No-IMG

حکمتيار: جنگ د بهرنيو په گټه او د افغانانو په زيان دئ

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 7 جوزا 1400)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

أَوَ كُلَّمَا عَٰهَدُواْ عَهۡدٗا نَّبَذَهُۥ فَرِيقٞ مِّنۡهُم ۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ البقره: ١٠٠

إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللّٰهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ ٥٥ ٱلَّذِينَ عَٰهَدتَّ مِنۡهُمۡ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهۡدَهُمۡ فِي كُلِّ مَرَّةٖ وَهُمۡ لَا يَتَّقُونَ ٥٦ فَإِمَّا تَثۡقَفَنَّهُمۡ فِي ٱلۡحَرۡبِ فَشَرِّدۡ بِهِم مَّنۡ خَلۡفَهُمۡ لَعَلَّهُمۡ يَذَّكَّرُونَ الانفال: ٥٧

قرآن په دغو مباركو آيتونو كي؛ په خپلو ژمنو نه ودرېدل؛ د هغو خصلت گڼي چي يا كافر دئ او يا منافق.

فرمايي:

او چي كله هم دوى كومه ژمنه كړې نو يوې ډلي ئې (دا ژمنه لري) غورځولې، بلكي اكثر ئې ايمان نه راوړي.

يقيناً چي د الله په نزد كي تر ټولو بد خوځېدونكي هغه كافران دي چي ايمان نه راوړي. هغه چي معاهده دي ورسره كړې خو دوى هر ځلي خپله ژمنه ماتوي او پروا ئې نه لري. نو كه په جنگ كي دي وموندل، (د دوى په سخت ځپلو سره) هغه هم خواره واره كړه چي تر شا ئې دي، ښايي (په دې سره) پند واخلي.

خو قرآن د مؤمنانو په اړه فرمايي:

يُثَبِّتُ ٱللّٰهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱلۡقَوۡلِ ٱلثَّابِتِ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ ٱللّٰهُ ٱلظَّٰلِمِينَ ۚ وَيَفۡعَلُ ٱللّٰهُ مَا يَشَآءُ إبراهيم: 27

الله مؤمنان په دنيوي ژوند كي هم په مضبوطي وينا سره ټينگ او ثابت ساتي او په آخرت كي هم، او ظالمان بې لاري كوي او همغه څه كوي چي غواړي ئې.

د دې مباركو آيتونو خلاصه دا ده:

الله تعالى مؤمنان هم په دنيوي ژوند كي په مضبوطي وينا سره مضبوطوي او هم په آخرت كي، په دنيوي ژوند كي به ئې هم وينا درنه، پر مضبوطو دلائلو ولاړه او اغېزمنه وي او په آخرت كي هم د الله تعالى په وړاندي له قدر او اعتباره برخمنه.

خو هغه ظالمان چي د كفر او شرك لار ئې غوره كړې نه به په دنيا كي په سم لوري د تلو توفيق ترلاسه كړي او نه به په آخرت كي داسي څه د ويلو لپاره موندلى شي چي خپل كفر او شرك پرې توجيه كړي او له عذابه ځان وژغوري.

الله تعالى له هر بنده سره د خپل مشيت او ثابتو سننو مطابق معامله كوي، يوه ته د همدې سننو مطابق لارښوونه كوي او بل ترې محروموي

وروڼو خوېندو!

لكه چي خبر يئ په دې وروستيو كي موږ يوه مهمه درې كسيزه ناسته درلوده؛ پدې ناستي كي پر څو مهمو مطالبو توافق او تعهد وشو:

الف- د استانبول له ناستي د يوه ښه فرصت په توگه استفاده.

ب- د بحران د حل داسي جامع طرح وړاندي كول چي أساسي بندونه ئې دا وي:

1.            د يوه لنډمهاله انتقالي حكومت له تشكيل او هغه ته د قدرت له انتقال سره توافق.

2.            په همدې انتقالي مودې كي به داسي انتخابات ترسره كېږي چي هم د جمهوري رياست انتخابات احتوى كړي او هم پارلماني او د محلي شورى گانو انتخابات.

3.            انتقالي حكومت به د تصميم داسي عالي شورى لري چي د طالبانو په شمول به د اتو اغېزمنو لوريو مشران؛ د هغې غړي وي، د حكومت پر كړنو به نظارت لري او انتقالي حكومت به د دې شورى د پرېكړو مجري وي.

4.            ټول هغه زندانيان به خوشي كېږي چي د نظامي او سياسي فعاليتونو په تور نيول شوي.

5.            د هغو افغانانو نومونه به د متحده ايالاتو له تور فهرست حذف كېږي چي د سياسي او نظامي فعاليتونو له كبله په تور فهرست كي نيول شوي.

6.            له دې توافقاتو او اقداماتو سره سم دائمي اوربند اعلانول.

7.            د  دې لوري د مواقفو د توحيد لپاره به دا اقدامات ترسره كېږي:

•             د سولي په شمول؛ مهمو ملي مسائلو كي د پرېكړي داسي عالي مرجع رامنځته كول چي د اوو جهتونو مشران به ئې غړي وي؛ جمهور رئيس به د دولت او د دولت د عالى شورى په استازيتوب په دې كي شركت كوي.

•             په دولت كي د شاملو لوريو (گوندونو، شخصيتونو، ادارو، پارلمان او مدني او اجتماعي ټولنو) د موافقو او نظرياتو د توحيد او له همدې طرحي سره د ټولو د توافق لپاره به لازم اقدامات ترسره كېږي، داسي شورى به رامنځته كېږي چي ټول لوري تمثيل كړي. داكتر اشرف غني ژمنه وكړه چي د دولت د مشر په توگه به دا متفقه طرح خپلو ملگرو ته ابلاغوي او د دوى موافقه به ترلاسه كوي.

•             په اتو ورځو كي به ټول توافقات عملي كېږي.

ج- د طالبانو د اصلي او نهائي ارادې او غوښتنو معلومولو لپاره به يو داسي هيئت غوره كېږي چي دوه درې غړي ولري؛ د طالبانو د اولي كچي له مشرانو سره به غيرمعلن ناسته لري، او د دې لوري متفقه طرح او حل لاره به د هغوى مخي ته ږدي.

كه ځواب مثبت وو او هيئت إحساس كړه چي كولى شو له طالبانو سره په يوه سوله ايز حل توافق ته ورسېږو؛ نو د استانبول په ناستي كي به د مشرانو په كچه هيئت له وروستۍ طرحي سره شركت كوي. او د منفي ځواب په صورت كي به عالى شورى مناسب تصميم نيسي.

هغه اته ورځي تېري شوې؛ خو د توافقاتو د عملي كولو په ارتباط لازم گامونه نه دي اخيستل شوي؛ له وضعيت او د ځينو دولتي او دولت پلو شخصيتونو له اظهاراتو او تحركاتو داسي معلومېږي چي يو ځل بيا د مؤكدو ژمنو يواړخيز ماتولو تجربه تكرارېږي او په شوو توافقاتو كي د تغيير غوښتني رامنځته كېږي؛ په ځانگړې توگه د دولت عالي شورى د تركيب او صلاحيتونو په ارتباط. موږ سره له دې تخلف او له معاهدې ترشا كېدو؛ وغوښتل چي يوازي د سولي په ارتباط گډ موقف او دريځ غوره كړو؛ د لانجې د حل لپاره مو وويل: څو ممكن او مناسب صورتونه لرو:

لومړى: د گډ تصميم داسي عالي مرجع دي رامنځته شي چي دولت، اپوزيسيون او هغه اغېزمن لوري ئې غړي وي چي نه له دولت سره دي او نه له اپوزيسيون سره. له هر لوري يو غړى.

دوهم: دولت او په دولت كي شامل لورى دي د خپلي خوښي عالي شورى جوړه او د هغې د صلاحيتونو او تركيب په اړه دي خپله پرېكړه وكړي. له طالبانو سره د مذاكراتو د نتيجې تر معلومېدو پوري به سياسي اپوزيسيون او هغه گوندونه په دې شورى كي عضويت نه لري چي په حكومت كي شامل نه دي او له سياستونو سره ئې توافق نه لري. خو د دولت له عالي شورى پرته؛ د درې كسيزي غونډي نورو توافقاتو ته دي صادقانه تمكين وشي او د اړوند بندونو د عملي كولو لپاره دي لازم اقدامات ترسره شي.

له دغو دريو بېلو بېلو صورتونو د يوه انتخاب؛ دولت ته پرېږدو؛ يا په درې كسيزي غونډي كي شوو توافقاتو ته تمكين؛ يا له وروستيو دوو صورتونو د يوه انتخاب. له دې پرته به موږ هم د سولي په اړه ناچار خپل مستقل تصميم نيسو او هم له روان وضعيت سره د تعامل په ارتباط

كه دولت وتوانېږي خپل داخلي ناسالم رقابتونه او اختلافات پاى ته ورسوي، د سولي په اړه واحد دريځ او عملي معقوله طرح وړاندي كړي، موازي ناكاره او متعارضي ادارې توحيد او د تصميم نيوني ځواكمنه متحده مرجع رامنځته كړي، د دولت عالي شورى له اغېزمنو شخصيتونو جوړه او په مهمو ملي مسائلو كي ئې د پرېكړو د وروستۍ عالي مرجع په توگه ومني؛ نو دا به يقيناً يو مثبت انكشاف وي. خو كه دا هم د سولي وزارت او د مصالحې عالي شورى په څېر د بې گټو ناستو او بې ځايه لگښتونو يو بل آدرس شي؛ چي له پراخو تشكيلاتو، سلگونو پرسونل او مليونونو ډالرو بودجې او مصارفو سره سره ونه توانېدل د سولي په ارتباط كوم مثبت كار وكړى شي او حتى د دې مجال ئې هم ترلاسه نكړ چي نسبي سياسي اجماع رامنځته او په دولت كي د شاملو لوريو دريځونه توحيد كړي؛ كه د دولت عالي شورى دې ته ورته ارگان شي؛ نو يقيناً چي د يوې ناكامي تجربې له تكرار پرته به بل څه نه وي.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي دولت د دې تر څنگ؛ لږ تر لږه د سولي په ارتباط له هغو لوريو سره د يوه گډ دريځ غوره كولو رغنده او صادقانه هڅو ته ضرورت لري چي په حكومت كي شامل نه دي؛ او پر سياستونو او تگلارو ئې ملاحظات او اعتراض لري. د دوى له موافقې او تعاون پرته نشي كولى د سولي په ارتباط د پام وړ لاسته راوړني ولري.

دا نوې جوړه كېدونكې عالي شورى داسي ده چي د ناكامو تجربو له تكرار پرته بله معنى نه لري؛ طبيعي ده چي حزب اسلامي په كي شركت نه كوي؛ حتى دا هم مناسب نه گڼي چي د حزب يو عادي مأمور پكي شركت وكړي؛ دولت له دې اقدام هيڅ نتيجه نشي ترلاسه كولى. او هيڅ ستونزه ئې نه پرې حل كېږي.

وروڼو خوېندو!!

د بغلان او لغمان وروستي حوادث؛ له مقاومت پرته پوستې اډې وسله والو مخالفينو ته پرېښودل؛ هغه هم له ټولو نظامي تجهيزاتو سره؛ ښيي چي د قضيې تر شا ناولي لاسونه لگيا دي توطئې كوي؛ په دواړو كي هغه كړۍ لاس لري چي غواړي طالبان له حزب اسلامي سره وجنگوي؛ دغه كړۍ يو ځل مخكي هم؛ توانېدلې دا كار وكړي؛ د طالبانو د تحريك د پيل په ورځو كي همدا كار وشو.

موږ سوله غواړو؛ سوله مو اولويت دئ؛ انتخاب مو سوله ده؛ نور لوري هم سولي ته رابلو؛ هيله مو دا ده چي هيڅ پوه أفغان د نوي جنگ پيلولو شوق ونه كړي. دا جنگ د بهرنيو په گټه او د افغانانو په زيان دئ.

كه نورو جنگ ته اړ كړو نو له ځان دفاع د هر مؤمن حق او واجب گڼو. د هيچا زور ته نه تسليمېږو؛ نه د شوروي اتحاد زور او ځواك ته تسليم شوو او نه د ناټو؛ چا چي خپل رب ته انحناء كړې وي او تندى ئې د هغه په وړاندي پر زمكه ايښى وي بل ته له انحناء او سر ټيټولو ډډه كوي؛ موږ ته اسلام د لمانځه په ركوع او سجدې كي همدا درس راكوي: سرټيټولو او انحناء به مو يوازي د الله تعالى په وړاندي وي؛ د بل په وړاندي به د ضعف، كمزورۍ او حقارت إحساس نه كوئ؛ نه د پرديو د گټو لپاره جنگېږو او نه د چا د اقتدار لپاره. تر دې وړاندي مو دريځ همدا وو او نن سبا به مو دريځ همدا وي.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك دي و نتوب اليك

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟