No-IMG

نړیوال د افغانانو د ښځو او د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقوقو تضمین غواړي!

کله چې د امریکا ولسمشر جو باېډن د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، د هماغه وخت نه د امریکا په کانګریس، سنا، نظامي جنرالانو او همداراز په میډیا کې یوازې همدا یوه خبره زمزمه کیږي، چې ګواکې طالبان به په افغانستان کې د ښځو او په هیواد کی د اقلیتونو د حقونو د تعادل تضمین به څنګه را کوي؟

عجیبه خو دا ده چې نړیوال د شل کلنې جګړې په درشل کې یوازې د افغانانو د ښځو او د اقلیتونو په رابطه څومره د حُسن نیت او د خواخوږۍ احساس ښکاره کوي، حال دا چې په افغانستان کې د اکثریتو افغانانو حق يې یو څو پردیپالو اشخاصو او جنايي مليشو ته په واک کې ورکړی دی، داسې افراد چې په فساد، خیانت او په جرمنو باندې متهم دي او په ضمن کې د همدغو بهرنيانو په لاس یو ميلیون افغانان وژل شوي دي، د حقوق بشر او ډیموکراسۍ په بهانه يې نسل وژنه کړې، دوی کوشش کوي چې څنګه د خپلو غلامانو د حفاظت او په ټولنه کې د فحشا او بداخلاقۍ لپاره څانګړې تضمین ترلاسه کړي. بل هیڅه ورته ارزښت نه لري. له بده مرغه د افسوس خبرا خو دا هم ده چې زمونږ په هیواد کې له افغانانو نه د ښځو د حقونو د تضمین غوښتنه کيږي، د شل کلنۍ جګړې لاسته راوړنه به همدا ډیموکراسي وي چې اوس  د ښځو په رابطه د افغانانو نه ضمانت غواړي؟! په داسې حال کې چې په غربي هیوادونو کې د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې له خپلو ښځو او ځوانانو نه به ډیره ناوړه شکل سوءاستفاده کوي، خپل نسلونه يې تباهۍ سره مخ کړي ښځې يې په هره برخه کې استعمالیږي له ستونزو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي، ښځې له ښځو سره ودونه کوي او نر له نر سره!

دا هغه څه دي چې په یو مذهب کې هم جواز نه لري بلکې لویه ګناه او جرم دی، دوی د ډیموکراسۍ او حقوق بشر له نوم نه هسې غېر مشروع ګټه اخلي،  په حقیقت کې حقوق بشر ته هیڅ ژمن او درناوی نه لري، بلکې د بشر پر ضد هغه څه کوي چې د نړۍ په یو قانون کې هم جواز نه لري.!

الحمدلله افغانان ټول مسلمانان دي د حقوق بشر په رابطه د غربي ډیموکراسۍ نه ۱۴۰۰ کاله مخکې افغانان مستفيد او په ټوله معنا پوهیدلي دي، د بشر حقوقو په مفهوم او ارزښت ښه پوهیږي، نړیوال د افغانانو ښځو په اړه دې هیڅ تشویش نه کوي دا ځکه چې دوی په خپله وایي چې democracy does not exist,anymore،  its sick and dying  in your country

که واقعاً ډیموکراسۍ نه غربیان په خپله کرکه لري، نو بیا څنګه ممکنه ده چې په اسلامي نړۍ کې د غربي ډيموکراسۍ په مسلمانانو باندې تطبیق کړي، افغانان د خپل ناموس په مسؤلیت او حقوقو په معنا  تر ټولو ښه پوهیږي افغانان د خپل ناموس واک اختیار بل هیچا ته نه ورکوي، د خپل ناموس ساتنه  د سر او مال په بیه کوي، له سر نه تیریږي خو د خپل ناموس بې عزتي نه مني حتی د بل چا ناموس ته هم خورا ډیر په درناوي او احترام ګوري، قدر او عزت يې کوي؛ نو بناءً ښه به دا وي چې نړیوال لومړی په خپلو هیوادونو او کورنیو کې د ښځو د اصلاحاتو  په اړه دې غور وکړي، د دوی نسلونه په فحشا او بداخلاقۍ کې غرق دي، بې کلچره او بې مذهبه ژوند کې مبتلا دي، غیر انساني ژوند ته یې خورا زیاته ترجیح وکړې

زما په اند په غربي نړۍ کې د کفارو لوی تشويش او ویره له اسلام او مسلمانانو څخه دا دی چې اسلام او مسلمانانو ټولنه ډیر په سراعت سره مخ پر وده روانه ده، په داسې حال کې چې مسلمانان د دوی ښځو او نجونو ځوانانو ته د اسلام په چوکاټ کې د حقوق بشر او د ښځو د ازادۍ دعوت او تدریس کوي، د ښځو او د نجونو د حقوقو په ارزښت ورته سپارښتنې او معلومات ورکوي، متاسفانه دوی خو خپل ولس ته د اسلام او مسلمانانو په مورد ډیر غلط او بې ځایه منفي تبلیغات خپاره کړي، خو له نیکه مرغه لکه څنګه چې اسلام او مسلمانانو ۱۴۰۰ کاله مخکي د نړۍ ټولو انسانان يې اسلامي تمدن او د ژوند پرمختګ ته يې را وبلل، اوس هم په غربي نړۍ کې د مسلمانانو له برکته یو ځل بیا هماغه د اسلام د دعوت لړۍ دوام لري، شاید په کفري نړۍ کې به نور هم ډیر مثبت تغییرات او بدلون راشي، د دوی د ښځو او ځوانانو د ژغورنې بهیر به جریان ولري د غربي هیوادونو خلک ورځ تر بلی حقایقو او واقعیتونو ته مراجعه کوي، په ملیونو خلک مسلمان شوي دي او په زرګونو خلک په اسلام مشرف کیږي؛ بدبختانه نړیوال بیا په اسلامي نړۍ کی د اسلام او مسلمانانو پر ضد له ډیموکراسي او حقوق بشر د ښځو حقونو په نامه سوءاستفاده کوي څو مسلمانان له خپل دین او مذهب نه منحرف کړي، په غیر اسلامي او انساني شیانو کې مصروف وساتي او په نوي نسل باندی ډیره پانګونه کوي، کوشش کوي چې د دوی په واسطه په ټولنه کې فحشا بداخلاقي او بې دیني مروج کړي.

زه خو وایم چې نړیوال دې افغانان لږ په کراره پریږدي، افغانان کولای شي چې خپل مسایل په خپله حل کړي، بل هیچا ته اړتیا نه شته چې زمونږ په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي، که احياناً په افغانستان کې یووالی او سوله تاامین شي او د ټولو افغانانو په خوښه یو منظم نظام باندې توافق وشي، ممکن د دې هیواد اصلي افغانان (څښتنان)  به ټولو افغانانو ښځو ته مساوي حقوقو زمینه سازي وکړي. ان شاءالله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک