No-IMG

د افغانستان په سرنوشت د شورای نظار او د جمعیت ناوړه سیاستونه

د تاریخ په اوږدو کې جمعیت او شورانظار له نړیوالو سره په هره برخه کې ډیر په اسانۍ سره سیاسي تعامل او جوړجاړی کوي، البته د خپلو شخصي ګټو او سیاسي موقفونو په خاطر له اسلامي او ملي ارزښتونو نه ورته تیریږي، همدا زار په داخل کې بیا داسې مغلق او دوه مخې سیاست کوي چې ممکن ډیرۍ افغانان د دوی په پلانونو توطئو او نمایشي حرکتونو باندې له سره خبر هم نه وي، حتی په خپلو کې یو داسې د بې باورۍ فضأ رامنځ ته کوي  چې ګویا څنګه د خلکو فکر او ذهنیت مغشوش کړي، سره له دې ټولو تکتیکونو د نړۍ په کچه ښه فعاله مشاورین لري، دوی د نړیوالو له مالي سیاسي نظامي حمایت نه فوق العاده برخمن دي. په داسې حال کې چې دوی په هیواد کې اقلیت دي خو بیا هم په هر حکومت کې دوی ته ۸۰٪ فيصد قدرت او امتیاز ورکول کیږي او د ټول شمالي ولسونو حق خپل شخصي مال ګڼي؛ له بده مرغه په اوسني حکومت کې هم ۸۰٪ قدرت لري، امرالله صالح لومړې معاون دی، عبدالله په نظام کې سم نیم سهم لري وزارتونه، ریاستونه، او خپل امتیاز اخلي، عطاء نور ځان ته خپل قوت لري، او د شمال شهزاده ځان بولي، صلاح الدین رباني د جمعیت مشر او په حکومت کې يې خپل سهم مالوم دی، د فهیم زوی، یونس قانوني، د مسعود وروڼه، اسماعیل خان، دوی ټول په نظام کې شامل دي او کلیدي سیاسي رول لري، نړیوال له دوی سره ډیر په لویه کچه سیاسي معامله کوي، ممکن د دې احتمال زیات وي چې راتلونکي حکومت کې به هم له دوی سره سیاسي جوړجاړې کیږي.

د سولې یوازينۍ ستونزه همدوی دي، اوس مهال یوازې په ارګ کې مغرضې کړۍ او شمالي ټلواله د سولې ممانعت کوي. نه غواړي چې د غوڅ اکثریت افغانانو په خوښه یو خپلواکه نظام او حکومت رامینځ ته شي، له بده مرغه د دوی ټینګار فقط د جنګ دوام دی او د پردیو په شتون کې د غلامۍ واکمنۍ ته خورا زیاته ترجیح ورکوي؛

د افغانستان سیاسي وضعیت ته په کتو سره شاید ډیر ژر ساسي بدلون راشي، نو د دې لپاره دوی ټول په ګډه باندې هلې ځلې کوي چې په سیاسي بهیر کې برخه واخلي او هم په نظامي ډګر کې وکولای شي چې د خپلو  ملیشو تشکیلات منظم او منسجم کړي، څو خپل سیاسي او شخصي ګټې او لاس ته راوړنې خوندي وساتي او  په ضمن کې د راتلونکي نظام لپاره خپلې غوښتنې او موقفونه تضمین کړي.

له بلې خوا په دې شلو کالونو کې د شورای نظار او جمعیت مشرتابه نه خلک په شمال کې ښه خاطره نه لري بلکې ډیر خلک تری کرکه لري، دوی په قوم ولس کې داسې احساس او تصور کوي چې ګویا مونږ خپل باور اعتماد له لاسه ورکړی، فکر نه کوي چې قومونه او ولسونه به په دوی باندې راټول شي، لکه څنګه چې احمد شاه مسعود باندی قومونه راټول شوي وو، داسې معلومیږي چې د دې توانایي هم نه لري چې خپلو قومونو  او ولسونو ته قناعت ورکړي، او یا د باور او اعتماد فضأ رامنځته کړي، څو د دوی په شتون کې ټول قومونه متحد شي. دوی په اوسني شرایطو کې مجبور او مکلف دي چې ځانونه منظم کړي او خپل ولسونه په يو نه يو چل پر ځان راټول کړي، په دې برخه کې د دوی بهرنيو مشاورینو او د دوی ټولو په خوښه د احمدشاه مسعود زوی (احمد مسعود) د دې لپاره انتخاب کړی چې قوم ولس پرې راټول کړي، ممکن احمد مسعود د شمالي بعضې قومونه او د احمد شاه مسعود پخواني قوماندانان مشرانو ته د منلو وړ واوسي، د احمد مسعود له شعارونه خبرو او جلسونه داسې مالومیږي چې د دوی ټولو په سلا مشوره د خپل پلار تګلاره تعقیب وي.

اوس مهال په شمال کې د ملیشه سازۍ لړۍ ښه په درز کې روانه ده، حتی خپله په رسنیو کې اعلان کوي چې مونږ هر څه ته تیار یوو، حتی حکومت ننګوي اخطارونه ورکوي د دوی په ساحه کې افغانان تهدید او تحقیر کیږي، بې کفایته غلام حکومت ورته مړې سترګي غړوي. نو منظور مې دا و چې د دوی سیاسي فعالیتونه، مبارزه، پلانونه، توطئې او شخصي ګټې مشترکې دي هر څه په سلا مشوره او ډیر په سیستماتیک شکل ترسره کوي، د دوی په نظر یو څه موفق هم دي، که حقیقت ووایو شل کاله کیږي په افغانانو باندې حکومت کوي.

دا نور افغانان خو هسې خدای بښلي دي نه مشر لري، او  نه د مشر په ارزښت پوهیږي، فقط د دوی په غلامۍ کې خپل ځانونه ورته وزیران ریئسان او لوړپوړي چارواکي مالومیږي حال دا چې نه صلاحیت لري او نه ورته کوم داسې اهمیت او ارزښت ورکوي.!

هغه څه ښه یې ویلي چې وايي:

یا په خپله نر شه او یا د نر لمنه ونيسه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟