No-IMG

زه یهودي یم او په دې ویاړم!

دا د هغي لیکني عنوان دی چي په دې وروستیو کي یو يهودي ځوان خپره کړل

هغه په دې لیکنه کي لیکلي وه چي: زه یهودي یم او په دې ویاړم، نن ورځ د پریکړي واک زموږ سره دی، ای عربانو او مسلمانانو، ستاسي دبدبه او عظمت له مینځه تللی، آیا و مو نه لیدل چي موږ په څومره ځیرکتیا له تاسو سره څه کار وکړ؟ ستاسو کوڅو او سړکونو ته ولاړلو، آیا پوهیږئ چي څه کار مو وکړ؟

په ډيري اسانۍ سره مو ستاسو د انجونو حجاب (پرده) لیري کړه او د هغوی په حجابونو مو قرآن وپوښه، تاسي زموږ د فرمان لاندي یاست، چي هر ډول وغواړو او په هر وخت کي تاسو په همغه بڼه په حرکت راولو، تاسو یو بشپړه دین درلود، ولي موږ ددې لامل سولو چي ستاسي دین په ډلو، ډلو وویشو، خپل لباس (کالي) مو تاسو ته صادر کړل، خپلو بازارونو ته وګورئ، دا ټول لباسونه (کالي) ستاسي عزت ته سپکاوی دی اما جالبه داده چي تاسو ټول هغوی ته میلان لرئ، ستاسو د ځوانانو پرتګونه (پای جامې) د هغوی د ملا څخه کښته دي اما نه پوهیږئ چي دا د لوط د قوم یو صفت ؤ.

ای ناپوهانو هغه وخت نو بیا تاسو فریاد کوئ چي یهودیانو زموږ خاوره اشغال کړل، زموږ عزت ته یې په سپکه وکتل، تاسو چیري یاست؟ په خپلو کوڅو کي انجونو ته په څه ډول مسخرو ازار ورکوئ تاسو اوس د سقوط او ورکیدو په حال کي یاست، په داسي حال کي چي ستاسو درسي پرمختګ موږ ته د حیرانتیا وړ نه دی، تاسو مو د ټمبلۍ په خط مشې (پالیسۍ) مجهزه کړلئ، ستاسي تلویزونونه مو په دوکه ورکوونکو او ګمراه کوونکو پروګرامونو ډک کړل، نور پر هغو شیانو چي ارزښت لري، فکر مه کوئ، او دې ته هم اړتیا نسته چي فکر وکړئ چي تاسو په څه بوخت یاست، نو چوپ پاته شئ!

موږ ستاسي د انجونو او هلکانو په مینځ کي د دوستي پیداکولو کلتور رواج کړ، په داسي حال کي چي تاسو ډیر پاک خلک وئ اوس وروسته پاتي او بیچاره خلک یاست! موږ پوهیږو چي ستاسي ژبه (عربي) تر ټولو فصیحه ژبه ده او په دې ژبه قران وایاست، مګر تاسو ته مو وویل چي ستاسو ژبه وروسته پاتي ده او پخوانۍ ده، دستي مو له هغه څخه مخ واړوه او د لویدیځو ژبو په زده کولو مو ویاړ وکړ.

ستاسي دولتونو تاسو ته علمي چاپيریال برابر نکړ، دې کار ستاسو پوهان دې ته اړ کړل چي لویدیځو هیوادونو ته تيښته وکړي یا دا چي ستاسو په هیوادونو کي پاته شول او د ژوند په ډیره ټیټه کچه یې ژوند وکړ.

تاسو وایاست: پلار او نیکه مي داسي او هاسي وه، په داسي حال کي چي تاسو خپله هیڅ شی هم نه یاست، موږ تاسو همداسي خوښ ګڼو او غواړو چي همداسي وه اوسئ.

ستاسي د یووالي کلمه موږ نه حیرانوي، ځکه موږ د شعیه ګانو په مسجد کي چاودنه کوو، وایو چي دا کار اهل سنت وکړ، یا دا چي د اهل سنت مسجد ورانوو، وایو چي دا د شعیه ګانو کار دی.

تاسو مو په دې بڼه پریښي یاست تر څو په دې ډول د جګړې اور ستاسو په مینځ کي نور هم تیزشي، تاسو ته مو د لوستلو لپاره پاڼي او د کتلو لپاره فلمونه درکړل چي تاسو یې په خپل ورځپاڼو کي خپروئ، ددې لپاره چي ستاسو په مینځ کي فتنه واچوو، تاسو ته مو یوه لوبه د (عربو پسرلي) په نوم برابره کړل، چي په دې سره لوبه وکړئ تر څو په دې دول د جګړې اور ستاسي په مینځ کي زیات شي، چي تاسو ټول وسوځئ، دا اور مړ نشي.

سني ډله مو داسي پوهـ کړې چي ستاسي لومړی درجه دښمن شعیه ډله ده

او دا کار مو له شعیه ګانو سره هم کړی، په دې ډول مو د مسلمانانو نسلونه له مینځه یووړل.

تاسو په څه ویاړئ؟

غیر اسلامي فیلمونه مو جوړ کړل او هغه مو ستاسي د عبادت په وخت کي خپاره کړل، په دې ډول مو ستاسي اسلام له مینځه وړو.

ستاسي بازارونه مو د نازکو او تنګو لباسونو (کالیو) څخه ډک کړل، او هره ورځ یې نازکوالی او تنګوالی ور اضافه کوو.

تاسو په څه ویاړئ؟

ستاسي پوهنتونونه مو په حرفوي دوکو رخصت کړل او نن وینو چي ستاسي پوهنتونونه یواځي د دوستۍ او سیالۍ ځایونه دي.

عربو ته مو وویل چي ستاسي سرسخت دښمن فارسیان دي، او فارسیانو ته مو وویل چي ستاسي لومړی درجه دښمن عربان دي.

د دو مسلمانو هیوادونو ترمینځ مو فتنه واچول، یو لوري ته مو وسله ورکړل تر څو بل لوری ووژني، په دې ډول مو ستاسي نسلونه له مینځه یووړل.

قران مو د خپلي خوښي سره سم تفسیر کړ، ځیني مو تکفیر کړل او ومو ویل چي د دوی وژل رواه دي..

ستاسي په مینځ کي مو ټولنیز پروګرامونه رواج کړل په دې ډول مو تاسي بوخت کړلئ.

سریالونه مو جوړ کړل په دې ډول مو خیانت ستاسي کورونو ته دروړ، او ډیر نور شیان

اما ای د نن ورځي بریالیو یهودیانو!

زموږ لوري ته به هیڅ کارتوس رانشي

ځکه مسلمانان په خپلو کي د یوبل په وژلو کي راګیر دي.

د شپي هوسا خوب وکړئ

یو وخت داسي ؤ چي مسلمانانو به پر نړۍ حکومت کاوه اما نن ورځ مسلمانان پر خپل ځان هم حکومت نشي کولای.

هو هغوی په سوریې، عراق، ټونس، لیبیا، یمن، لبنان، مصر، افغانستان، عربستان، پاکستان، قطر، ترکیه، کویټ او ډیرو نورو ځایونو کي یو بل سره وژني.

بلی ځکه موږ دوی په دې ډول وپوهول چي موږ ستاسي دښمنان نه یو

یو وخت به دي دوی ته ویل چي یهودیان ستاسي لومړۍ درجه دښمنان دي، ولي اوس دې قاعدې بدلون کړی، هره ورځ زرګونه مسلمانان وژل کیږي او هغه هم د نورو مسلمانانو په لاس… ځکه هغوی مو په دې دول وپوهول چي هغوی ستاسي وروڼه نه دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟