حواله كړي

د محترم حکمتيار صاحب د كمكي اختر د خطبې متن( 1400هـ ش)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِ‍ۧمُ رَبِّ ٱجۡعَلۡ هَٰذَا بَلَدًا ءَامِنٗا وَٱرۡزُقۡ أَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنۡ ءَامَنَ مِنۡهُم بِٱللّٰهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ ۚ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلٗا ثُمَّ أَضۡطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِ ۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ البقره: ١٢٦ صدق الله العظيم

او كله چي ابراهيم وويل: اې زما ربه! دا يو خوندي ښار وگرځوه او هغو اوسېدونكو ته ئې له مېوو روزي وركړه چي پر الله او آخرت ئې ايمان راوړى، او الله وفرمايل: او څوك چي كافر شو نو لږ به ئې (د دنيا له متاع) برخمن كړم، بيا به ئې د اور په لوري (تلو ته) اړ كړم او څومره بده ده دا ورگرځېدنه.

قرآن په دې مبارك آيت كي موږ ته لاښوونه كوي چي كله إبراهيم عليه السلام؛ كعبه جوړه كړه؛ د مكې اوسېدونكو او إسلامي امت ته ئې؛ له خپل رب؛ د دوو الهي نعمتونو غوښتنه وكړه: امن او پراخ رزق؛ الله تعالى ئې دعاء قبوله كړه خو له يوې استثناء سره او هغه دا چي كافر ته هم رزق وركوي؛ د دنيا قليله متاع پر دوى هم پېرزو كوي؛ خو امنيت به يوازي د مؤمنانو په برخه كوي.

د قرآن له نظره؛ امن او پراخ رزق؛ دوه ستر الهي نعمتونه دي؛ دواړه يو په بل پسې او هممهاله راځي؛ همداراز ناامني او فقر دوه ستر نقمتونه او عذابونه دي؛ يو له بل سره تړلي؛ چېري چي ناامني خوره شي او د جگړو اورونه بل شي؛ هلته به هرو مرو فقر هم خپل تور سيورى پر ټولني خوروي؛ او هلته چي امن وي نو د آسمان او زمكي د پراخ رزق دروازې به د خلكو پر مخ پرانستل كېږي. ايمان په امن او د رزق او روزي په وفرت او پراخي منتج كېږي او بې ايماني؛ ناامني او فقر رامنځته كوي.  

وروڼو خويندو!

گرانو هېوادوالو!

د كمكي اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي اللّٰه تعالى د افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت روژې، عبادات، د اسلام او آزادۍ په لار كي د دوى هڅي او جهادونه؛ قبول او نېكي هيلي ئې ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو، فقر او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وژغوري، زموږ مؤمن ملت ته آزادي، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو آرمانونه ترسره كړي.

د نړۍ ټولو مظلومو مسلمانانو ته چي جگړو، ناامنيو او د استعمار او استبداد سلطې كړولي او ځورولي دي؛ بريا او سرلوړي غواړو او د إسلامي امت د تېر مجد او عظمت د اعادې دعاء كوو؛ په ځانگړې توگه د فلسطين مجاهد ولس ته چي د وحشي صهيونستانو له مسلسلو وحشتونو او تېريو سره مخامخ او په تش لاس د خپلو مقدساتو، ارزښتونو او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې دفاع كوي؛ د دوى لپاره د مزيد صبر او عاجلي بريا دعاء كوم؛ د دوى همت او استقامت ته سلام كوم؛ د تنكيو ځوانانو همت او شهامت ته چي د ټانكونو مخي ته ودرېږي او په تيږو ئې ولي، د فلسطيني مؤمنو او غيرتي مېرمنو ثبات، استقامت او لوړ عزم ته. يقيناً چي إسلامي امت او سياسي مشرتابه ئې د دوى په وړاندي خجل او شرمنده دي؛ دا ځكه چي يوازي ئې پرېښي او حتى ځيني د دوى خلاف د صهيونستانو ملاتړ كوي او په لومړي خط كي د دوى او هر إسلامي نهضت په خلاف جنگېږي!!

إن شاء اللّٰه روان دردناك حالت، ناامني او جگړي به هم په افغانستان كي او هم د فلسطين په شمول په ټولو جنگ ځپلو إسلامي هېوادو كي حتماً پاى ته رسي، سرلوړي افغانان او نور مظلوم مسلمانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي نظام او صالح مشران به غوره كوي.

له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:

هېواد مو له ډېر حساس پړاو تېرېږي؛ له يوې خوا بهرني ځواكونه چي دا اوږده خونړۍ جگړه ئې پر افغانانو تپلې؛ دې نتيجې ته رسېدلي چي بايد له افغانستان ووځي، دلته ئې مزيد پاته كېدا په زيان ده، د وتلو پرېكړه ئې كړې؛ خو په داسي حال كي وځي چي جگړه تر شا پرېږدي؛ له بلي خوا ځيني نور د يوه بل جنگ لپاره تيارى نيسي.

په جنگ كي ښكېل داخلي لوري هم؛ لا نه دي توانېدلي چي د راتلونكي په اړه او سولي ته د رسېدو په ارتباط خپله اراده څرگنده او واضح او عملي طرح وړاندي كړي؛ لا اوس هم؛ يو له بل د تسليمېدو مطالبه كوي!! او دا له شك پرته جنگ ته بلنه او مقابل لورى دې ته اړ كول دي چي يا ورته تسليم شي او يا د جنگ لار غوره كړي. افغانان داسي دي چي كه هر څومره كمزورى او سيال ئې زورور وي؛ د تسليمېدو پېغور نه مني؛ وطن پرېښودو ته او غرونو ته ختو ته چمتو كېږي خو خپل سيال ته له تسليمېدو ډډه كوي.

د بهرنيو ځواكونو د وتلو له څرنگوالي معلومېږي چي غواړي افغانستان يوه بل خونړۍ جنگ ته حواله كړي؛ پرته له دې چي د افغانانو تر منځ پر انتقالي حكومت توافق رامنځته شي؛ او په داسي حال كي د دوى وتل چي جگړه، ترورونه او انفجارات تشديد شوي؛ ناامني انتهاء ته رسېدلې، په گڼ شمېر ولاياتو كي خونړۍ جگړي رواني دي؛ بهرنۍ استخباراتي شبكې په شدت سره لگيا دي اجير جنگيالي استخداموي او د نوي جنگ لپاره تيارى نيسي!! آيا د خروج داسي يو اړخيز او غيرمسئولانه تصميم ته بل تعبير او تفسير موندلى شو؟ آيا ناټو له دې عاجزه وه چي تر وتلو وړاندي پر يوه انتقالي حكومت  توافق ته لار آواره كړي؟ د وسله والو مخالفينو معقولو او مشروع غوښتنو او شرائطو منلو ته ئې ټول لوري تيار كړي وى؟ ولي په داسي حال كي وځي چي د خپلو اډو تأسيسات او نظامي تجهيزات هم ويجاړوي؟ ولي د هغو استخباراتي شبكو مخه نه نيسي چي په ټول قوت او پراخ لاس؛ د بل جنگ لپاره په څرگندو او پراخو هڅو بوختي دي؟

سولي ته د رسېدو او د بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزمن داخلي لوري په صادقانه توگه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو أساسي خبرو توافق وكړي:

•             پر يوه داسي انتقالي حكومت توافق چي غيرائتلافي او ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

•             د دې حكومت د كار موده لنډه او أساسي دنده ئې د انتخاباتو ترسره كول وي.

•             د داسي انتخاباتو په ترسره كېدو توافق چي د نوي سيستم مطابق؛ د نوي كميسيون له لوري او په همدې انتقالي مودې كي ترسره شي او په نتيجه كي ئې منتخب جمهور رئيس، د پارلمان غړي، او د محلي شورى گانو غړي غوره شي.

•             د انتقالي حكومت تر څنگ (د دولت عالي شورى) په نامه؛ د تصميم داسي عالي مرجع رامنځته شي چي د اغېزمنو لوريو مشران ئې غړي وي او د انتقالي حكومت پر كړنو نظارت ولري.

•             د ټولو هغو زندانيانو پر خوشي كېدو توافق چي د سياسي او نظامي فعاليتونو له كبله زنداني شوي.

•             پر دغو مادو له توافق سره سم؛ ټول لوري عام اوربند اعلان كړي؛ او د عملي كېدو په صورت كي ئې مشروط او موقت اوربند په دائمي اوربند بدل شي.

باور مو دا دئ چي د جمهوريت لورى به له دغو مادو او شرائطو سره توافق وكړي؛ په فارن افيرز نشريې كي د جمهور رئيس ليكنه همدا انتباه هرچا ته وركوي چي حكومت به دا ليكنه د خپل دريځ محور وگرځوي

له طالبانو مو انتظار دا دئ چي وضعيت ته په پام سره او دې ته په كتو چي بهرني ځواكونه وځي، د وتلو موده ئې رالنډه كړې او د وتلو لپاره په اقداماتو او تياري لگيا دي؛ د كابل حكومت هم دې ته چمتو شوى چي د ټولو په خوښه يو انتقالي حكومت رامنځته شي؛  په كار ده طالبان هم نوې تگلاره غوره كړي، پر جگړې تركيز او ټينگار پرېږدي، د مذاكراتو له لاري د بحران لټولو لار خپله كړي.

په دې توگه به وتوانېږو چي نه يوازي روان بحران په سوله ايزه توگه پاى ته ورسوو؛ بلكي د شته نظام د اداراتو، تأسيساتو او د نظامي او امنيتي جوړښتونو د شړېدو مخنيوى وكړو او پرېنږدو مخكنۍ خونړۍ تجربې تكرار شي.

متأسفانه د همدې روژې مياشتي په وروستۍ لسيزي كي؛ د گڼ شمېر داسي خونړيو پېښو شاهد وو چي تر دې وړاندي ئې لږ بېلگي ليدل شوې. په لوگر كي د ملكيانو په غونډي كي لويه چاودنه چي له كبله ئې نږدې يو سل دېرشو كسانو ته مرگ ژوبله واوښته، په كابل كي د مدرسې خوا ته وحشيانه چاودنه چي تر دې زياتو ماشومانو او عام ولس ته ئې مرگ ژوبله واړوله. او په لسگونو نوري خونړۍ پېښي چي په سلگونو افغانان ئې په خپلو وينو كي ورغړول.

په ټول يقين سره ويلى شو چي د دې پېښو عاملين هغه كړۍ دي چي د رواني جگړي دوام غواړي؛ هغه چي زموږ هېواد ته له مسلمانو افغانانو او د دوى له ديني او ملي ارزښتونو سره د جنگ په موخه راغلي؛ هغه چي له افغانستان ئې د خپلو سياسي او اقتصادي رقابتونو ډگر جوړ كړى، دا جنگ ئې پيل كړى او پر دوام ئې پانگوني كوي، مظلوم افغانان د دغو ناولو رقابتونو قربانيان دي، د جنگ په اور كي سوزي، استقلال، خپلواكي، ملي حاكميت، ارضي تماميت، ديني او ملي ارزښتونه ئې گواښل شوي، هغه چي نه مستقل، خپلواك او سرلوړى افغانستان خوښوي، نه پر يوه ډاډمن محور د ټول ملت راغونډېدا؛ هم د سولي په وړاندي خنډ دي او هم د هر هغه سياسي او فكري خوځښت مخه نيسي چي هدف ئې خپلواك، متحد او ځواكمن افغانستان جوړول وي

په داسي حال كي چي هم طالبان دا عمليات محكوموي او خپل برائت ترې اعلانوي او هم داعش! هيڅ څرگنده جنگي ډله ئې مسئوليت نه مني!! يقيناً دا عمليات د سولي له روان بهير سره ژور تړاو لري او تر شا ئې د هغو خطرناكو جاسوسي شبكو لاس دئ چي په سولي كي خپل تاوان او زيان گوري. داسي وحشيانه عمليات؛ أفغاني ډلو ته له هيڅ پلوه؛ نه له نظامي پلوه او نه له سياسي او تبليغاتي پلوه؛ كومه گټه رسوي؛ دوى ته ئې منسوبول هسي يوه مغالطه او د اصلي عاملينو د پل وركولو هڅه ده.

كه د څو حقائقو په رڼا كي ئې وڅېړو نو د عاملينو آدرس موندلى شو:

•             په تېرو دري څلوېښت كلونو كي؛ هر ځل چي د سولي او روغي جوړي هڅي حساس پړاو ته رسېدلې؛ دې ته ورته پېښي زياتي شوې. كه دا د افغانانو د سياسي او جهادي ډلو تر منځ د روغي جوړي هڅي وې؛ كه د پاكستان او افغانستان ترمنځ د تقارب هڅي او كه د سعودي او ايران تر منځ د تفاهم هڅي وې.

•             كله چي د رقيبو إسلامي هېوادو تر منځ د اختلافاتو راكمولو په ارتباط مثبت او رغنده گامونه اوچت شوي؛ هممهاله د شيعه او سني جنگولو او په جوماتونو او تكاياوو كي چاودني رامنځته شوې.

وروڼو خوېندو!

موږ ټولو هغو افغانانو ته چي د جگړې خاتمه او ډاډمني سولي ته رسېدا غواړي، د خپل مظلوم ملت په پرېشانه حالت ئې زړه سوزي، د روان دردناك وضعيت فوري پاى ته رسولو او په دې لار كي د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو د اداء كولو كلك هوډ او همت لري؛ بلنه وركوو چي راشئ د استانبول له ناستي د يوه فرصت په توگه استفاده وكړو او بحران ته أفغاني حل ولټوو.

پر سياستوالو غږ كوو چي راشئ نوې تگلاره او رغنده اسلوب غوره كړو، توافق وكړو چي بحران او ټول كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته رسوو، د حكومت جوړولو او بدلولو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال داسي طريقه غوره كوو چي نه په هغه كي يو څاڅكى وينه توى شي، نه توپونه، ټانكونه او جهازونه وكارول شي، نه د كودتاگانو شاهد وو، نه د وسله والو رقابتونو او نه د بهرنيو ځواكونو په مټ اقتدار ته د رسېدو كركجنو هڅو. د جگړو او وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټولوو، پر ځاى ئې د سالم او رغنده سياسي او فكري رقابت لار غوره كوو.

رسنيو ته سپارښتنه كوو چي د ملت دردونه منعكس كړي؛ د هغوى د هيلو ترجماني وكړي، د ملت ديني او ملي ارزښتونو ته درناوى ولري، د فساد او ابتذال له خورولو ډډه وكړي؛ كله چي گوري ملت په وينو كي رغړي؛ نو دوى ئې پر زخمونو مالگي ونه دوړوي؛ مبتذل سريالونه، د نيمه بربنډو مېرمنو، پېغلو او زلميو گډي نڅاوي؛ فحش او فساد هڅونكې سندري، او له ټولو هغو اقداماتو او اظهاراتو په كلكه ډډه وكړي چي د أفغان ولس؛ ديني او ملي ارزښتونو ته سپكاوى گڼل كېږي.

آيا عجيبه نه ده او له باضميره انسان ئې توقع كېدى شي چي د ملت د ماتم په ورځو او د روژې مياشت؛ او نورو مناسبتونو كي؛ په أفغاني رسنيو كي د مبتذلو سريالونو، گنده نڅاوو او سندرو شاهد وو؟!! 

برادران و خواهران عزيز!

حزب اسلامي افغانستان همواره در كنار مردم خود بوده و در راه نجات كشور از جنگ و رسيدن به صلح از هيچ اقدام و قربانى دريغ نه ورزيده؛ دوستى اش براى خدا بوده و دشمنى اش براى خدا؛ در برابر هر اشغالگر محكم ايستاده و از استقلال و آزادى كشور خود دفاع نموده؛ به هر گروه افغانى كه خواهان نجات كشور بوده؛ دست برادرى و وحدت دراز كرده است.

زمانى كه رئيس جمهور ايالات متحده امريكا اوباما اعلان كرد كه نيروهايش را تا 2016 به گونه كامل از افغانستان خارج مى كند و هيچ سرباز امريكايى بعد از اين تاريخ در افغانستان نخواهد بود؛ و خروج نيروها عملاً آغاز و 95% آنها كشور ما را ترك كردند؛ ما راه صلح با حكومت كابل را در پيش گرفتيم؛ ستراتيژي جنگى ما چنان بود كه مجاهدين ما تمامى توجه شان را به نيروهاى خارجى مبذول داشته و با نيروهاى امنيتى أفغان از تصادم خوددارى كنند؛ مگر در صورتى كه مورد حمله قرار گرفتند و مجبور به دفاع از خود شدند. از نظر ما با خروج نيروهاى ناتو يكى از عوامل اساسى جنگ و مجوز آن منتفى شده بود؛ پس از معاهده صلح با حكومت؛ با آن كه بند بند ماده زيرپا شد؛ تا هنوز در حدود هزار و هشتصد زندانى كه بايد متصل امضاء معاهده رها مى شدند؛ در زندانها مانده اند؛ علاوه بر اين در اين چهارو نيم؛ هزار و دوصد عضو ديگر حزب اسلامى زندانى شده اند؛ ما ناچار دست به تظاهرات زديم؛ با شكوه ترين و بزرگترين تظاهرات تاريخ كشور خود را داشتيم؛ در برخى از ولايات؛ تظاهرات مسلحانه نيز بر پا كرديم؛ براى آن كه به همه نشان دهيم؛ سلاح داريم، مجاهدين مسلح داريم، مناطق تحت تسلط خود را داريم، امنيت اين مناطق را تأمين كرده ايم، توان جنگ و تجربه كافى آن را نيز داريم، ولى به معاهده حزب اسلامى با دولت ملتزم مانديم، هيچ فرد حزب دست به سلاح نبرد و مبارزه مسلحانه اش را از سر نگرفت؛ زمانى كه در اين أواخر؛ رئيس جمهور؛ طى نوشتارش در نشريه فارن افيرز أمريكا؛ با تشكيل حكومت انتقالى؛ براى مدت كوتاه، برگزارى انتخابات در اين مدت، حمايت از تصميم خروج نيروهاى خارجى از أفغانستان؛ تأكيد و توافقش را اعلان كرد؛ ما به اين نتيجه رسيديم كه به اين ترتيب عامل دوم جنگ و مجوز ثانوى اش نيز منتفى مى شود؛ از موضع رئيس جمهور حمايت كرديم؛ نشست دو روز قبل با رئيس جمهور؛ بنابر همين انكشاف جديد صورت گرفت؛ نشست مفيد بود؛ معتقديم اگر توافقات اين نشست؛ به گونه صادقانه عملى گردد؛ ما را در جهت رسيدن به اجماع سياسى و تأمين صلح كمك مى كند.

پس از اين كه؛ حكومت كابل؛ در رابطه به صلح؛ موضع مثبت و سازنده جديد؛ اتخاذ كرد و با تشكيل حكومت جديد انتقالى ابراز توافق نمود و از تصميم ايالات متحده أمريكا؛ مبنى بر خروج نيروهاى ناتو حمايت كرد؛ حزب اسلامي از اين موضعگيرى حمايت نمود و نشستى با رئيس جمهور كشور داشت. هدف از اين نشست رسيدن به صلح و برداشتن تمامى موانع در برابر صلح و توحيد مواضع تمامى جهتهاى تأثير گذار است؛ نه چيزى ديگر؛ متأسفانه برخى از حلقات فاشيستى و جنگ طلب؛ كه منافع شان را در تفرق و اختلاف و ادامه جنگ جستجو مى كنند؛ اين نشست را زير سوال برد و تبليغات خصمانه اى در برابر آن داشت.  

به ملت خود اطمئنان مى دهيم كه به تلاشهاى خود در جهت رسيدن به صلح پايدار و مطمئن ادامه خواهيم داد؛ إن شاء اللّٰه جنگ به پايان خواهد رسيد و در افغانستان آزاد و مستقل؛ حكومت اسلامى منبعث از اراده ملت مؤمن ما؛ تشكيل خواهد شد. و ما ذلك على اللّٰه بعزيز

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

عيد همه برادران و خواهران مبارك

د ټولو وروڼو خوېندو اختر دي مبارك وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟