No-IMG

حکمتيار: سولي ته اغېزمن داخلي لوري په صادقانه توگه له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني

سولي ته د رسېدو او د بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزمن داخلي لوري په صادقانه توگه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو أساسي خبرو توافق وكړي:

•             پر يوه داسي انتقالي حكومت توافق چي غيرائتلافي او ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

•             د دې حكومت د كار موده لنډه او أساسي دنده ئې د انتخاباتو ترسره كول وي.

•             د داسي انتخاباتو په ترسره كېدو توافق چي د نوي سيستم مطابق؛ د نوي كميسيون له لوري او په همدې انتقالي مودې كي ترسره شي او په نتيجه كي ئې منتخب جمهور رئيس، د پارلمان غړي، او د محلي شورى گانو غړي غوره شي.

•             د انتقالي حكومت تر څنگ (د دولت عالي شورى) په نامه؛ د تصميم داسي عالي مرجع رامنځته شي چي د اغېزمنو لوريو مشران ئې غړي وي او د انتقالي حكومت پر كړنو نظارت ولري.

•             د ټولو هغو زندانيانو پر خوشي كېدو توافق چي د سياسي او نظامي فعاليتونو له كبله زنداني شوي.

•             پر دغو مادو له توافق سره سم؛ ټول لوري عام اوربند اعلان كړي؛ او د عملي كېدو په صورت كي ئې مشروط او موقت اوربند په دائمي اوربند بدل شي.

باور مو دا دئ چي د جمهوريت لورى به له دغو مادو او شرائطو سره توافق وكړي؛ په فارن افيرز نشريې كي د جمهور رئيس ليكنه همدا انتباه هرچا ته وركوي چي حكومت به دا ليكنه د خپل دريځ محور وگرځوي

له طالبانو مو انتظار دا دئ چي وضعيت ته په پام سره او دې ته په كتو چي بهرني ځواكونه وځي، د وتلو موده ئې رالنډه كړې او د وتلو لپاره په اقداماتو او تياري لگيا دي؛ د كابل حكومت هم دې ته چمتو شوى چي د ټولو په خوښه يو انتقالي حكومت رامنځته شي؛  په كار ده طالبان هم نوې تگلاره غوره كړي، پر جگړې تركيز او ټينگار پرېږدي، د مذاكراتو له لاري د بحران لټولو لار خپله كړي.

په دې توگه به وتوانېږو چي نه يوازي روان بحران په سوله ايزه توگه پاى ته ورسوو؛ بلكي د شته نظام د اداراتو، تأسيساتو او د نظامي او امنيتي جوړښتونو د شړېدو مخنيوى وكړو او پرېنږدو مخكنۍ خونړۍ تجربې تكرار شي.

متأسفانه د همدې روژې مياشتي په وروستۍ لسيزي كي؛ د گڼ شمېر داسي خونړيو پېښو شاهد وو چي تر دې وړاندي ئې لږ بېلگي ليدل شوې. په لوگر كي د ملكيانو په غونډي كي لويه چاودنه چي له كبله ئې نږدې يو سل دېرشو كسانو ته مرگ ژوبله واوښته، په كابل كي د مدرسې خوا ته وحشيانه چاودنه چي تر دې زياتو ماشومانو او عام ولس ته ئې مرگ ژوبله واړوله. او په لسگونو نوري خونړۍ پېښي چي په سلگونو افغانان ئې په خپلو وينو كي ورغړول.

په ټول يقين سره ويلى شو چي د دې پېښو عاملين هغه كړۍ دي چي د رواني جگړي دوام غواړي؛ هغه چي زموږ هېواد ته له مسلمانو افغانانو او د دوى له ديني او ملي ارزښتونو سره د جنگ په موخه راغلي؛ هغه چي له افغانستان ئې د خپلو سياسي او اقتصادي رقابتونو ډگر جوړ كړى، دا جنگ ئې پيل كړى او پر دوام ئې پانگوني كوي، مظلوم افغانان د دغو ناولو رقابتونو قربانيان دي، د جنگ په اور كي سوزي، استقلال، خپلواكي، ملي حاكميت، ارضي تماميت، ديني او ملي ارزښتونه ئې گواښل شوي، هغه چي نه مستقل، خپلواك او سرلوړى افغانستان خوښوي، نه پر يوه ډاډمن محور د ټول ملت راغونډېدا؛ هم د سولي په وړاندي خنډ دي او هم د هر هغه سياسي او فكري خوځښت مخه نيسي چي هدف ئې خپلواك، متحد او ځواكمن افغانستان جوړول وي

په داسي حال كي چي هم طالبان دا عمليات محكوموي او خپل برائت ترې اعلانوي او هم داعش! هيڅ څرگنده جنگي ډله ئې مسئوليت نه مني!! يقيناً دا عمليات د سولي له روان بهير سره ژور تړاو لري او تر شا ئې د هغو خطرناكو جاسوسي شبكو لاس دئ چي په سولي كي خپل تاوان او زيان گوري. داسي وحشيانه عمليات؛ أفغاني ډلو ته له هيڅ پلوه؛ نه له نظامي پلوه او نه له سياسي او تبليغاتي پلوه؛ كومه گټه رسوي؛ دوى ته ئې منسوبول هسي يوه مغالطه او د اصلي عاملينو د پل وركولو هڅه ده.

كه د څو حقائقو په رڼا كي ئې وڅېړو نو د عاملينو آدرس موندلى شو:

•             په تېرو دري څلوېښت كلونو كي؛ هر ځل چي د سولي او روغي جوړي هڅي حساس پړاو ته رسېدلې؛ دې ته ورته پېښي زياتي شوې. كه دا د افغانانو د سياسي او جهادي ډلو تر منځ د روغي جوړي هڅي وې؛ كه د پاكستان او افغانستان ترمنځ د تقارب هڅي او كه د سعودي او ايران تر منځ د تفاهم هڅي وې.

•             كله چي د رقيبو إسلامي هېوادو تر منځ د اختلافاتو راكمولو په ارتباط مثبت او رغنده گامونه اوچت شوي؛ هممهاله د شيعه او سني جنگولو او په جوماتونو او تكاياوو كي چاودني رامنځته شوې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Padshah Khan hazbar

لطف نموده در مورد مصاحبه اخیر مشر معزز با تلویزیون طلوع در رابطه به خروج قوای اشغالگر وتغیر موضع جناب مشر کمی معلومات بدهید ویا برای ما سوء تعبیر شده اگر کمی روشنی بیندازید محبت تان خواهد بود

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟