No-IMG

د شرعی علم مینه والو ته څو مهمی سپارښتنی

عمر عماد

 

۱- ځان د علم په تنګ چوکاټ کی مه رابندوئ ، او هڅه وکړئ چه ددی تنګ چوکاټ پر ځای د علم پراخ ډګر ته را اوځئ .

۲- کوښښ وکړئ چه معلومات مو موسوعی کړئ ، یعنی یوازی په یو فن کفایت مه کوئ ، ځکه چه ټول شرعی علوم یو د بل سره نه شليدونكي اړیکی لری ، او پیل د ټولو علومو پر اساساتو وکړئ .

۳- که هر څومره ممکن وی د یو مذهب په کتابونو بسنه مه کوئ بلکه شرعی مقارن علم ته مخه کړئ ،چه الحمد لله په ننی عصر کی لاس رسی ورته شونی ده .

۴- د شرعی علم د شاګرد لپاره د اصول فقه او علم مقاصد الشریعة لوستل او ځان پری تر یو حده پوهول خورا اړین دی . په اصول فقه کی د ( المهذب فی علم اصول الفقه المقارن ) للدکتور عبد الکریم النملة لوستل راته ګټور ښکاری چه په عصری اوروانه ژبه داصول فقه ټول مباحث پکی په مفصله توګه راټول شوی دی .

۵- د فقهی قواعدو علم هم خورا ارزښتناک دی ، که څوک غواړی چه د شريعت وسعت او جامعیت ، او د اسلام د تل پاتی کیدلو صلاحیت ورته معلوم شی ، نو د فقه او اصولو او مقاصدو په قواعدو دی ځان پوه کړی ، اوددی کار لپاره د  ( معلمه زاید للقواعد الفقهیة والأصولیة ) څخه رغیدل نشته چه په دوه څلویښت ټوکه کی چاپ او په انترنت کی موجود دی او هر څوک یی ترلاسه کولی شی .

۶ - په فیسبوکی بحثونو د وخت ضائع کولو پر ځای  - چه اکثره یی د ځان ښوونی او تعصب نه خالی نه وی او کرکی زیږوی - خپل قیمتی وخت په مطالعه مشغول کړئ . که هر څومره کولای شئ دغه د وخت د قاتل ( فیسبوک ) څخه ډډه وکړئ .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟