No-IMG

د ځان او ذهن د ارامولو ۵ طلايي رازونه!

د نورو قضاوتونه او پسې شا خبرې باید ستاسې په ژوند اغېز ونه لري، که ملايکه هم شې! بيا به هم ستا د وزرونو شور په ځينو خلکو ښه نه لګېږي او خبرې به درپسې کوي.

دا د خلکو دنده نه ده چې تا دې درک کړي او د تا له زړه سوي او ښه ځوانتوبه دې خبر شي ته دې خپل کار کوه او اجر يې له خدایه غواړه.

له چا سره چې کومه ښېګڼه او لطف کوې، بيرته هغسې توقع مه لره چې له تاسره يې هم باید وکړي.

که چا ناځواني درسره کړې وي، دوکه يې درکړې وي ان که ته پوه شوی هم نه يې، خدای ته يې خوشې کړه، خو بيا په هغه شخص باور مه کوه.

دنيا ډېره پراخه ده ، دنيا ډېره سخي ده، د هيچا برياليتوب او پرمختګ بايد‌ د تا طبيعت در خراب نه کړي او نه د هغو کاميابي ستا د پرمختګ لاره ډب کولای شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک