No-IMG

شهيد انجينر عبدالله (رحمه الله)

عبد الله تواب

 

وايی سل دی ومره خو د سلو سر دی مه مره

نن ورځ د می مياشتی ۳۱ تاريخ وو د نن څخه څلورويشت کاله مخکی پدی ورځ د اسلام د لاری يو گمنام سپاهي شهيد انجينر عبدالله او د هغی يو بل نيږدې دوست ديني ورور شهيد الحاج فضل حق مجاهد د اسلام او هيواد د دوښمنانو لخوا دواړه د ماښام د لمانځه د ادأ کولو وروسته د مسجد په مخکی په شهادت ورسيدل. الله تعالی دی ددوی شهادتونه قبول کړي د اسلام د نورو ډيرو گمنام شهيدانو سره، د شهيد انجينر عبدالله د شهادت ورځ زمونږ په ژوند کی تر ټولو سخته ورځ وه نه تنها چی مونږ يتيمان شو او د ژوند د سختيو سلسله شروع شوه مگر الله جل جلاله شاهد نيسم چی د شهيد پر شهادت ډیر د حق د لاری سپاهيان د يو غښتلي، زړور او شجاع مشر څخه محروم شو. شهيد انجينر عبدالله د خبری تعهد او وفا يو مثال وو، شهيد د ظلم ستم پرخلاف هميشه مبارزه کوله ظالم که به هر څومره قوي او قدرتمند وو دی ورته هيڅکله غاړه نه ايښودله ښه مثال يی د هغی وخت د ننګرهار والي وو چی پوه شو پر دی سړي می زور او منتر کار نه ورکوي نو په خوږه ژبه يی ورته يوه ورځ په يو محفل کی ويلي وو چی په ننگرهار کی د فضل حق مجاهد غير نور خلک هم شته چی بايد ورسره ناسته پاسته وکړی ددی ځواب ورته دا وو د فضل حق مجاهد سره ناسته کې زما گټه ده او دنورو سره ناسته کی می تاوان دی نو ځکه د نورو سره نه کينم.

خاطره: د شهيد انجينر عبدالله رعب او د الله جل جلاله له طرفه د ورکړل شوي ښکلی څېری سره غصه ناکې سترگې ددی لامل وی چی ډیرو خلکو ورسره مخامخ خبری نشوی کولی اکثره وخت به خبری کوونکي لاندی کتل يوه ورځ يی زما مشر کاکا جنرال عبدالاحد خان ته د يو نيږدې دوست خبره کوله نوم به يی نه ليکم ويل يي فلانکي راته نن د ماشومانو غوندی خبره وکړه هغی ورته وويل څه يی ويل وای راليدل يی راته يی کړل چی انجينر صاحب د سترگو څخه دی ډاريږم وايی ما ورته وخندل چی د ډار وخت دی تير شويدی اوس مه ډاريږه پلار جانه رب دی په ورځ د محشر د خپل نيږدې دوست شهيد الحاج فضل حق مجاهد، ددی هيواد او د نړئ د ټولو ريښتينو شهيدانو سره يو ځای راپورته کړه الله رب العزت دی ستاسی د ټولو پاکو شهيدانو حشر په ورځ د محشر د احد او بدر د شهيدانو سره يو ځای وکړي. امين يارب.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟