No-IMG

د لس زره مېرمنو ژوند لیکونه

    دا کتاب (الوفاء باسماء النساء) نومیږي، چې د هند د مشهورې مدرسې ندوة العلماء یوه عالم، دکتور مولانا محمد اکرم ندوي په (43) ټوکه کې لیکلی ده. په کتاب کې د (10000) هغو مېرمنو ژوند لیکونه راغلي دې چې د نبوي حدیثو راویانې دي! نوموړي دکتور دا کتاب په (15) کاله کې تصنیف کړی دی. د دې کتاب د تصنیف لپاره یې د اسلامي او عربي نړۍ ګڼ شمېر کتابخانې راچڼلې دي، څرنګه چې نوموړی مولانا د اکسفورډ فارغ دی نو د اروپا مختلفې کتابخونې یې کتلې دي.

   زموږ ځینې فتواګانې باسي چې ښځه دې ان د دیني علم لپاره هم له کوره نه وځي! نور خو لا پریږده، په دې اړه له شرعي دلایلو راپه دېخوا، اسلامي تاریخ کې دې لس زره ښځو هم د دوی د فتوی خلاف ګامونه اخیستي دي! الله دې عفوه ورته وکړي او الله دې جنتونه نصیب کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟