No-IMG

بيت المقدس کې الزاوية الافغانية

امان عطا

 

د اسلام لومړيو کې د مسلمانانو قبله بيت المقدس کې الاقصی جومات و. وايي پيغمبر صلي الله علیه وسلم، چې مکه مکرمه کې و، نو لمونځ به يې په ګډه د کعبې او الاقصی جومات پر لور کاوه، نو د لمانځه پر مهال به یې کعبه د ده او بيت المقدس ترمنځ وه.

دا مکي پېر بلل کېږي چې ۱۳ کاله يې دوام وکړ. کله يې چې بيا مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو هلته يې بيا د الاقصی جومات پر لور لمونځ کاوه. دې حالت، ۱۶ يا ۱۷ مياشتې دوام وکړ.

بيا د هجرت پر دوهم کال قبله مکې مکرمې کې د الحرام جومات پر لور واوښته، په اړه يې د بقرې سورت ۱۴۴ ايت هم کيسه کوي.

بيت المقدس لومړی ځل د ۶۳۶ زېږيز کال د اوکتوبر پر ۱۸ مه چې د ۱۵ هجري کال د روژې ۱۳ مه وه، د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې په سوله ييز ډول فتح او تر اسلامي واکمنۍ لاندې راغی.

د الاقصی جومات يو دروازه غوانمه نومېږي. د عثمانيانو واکمنۍ پر مهال په کې د زوايا په نامه سيمې جوړې شوې. له غوانمه دروازې سره نژدې يوه سيمه، الزاوية الافغانيه نومېږي.

وايي ۱۰۴۳ هجري کال کې د بيت المقدس عثماني والي محمد باشا، جوړه او هغو افغان حاجيانو ته ځانګړې کړه، چې په کلني ډول به په زرګونو شمېر د حج مراسمو لپاره مکې مکرمې ته پر لار له بيت المقدس تېرېدل.

وايي افغانان به ازادنه فلسطين ته تلل، او تر ۱۹۴۸ کاله پورې ډېر يافا ښار کې مېشت شوي وو، بيا د نابلس، القدس او قلقيليې په څېر ښارونو کې تيت شول او تر اوسه هم وايي شته.

افغان زاويه که څه هم بېلابېلو وختونو کې رغول شوې، خو خپله عثماني بڼه يې ساتلې، سر کې يې لوحه ده، چې د زاويې، بنسټ ايښودونکي نومونه او د جوړېدو کال په کې ليکل شوي دي.

زاويه کې وايي يو ځوړند جومات دی، چې د ورننوتو لارې ختيځ اړخ کې دی، پر سر يې مناره ده، او تر شا يې بيا غوانمه، د الاقصی جومات دروازې يوه مناره ده.

وايي دې زاويه کې افغان کورنۍ مېشتې وې، چې اوس يې وايي دا زاويه تصوف لپاره ځانګړې کړې، دوی ترې وتلي او ورڅېرمه زاړه ښار کې مېشت شوي دي.

وايي يو له پخوانيو شيخانو چې دې زاويه کې اوسېدلي، الحاج عبد الله رحمدل شا الافغاني و.

وايي دی، ۱۸۹۰ کال د غزني قرباغ کې زېږېدلی و، په ۱۹۳۸ کال کې د افغانۍ زاويې شيخ شو، او بيا یې ۱۹۷۹ کال کې تر وفاته هم مشر و

د عثمانياو واکمنۍ پر مهال بيت المقدس کې د نورو وګړو لپاره هم زاويې وې، لکه الزاوية البخارية، الزاوية الهندية، الزاوية الافريقية، الزاوية المغربية او داسې نورې... چې بيت المقدس او الاقصی جومات ته به د زیارت لپاره ورتلوکي په کې مېشتېدل.  

انځورونه د الجزيرې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟