No-IMG

د احمد شاه بابا د 249 تلين په ياد کي

سلطان شاه صفاري

 

په تنکۍ ځوانۍ کي د يوه پاشلي ملت او د يوې پاشلې جغرافيې مسوليت ور تر غاړه سو.اول يې د قومونو څخه ملت جوړ کړ بيا يې د ملوک الطوايفي حکومتونو پر ځای مرکزي حکومت رامنځته کړ.

ورپسې يې د هيواد بودجه او خزانه جوړه کړل. د نوي کندهار نقشه يې واچول د هيواد سرحدات يې ټينګ کړل.

عثماني خلافت ته يې د اسلامي ورورولۍ پيغام وليږی. د هند مسلمانانو د مظلوميت ږغ ته يې ور ودانګل هغوی يې له ظلمه خلاص کړل.

په ډهلي لاهور او اصفهان کي ددې ستر انسان په نوم خطبه وويل سوه کوچنی خراسان يې لوی افغانستان کړ.

يوه لويه امپراتوري او زرين تاريخ يې ترشاه پريښود. ټول عمر يې د جګړې په مديريت کي تېر سو خو ادبيات , تصوف, شاعري او ليکوالي يې هم ژوندي وساتل.

پر وطن مين و د رنګونو ښار ډهلي کي هم د خپل وطن د خړو خاورو په فکر کي و.

د ډهلي تخت هېرومه چي راياد کړم

زما د ښکلي پښتونخوا د غرونه سرونه

احمدشاه به دغه ستا قدر هېر نکړي

که ونيسي د تمام جهان ملکونه

 نرم خويه انسان و چي کومه سيمه به يې ونيول همغه مشر به يې بېرته حاکم پريښود خو د مرکزي حکومت اطاعت شرط و.

هغوی چي له تاريخ او د بابا له کړنو ناخبره دي پر دې ستر انسان نيوکي کوي حال دا چي دا نقادان به خپل کوچنی کور هم نسي مديريت کولای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟