No-IMG

د ډولفين کبانو په اړه يوه ډېره جالبه!!

دولفين کبان (ماهیان) چې ډېر زيات ځيرک او د اوږدې حافظې لرونکی حيوانات دی، د ګارډين ورځپاڼې د ۲۰۰۳ م کال يوه ليکنه مې لوستله چې د امريکا په ميسيسيپي ايالت کې د Marine Mammal Studies په نامه يوې موسسې ډولفينونه داسې روزلي و، چې کله به یې هغه تالاب ته چې دا ډولفينان پکې ساتل کېدل چا کاغذ او يا کومې خځلې ورواچولې نو ډولفين کبانو به هغه له اوبو څخه را ټولې کړي او له ځان سره یې وساتلي او چې کله به ددې ډولفينانو روزنکی راغی، هغه ته یې د خوړو په مقابل کې ورکولې، او په دې سره به يې دخپل حوض د اوبو پاکوالی ساته، خو جالبه دا وه چې د Kelly په نامه ډولفين به هغه کاغذونه چې حوض ته به خلکو وراچول په خپل حوض کې له یوې ډبرې لاندې پټول او هرکله به یې چې روزونکی راتللو نو هغه کاغذ به یې دوه ټوټې کاوه چې دوه ځلې پرې خواړه واخلي، د ډولفين ځيرکي په دې ځای ختمه نه شوه ، يوه ورځ یې د حوض د اوبو پر سر يوه مرغۍ راونيوه او له ځان سره یې پټه کړه کله چې روزونکی راغی دا چې مرغۍ غټه وه ، روزنکي يې ډېر خواړه په بدل کې ورکړل ، له دې سره Kelly ته بل فکرپه سر کې  وروګرځېده ،هغه دا چې کوم کبان روزونکي په خوړو کې ورکړي و، هغه یې له ځان سره وساتل او په بله ورځ يې د مرغانو د ښکار لپاره د اوبو پرسر واچول ، چې مرغۍ پرې ښکار کړي او په دې سره به یې هغه ښکار کړې مرغۍ روزنکي ته ورکولې او ډېر خواړه به یې پرې ګټل.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟