No-IMG

حکمتيار: د جوزا اتمه 1358 کال د حزب اسلامي 118 نوميالي غړي د کمونستانو په لاس په زندان کي په شهادت ورسيدل

د جوزا اتمه وه، دا ورځ مصادف ده د 1358 كال د جوزا له اتمي سره؛ په دې ورځ د حزب اسلامي 118 نوميالي غړي، استادان، علماء، ډاكټران، انجنران او نور متعهدين، په گډه د كمونستانو په لاس په زندان كي په شهادت ورسېدل؛ غوښتل ئې دوى د پلچرخي پوليگون ته انتقال او يو ځايي ئې ووژني او د نورو شهيدانو په څېر ئې په كندو كي دفن كړي.

دوى ته او د اسلام د لاري نورو شهيدانو ته دعاء كوو؛ تعهد كوو چي د دوى لار به تعقيبوو او د دوى د سپېڅلو آرمانونو د تحقق لپاره به خپل جهاد ته دوام وركوو؛ په خپل هغه تعهد كلك ولاړ يو چي له دوى سره مو يو ځاى له خپل رب سره كړې؛ دا چي د الله تعالى پر زمكه به د الله دين قائموو، دعاء او هيله مو دا ده چي له دوى سره او د بدر او احد له شهيدانو سره يو ځاى حشر شو. إن شاء الله د دوى له جاني او بې رحمه قاتلانو به د انتقام ورځ حتماً رارسېږي؛ د دوى قاتلانو تر دوى وروسته يو نيم مليون افغانان ووژل او په تېر شل كلن جنگ كي؛ همدا دوى وو چي د ناټو تر قومندې لاندي د افغانانو په خلاف جنگېدلي او د يو مليون نورو شهيدانو په وينو ئې لاسونه سره شوي؛ د ناټو په لاس تپل شوي حكومت او په جناياتو كي ئې هم؛ د دوى ونډه خونړۍ ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟