No-IMG

د خلافت راشده د یوه چارواکي اخلاق!

    د بنو عبس قوم یو سړی د مداین ښار ته ولاړ، بازار کې یې د کور لپاره ډېر سامان واخیست، نو له خپل کوټه سامان سره د پنډي په انتظار ودریدی، چې تر معلوم ځایه یې ورسره یوسي. په دې چې ویې کتل هلته بازار کې یو سړی ولاړ و، ګومان یې وکړ همدا به پنډي یي، ورناره یې کړه چې الله دې رحم درباندې وکړي، راشه دا سامان راسره یوسه.

    سړی راغی د العبسي سامان ته یې اوږه ورکړه او عبسي څنګ ته ورسره روان شو، عجیبه دا وه چې دوی دواړه به بازار کې پر خلکو تېریدل، خلکو به پنډي ته سلامونه کول او ورته ویل به یې: ابو عبد الله پر تا دې سلام وي. (السلام علیک يا أبا عبد الله)

    د بنو عبس قوم سړي چې ولیدل د مداین ښار عام خلک له ده سره روان پنډي ته په مینه او عاجزي سلامونه کوی او زیات احترام ورته وړاندې کوی؛ هک  حیران پاتې شو چې دا څه چل دی، نو پنډي ته یې وویل: ته ما ونه پېژندلی، ته څوک یې؟ هغه ورته وویل: زه د الله تعالی بنده ګانو یو بنده یم.

    بل ځل چې دواړه په یوه ډله خلمو ورغلل او هغوی پنډي ته سلامونه پیل کړل، عبسي ورو غوندې د بازار یوه سړي ته ورنږدې شو او ویې پوښتی چې دا سړی څوک دی چې دا خلک سلامونه ورته کوي؟ هغه ورته وویل: دا د رسول الله ﷺ صحابي دی، ابو عبد الله سلمان الفارسي نومیږی او د مداین ښار والي دی!

    عبسي خوارکی ډېر خپه او خجالت شو، ورته ویې ویل: الله دې رحم درباندې وکړي، ما ونه پېژندلې، ما ته زما خپل سامان راکړه چې زه یې خپله وړم، خو سلمان ورته وویل: والله که داسې وشي، زه به خامخا دا سمان ستا سره ستا ترکوره رسوم. سير أعلام النبلاء - للإمام الذهبي.

    دا له خپل ولس او رعیت سره د نبوت په مدرسه کې د روزل شوي یوه صحابي او د "خلافة الراشدة علی منهاج النبوة" د یوه چارواکي اخلاقي چلند دی!

    د سلمان الفارسي رضي الله عنه د فضیلت په باره کې څو حدیثونه راغلي دي، یو یې دا هم دی چې رسول الله ﷺ فرمایي: سلمان زموږ له اهل بیت نه دی (سلمان منا أهل البیت. رواه الحاكم في المستدرك (3/598) ، والطبراني (6/261))، ځکه به هغه سلمان المحمدي هم یادیدی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟