No-IMG

د فلسطينيانو لخوا د يوه اسراییلي وژل د زرو اسراییليانو پښې لړزوي

زاهد جلالي

 

د اختر ورځې دي، دوستان په مبارکيو بوخت دي، دې وخت کې دا ډېر پوسټونه هم ښه نه وي، خو دا چې دا موضوع لږه مهمه ده نو:

تېرو درېو ورځو کې اسراییلي ځواکونو پراخه کچه ثقيله وسله د غزې سرحد ته نږدې ځای پر ځای کړې ده. د‌سمندر لخوا له پخوا غزه محاصره وه او هوايي بمبار وخت ناوخت جريان لري. نو ممکن ده چې اسراييل پراخ عمليات پيل کړي او ممکن ډېر خلک غزه کې ووژني.

البته فلسطينيان په دې پوهېږي چې اسراييل به دا کار کوي او دوی قربانۍ ته تیار هم دي.

بلې خوا حماس هره ورځ يوه نوې وسله او نوی راکټ کاروي. تېره ورځ د عياش ۲۵۰ راکټ وکارول شو او دغه راکت ۲۵۰ کيلومتره لرې ځای نښه کولای شي. دا لومړی وار دی چې فلسطيني ډلې دومره لرې ويشتونکی توغندی کاروي. او حماس وايي چې منتظر اوسئ، موږ خپل ځواک ورو ورو ښکاره کوو.

مطلب دا چې د اسراييل هېڅ هوايي ډګر نور نه دی خوندي. دا يو ډېر ستر پرمختګ دی، ځکه د حماس اولنيو راکټونو ايله شپږ اووه کيلومتره پورې هوايي الوت کولای شوای. هغه مهال به ځينو منلډې وهلې چې يوه داسې ډله له اسراییلو سره ډغرې وهي چې په هوا کې مچ نه شي ويشتلای.

فلسطيني مقاومت تر اوسه يو نيم زر راکټونه د اسراییلو په لور فير کړي دي چې اووه اسراییليان يې له وژلي دي، په لسګونو ټپيان دي او په زرګونو له رواني ناروغۍ او ناکرارۍ سره مخ دي.

په اقتصادي برخه کې، دغو راکټونو اسراییلو ته د ۱۶۰ مليونه ډالرو تلفات اړولي. د فلسطيني راکټونو د شنډولو له پارهد اسراییلو مشهور دفاعي سېستم، Iron Dome، کارول کېږي. يو فلسطيني راکټ باندې له درېو سوو څخه تر زر ډالرو لګښت لري، خو د يوه راکټ خنثا کول له پنځوس زرو څخه تر اتيا زره ډالرو لګښت لري. دا ډېر ستر لګښت دی.

سره له دې چې اسراييلي دفاعي سیستم په ډېر لوړ لګښت فلسطيني توغندي شنډوي، خو بيا هم دغه کار کې نه دي بريالي. اسراییلي کارپوهان وايي چې يا حماس کوم نوی تکتيک کارولی، يا دغه دفاعي سیستم کې کوم کمی شته دی‌.

ځينې ښايي ووايي چې يونيم زر فلسطيني توغنديو لږ تلفات لرلي، خو دا ګومان مه کوئ چې دا لږ دي. اسراییليان فلسطينيان نه دي چې صبر وکړي او مرګ تحمل کړي. بلکې د يوه اسراییلي وژل د زرو اسراییليانو پښې لړزوي او له اسراییلو د تېښتې فکر ورسره پيدا کوي او دا اسراییلي حکومت ته نهایت حساسه او موضوع ده چې نه شي زغملای.

دا يوه خبره، او بله خبره دا چې فلسطينيانو په تش لاس کار شروع کړ، اوس چې يې دومره کار کړی، دا ډېره ستره لاسته راوړنه ده. يوې ډلې ته د داسې توغندي جوړول ډېره ډېره ډېره ستره لاسته راوړنه ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟