No-IMG

مونږ بايد دیني او سیاسي مسالو کې له افراطي افکارو تېر شو او د زغم او اعتدال لار خپله کړو

زردشت شمس

 

ترڅو چې مونږ په دیني او سیاسي مسالو کې له افراطي افکارو او دریځونو تېر نه شو او د زغم او اعتدال لار خپله نکړو تر هغې به نه کورنېو ستونزو ته د پاې ټکی کیږدو او نه به هم په نړیوالو کشالو کې اغیزمن سیاست او رول ولرو.

له څو ورځو راهیسې د اسرایلو ظالم او جابر رژیم د فلسطین د مظلوم ولس پروړاندې د ټولو انساني ارزښتونو او معیارونو برخلاف اقدامات پیل کړي او په لسګونو بیګناه فلسطینیان یې آن د مسلمانانو لمړۍ قبلې مسجد اقصی دننه شهیدان او ټپیان کړل. د اسرایلو یادو کړنو نه یوازې د نړۍ مسلمانان غمجن کړي بلکه ګڼ شمیر غیر مسلمو هیوادونو او سازمانونو یې هم دغه ناروا عمل غندلی.

په افغانستان کې بیا له ځینو لخوا هاغه خلک چې د فلسطینیانو سره یې خواخوږي ښودلې بیګانه پرست بلل شوي.

مونږ خو یا په مذهبي افراط کې دومره مخکې ځو لکه ملا عمر چې ویل یې “افغانستان له اسامه قربان

بلخوا د افراط تروروستي حد ځو او وایو چې زما یې له فلسطین سره څه!

دا صحیح ده چې اسلامي نړۍ له مونږ سره څرنګه چې لازمه ده نده ولاړه خو ددې ملامتۍ ستر لامل مونږ خپله یو، زمونږ کمزوری او غیر فعال سیاست او د پاکستان (چې په اسلامي هیوادونو تر مونږ بیخي ډیر نفوذ او اغیز لري) افغان ضد سیاست دی.

ولې دا هرڅه دلیل نشي کیدای چې مونږ د دیني ارزښتونو او د اسلامي نړۍ د دریځ ضد واقع شو. دغه ډول سیاست نه په کورنۍ کچه او نه هم په نړیواله کچه د ګټې وړ دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟