No-IMG

اسد الله هارون يو ځل بيا د دوو اونيوو را هيسی غذايي اعتصاب شروع کړی

د اسد الله هارون ورور محمد رومان شيرزاد وايي:

چارواکي، هیوادوال دې خبروي!

زمونږ مظلوم وروراسدالله (شیرزاد) چې په هارون یې شهرت لاره د ګوا نتا نامو وحشي زندان کې  دامهال او ددوواونیووراهسي سخت غذایې اعتصاب شروع کړی چې دده صحت او ژوند ته الله مکړه خطرپیښولی شي.امریکایې چارواکي ده ته دغذا اوبو په زور دورکولو په بهانه هغه ته یوبل ډول بد نی او روحي تعذ یب ورکوی چې افغان او نړۍ والې حقوقي ادارې با ید دانساني غوښتنو پربناء

 هلته مداخلت وکړي،.

زمونږ د مظلوم ورور چې تقریباً ۱۴ کاله یې وه شول پرامریکایې چارواکو اعتراض دادی چې ولي یې نه خوشي کوي سره له دې چې دامریکایې پوځي او حتی عسکري محکمواو وکیلانو له  خوا هغه دډېرو مخامخا علني محاکمو څخه وروسته بې ګناه بللی شوی او امریکا یان پرهغه هیڅ دول جنګي یا نورو جرمونو ثبوت نلري.

خو! امریکایې عسرکي چارواکي  پدې انتظار دی چې نوموړی بې ګناه ۱۴ کاله ځورول شوی بندی پرخپله پرخپل ځانی د د رواغو شاهدي ووایې ترڅو امریکا یې چارواکوته داوړو پوزه جوړه کړل شي چې زما وروریې نه کوي اونه غواړي پرځان یا پربل د خلاصون په هیله درواغ ووایې.

په انځورکې داسدالله امریکایې وکیل حقوقپوه مسټر(کلایف) هم معلومیږی چې داسدالله (شیرزاد) بې ګناهي یې ثابته کړي او له نړۍ والي میډ یا سره یې نتیجه شریکه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟