No-IMG

حکمتيار: د فلسطين مسلمانانو لپاره د عاجلي بريا دعاء كوم

د نړۍ ټولو مظلومو مسلمانانو ته چي جگړو، ناامنيو او د استعمار او استبداد سلطې كړولي او ځورولي دي؛ بريا او سرلوړي غواړو او د إسلامي امت د تېر مجد او عظمت د اعادې دعاء كوو؛ په ځانگړې توگه د فلسطين مجاهد ولس ته چي د وحشي صهيونستانو له مسلسلو وحشتونو او تېريو سره مخامخ او په تش لاس د خپلو مقدساتو، ارزښتونو او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې دفاع كوي؛ د دوى لپاره د مزيد صبر او عاجلي بريا دعاء كوم؛ د دوى همت او استقامت ته سلام كوم؛ د تنكيو ځوانانو همت او شهامت ته چي د ټانكونو مخي ته ودرېږي او په تيږو ئې ولي، د فلسطيني مؤمنو او غيرتي مېرمنو ثبات، استقامت او لوړ عزم ته. يقيناً چي إسلامي امت او سياسي مشرتابه ئې د دوى په وړاندي خجل او شرمنده دي؛ دا ځكه چي يوازي ئې پرېښي او حتى ځيني د دوى خلاف د صهيونستانو ملاتړ كوي او په لومړي خط كي د دوى او هر إسلامي نهضت په خلاف جنگېږي!!

إن شاء اللّٰه روان دردناك حالت، ناامني او جگړي به هم په افغانستان كي او هم د فلسطين په شمول په ټولو جنگ ځپلو إسلامي هېوادو كي حتماً پاى ته رسي، سرلوړي افغانان او نور مظلوم مسلمانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي نظام او صالح مشران به غوره كوي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟