No-IMG

افغانان له اسلامي نړۍ سره د میړاني یو ژوندی تاريخ لري

هغه مؤمن او بااحساسه افغانان چې د خپلو افغانانو او فلسطیني وروڼو خویندو په غم، درد، مظلومیت او بې وسۍ کې ځانونه شریک ګڼي، حمایت او دفاع ترې کوي، اسلامي او افغاني وجيبه ادا کوي. له بده مرغه زمونږ بعضې ناپوه کم عقله وروڼه خپلو افغانانو ته بد رد او پیغورونه ورکوي چې ګویا تاسې ولې د فلسطينیانو ملاتړ او حمایت کوئ، خپل افغانستان مو فلسطین دي، حال دا چې دا پخپله د اسلام له نظره یو غیر اسلامي او غير انساني ناوړه او شیطاني مفکوره ده چې د خپلو مسلمانانو وروڼو او خویندو په رابطه د خلکو اذهان مغشوش کړ شي. مونږ دا منو چې افغانان تر ټولو  بد وضعیت کې ښکیل دي، وطن مو اشغال دی، په سلګونه افغانان مو وژل کیږي او له لوی بحران سره لاس او ګریوان یو، له نیکه مرغه افغانانو په خپل وطن کې هم د اسلام دښمن ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، ښه په نره ورسره جنګیدلي دي، همدا علت دی چې زمونږ بااحساسه افغانان هر وخت د نورو مسلمانانو غم هم خپل غم او درد ګڼي د مال او سر په بیه ورته ودریږي ملاتړ او حمایت يې کوي.

الله تعالی افغانانو ته د میړانې او غیرت یو خاص څانګړتیا او جرائت ورکړی، د دې لوی احسان او پیرزوینې په ارزښت باید ځانونه پوه کړو او قدر يې وکړو.

له پینڅو لسیزو راهیسې افغانان د اسلامي نړۍ مسلمانانو سره د میړانې او ورورۍ یو ژوندی تاریخ لري. په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ د کفري استعمار لاندې د غلامۍ ژوند کاوه، د جهاد او د مقاومت صف او اوازونه مطلق خاموش و؛

کله چې روسانو په افغانستان باندې تجاوز وکړو افغانستان يې اشغال کړ، په نتیجه کې د افغانستان مجاهد ولس د روسانو د اشغال په مقابل کې د جهاد او مقاومت اعلان وکړ، دا هغه وخت وو چې اسلامي نړۍ د کفري استعمار د تسلط لاندې وه، د جهاد او مقاومت جرائت او جسارت تر ډیر وخته متوقف شوی و.

لله الحمد د جهاد او مقاومت همدا راز  د لویو زبرځواکونو  د شکست سعادت بيا هم د افغانانو په نصیب شو، د افغانانو مجاهدینو له برکته د نړۍ ټولو مجاهدینو د جهاد او مقاومت صفوف په افغانستان کې منظم او تربیه شول، د اسلامي نړۍ مجاهدین  په افغانستان کې له افغانانو سره څنګ په څنګ د وروڼو په څیر د روسانو په مقابل کې وجنګیدل او اکثرو يې شهادت په برخه شو،  د هغوی له جملې څخه د فلسطین د مجاهدینو یو فعاله زوړور مشر استاد شهید (عبدالله یوسف عزام) و چې په 1989 کې د کوزي پختونخوا په پشاور ښار کې د اسلام دښمنانو لخوا د موټر بمب په واسطه له خپلو زامنو سره شهید کړو، د افغانستان څخه د جهاد او مقاومت تسلسل د هماغه وخت ټولې اسلامي نړۍ ته وغځیدو.!

نن چې له اسرایئلو سره د فلسطین مجاهدین جهاد او مقاومت کوي په دې کې د افغانانو مجاهدینو یو لوی تاریخي د میړانې او شجاعت راز پروت دی، د افغانانو د جهاد له برکته فلسطينیان اوس کولای شي چې له خپل ځان نه دفاع وکړي ممکن فلسطينیان هعه افغانانو ته د مرستې هیڅ ضرورت ونه لري کوم چې د دوی په رابطه ښه نیت نه لري بلکې توهین او د دوی په زخمنو مالګې دوړوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟