No-IMG

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښایسته شکل او ښایسته اخلاقو خاوند و

 د هغه مبارك صورت او سيرت

هغه د ښایسته شکل او ښایسته اخلاقو خاوند و.

رنګ یې سپین سور والي ته مایل و ، مخ یې  لكه سپوږمۍ ګرد او تک سپین و، پړقېدونکی و، ډېرښایسته و،

سترګې یې تورې او  وروزې یې ګڼې او او ګدې وې ،

په اواز کې یې خوږوالی و،

غاړه یې دنګه او اوچته وه ،

د سر ویخته یې تک تور وو ،

کله به چې چپ او خاموش و نو باوقاره به معلومیده ، او که خبرې به یې کولی نو ښایسته به معلومیده ،

 په خلکو کې به له لرې نه تر ټولو ښایسته ښکارېده ، او چې نزدې به و نو تر ټولو به حسین معلومیده ،

خوږو خبرو والا و، خبرې يې واضحه وې نه ډېرې وې نه کمې ، درمیانه وې ، ګویا کې خبرې یې پیلل شوې ملغلری دي چې راغورزیږي ،

درمیانه قد والا و، نه ډېر اوګد و چې سترګې یې بد وګڼي  او نه ډېر لنډ و چې نظر ترې واوړي ،

ګڼې ږیري والا و،

غټو اوګو والا و،

پراخه ورغوو او قدمونو والا و ،

 زوړندو ویختو والا و چې نه شخ او کلک وو او نه ډېر نرم و .

د سیرت له کتابونو نه ژباړل شوی

صلی الله علیه وسلم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟