No-IMG

حکمتيار: بهرنۍ استخبارات لگيا دي اجير جنگيالي استخداموي او د نوي جنگ لپاره تيارى نيسي!!

له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:

هېواد مو له ډېر حساس پړاو تېرېږي؛ له يوې خوا بهرني ځواكونه چي دا اوږده خونړۍ جگړه ئې پر افغانانو تپلې؛ دې نتيجې ته رسېدلي چي بايد له افغانستان ووځي، دلته ئې مزيد پاته كېدا په زيان ده، د وتلو پرېكړه ئې كړې؛ خو په داسي حال كي وځي چي جگړه تر شا پرېږدي؛ له بلي خوا ځيني نور د يوه بل جنگ لپاره تيارى نيسي.

په جنگ كي ښكېل داخلي لوري هم؛ لا نه دي توانېدلي چي د راتلونكي په اړه او سولي ته د رسېدو په ارتباط خپله اراده څرگنده او واضح او عملي طرح وړاندي كړي؛ لا اوس هم؛ يو له بل د تسليمېدو مطالبه كوي!! او دا له شك پرته جنگ ته بلنه او مقابل لورى دې ته اړ كول دي چي يا ورته تسليم شي او يا د جنگ لار غوره كړي. افغانان داسي دي چي كه هر څومره كمزورى او سيال ئې زورور وي؛ د تسليمېدو پېغور نه مني؛ وطن پرېښودو ته او غرونو ته ختو ته چمتو كېږي خو خپل سيال ته له تسليمېدو ډډه كوي.

د بهرنيو ځواكونو د وتلو له څرنگوالي معلومېږي چي غواړي افغانستان يوه بل خونړۍ جنگ ته حواله كړي؛ پرته له دې چي د افغانانو تر منځ پر انتقالي حكومت توافق رامنځته شي؛ او په داسي حال كي د دوى وتل چي جگړه، ترورونه او انفجارات تشديد شوي؛ ناامني انتهاء ته رسېدلې، په گڼ شمېر ولاياتو كي خونړۍ جگړي رواني دي؛ بهرنۍ استخباراتي شبكې په شدت سره لگيا دي اجير جنگيالي استخداموي او د نوي جنگ لپاره تيارى نيسي!! آيا د خروج داسي يو اړخيز او غيرمسئولانه تصميم ته بل تعبير او تفسير موندلى شو؟ آيا ناټو له دې عاجزه وه چي تر وتلو وړاندي پر يوه انتقالي حكومت  توافق ته لار آواره كړي؟ د وسله والو مخالفينو معقولو او مشروع غوښتنو او شرائطو منلو ته ئې ټول لوري تيار كړي وى؟ ولي په داسي حال كي وځي چي د خپلو اډو تأسيسات او نظامي تجهيزات هم ويجاړوي؟ ولي د هغو استخباراتي شبكو مخه نه نيسي چي په ټول قوت او پراخ لاس؛ د بل جنگ لپاره په څرگندو او پراخو هڅو بوختي دي؟

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟