No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏‏د حزب اسلامي افغانستان ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره پخپل کاري دفتر کي کتلي دي. په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي توافق له لارې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

: ‏زلمي خلیلزاد کابل کې د مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د مصالحې عالي شورا وایي په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه  خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي، چې نور هغه وخت را رسیدلی چې ښکېل لوري تاوتریخوالی کم کړي او د سولې جدي خبرې اترې پیل کړي.

‏د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي چې امریکا د افغانانو او سیاسیتوالو ترمنځ له وحدت او سیاسي اجماع ملاتړ کوي.

د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم ویلي چې جنګ نور د حل لاره نه ده او د سولې له اوسني فرصت باید سمه استفاده وشي.

: ‏ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراختیا او د سیاسي، امنیتي، دفاعي او اقتصادي همکاریو پر دوام خبرې کړي.

‏ارګ وايي زلمي خلیلزاد له افغانستان سره د امریکا د ۳،۳ میلیارد ډالري مرستو د دوام په تړاو د خپل حکومت پیغام وړاندې کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د سولې په تړاو د خلیلزاد او افغان چارواکو ترمنځ د خبرو په تړاو هیڅ نه دي ویل شوي.

: ‏د کابل څرخي پله زندان لسګونه زندانیانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی.

د مخدره موادو بلاک زندانیان وایي، چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له امله ډېر زندانیان په کرونا ویروس اخته شوي، خو مسوولان ورته پاملرنه نه کوي، درملنه یې نه کیږي او دغه ناروغي د زیاتېدو په حال کې ده.

: ‏د اروزګان ګېزاب ولسوالۍ کې تر ۶۰ زیات سرتېري محاصره دي.

: ‏ختیځ کې د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وایي چې نن سهار یې د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په بړینه او ککړک سیمو کې د هوایي ځواک په ملتیا چاڼیز عملیات پیل کړي.

‏یاد ځواکونه ادعا کوي چې تر دا مهال یې د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ غړي وژلي، ۴ مرکزونه، یو میل دهشکه او درې عرادې هایلیکس موټرونه یې له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د پکتیا مرکز ګردیز کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۳ کسان وژلي، ۲ ټپیان دي.

سرچینې وایي، نن ماسپښین شااوخوا یوه بجه د پکتیا مرکز ګردیز ابراهیم خیلو سیمه کې پر یوه کرولا ډوله موټر ماین چاودنه کړې، چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

: ‏عیني شاهدان وايي، د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته نژدې چاودنه شوې، چې له امله یې شااوخوا ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند پېښه تایید کړه، خو د جزیاتو په اړه یې څه ونه ویل.

: ‏د پکتیکا وړمه مۍ ولسوالۍ قومي مشران: د سرحدي پولیسو قومندان ځنګلونه وهي.

: حنیف ‏اتمر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوسني وضعیت خواشینی یم، خو د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب د افغانستان د خلکو او حکومت اندېښنه بیان کړې او د وژنو پر پای ته رسېدا یې ټینګار کړی.

اتمر افغان سوله کې د پاکستان رول مهم وباله او د همکاریو پر پراختیا او زیاتېدا یې ټینګار وکړ.

‏د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو عملي چارې به ډېر ژر په افغانستان کې دننه پیل شي.

‏ترکمنستان کې د طالبانو لپاره د نوي سیاسي دفتر پرانیستل حقیقت نه لري او په دې اړوند هېڅ بحث نه دی شوی.

: ‏د اریانا نیوز د ویاندې مینا خیري خور، حسینې هم د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

هغه د تېرې پنجشنبې په ورځ له خپلې خور مینا خیري او مور سره یو ځای په یوه چاودنه کې ټپي شوې وه، چې نن سهار یې په روغتون کې ساه ورکړه.

: ‏د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکو په دغې ولسوالۍ کې د یوه ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړی او د کابل - شمال لویه لار یې د ټرافیکو په مخ تړلې ده.

‏لاریون کوونکي د دغه ځوان د وژونکو د نیولو غوښتونکي دي.

بلخو د پروان پولیس وايي چې د دغې وژنې عاملان نیول شوي او له تېرې شپې راهیسې د یوه تورن کور د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې دی.

: ‏حلیم فدایی، والی پکتیا می‌گوید که یک موتر در منطقۀ ابراهیم‌خیل شهر گردیز، مرکز این ولایت هدف انفجار یک ماین کنار جاده قرار گرفته که در نتیجه چهار تن به‌ شمول دو زن و یک کودک، جان باختند.

او افزود که این افراد به یک محفل عروسی می‌رفتند.

: ‏وزارت صحت‌عامه امروز (یک‌شنبه، ۱۶ جوزا) از مرگ ۵۰ بیمار کرونا و ثبت ۱ هزار ۳۷۹ رویداد تازه مثبت این ویروس از میان ۴ هزار و ۵۴۴ نمونه که در ۲۴ ساعت گذشته آزمایش شدند، خبر داد.

بر بنیاد آمارهای این وزارت، در این مدت ۵۰ بیمار کووید نزده جان باخته‌ و ۳۵۷ بیمار دیگر بهبود یافته‌اند.

: ‏در انفجاری بر یک قرارگاۀ نیروهای نظم عامه در ولسوالی "شهرک" در ولایت غور ده تن از این نیروها، جان باختند.

برهان‌الدین پهلوی، فرمانده پولیس ولسوالی شهرک غور افزود که در این انفجار، چهار تن از نیروهای امنیتی ناپدید شده‌اند؛ اما یک تن آنان جان سالم به‌در برده‌است.

: ‏عاشق‌الله ۴۳ ساله که در منطقۀ پکتیا کوت حوزۀ نهم شهر کابل، چوکی‌دار دکان‌ها بود، شب گذشته از سوی مردان مسلح ناشناس به‌قتل رسیده‌است.

اعضای خانواده عاشق‌الله می‌گویند که از او چهار دختر و چهار پسر به‌جا مانده و او تنها نان آور خانواده‌اش بود.

: ‏سه زن شب گذشته به‌گونه مرموز در شهر جلال آباد، مرکز ولایت ننگرهار به‌قتل رسیده‌اند.

منابع امنیتی می‌گویند که این سه زن در یک خانه کشته شده‌اند و تاکنون علت و انگیزۀ این قتل‌ها، روشن نشده‌است.

تا کنون مقام‌های پولیس ننگرهار دراین باره، چیزی نگفته‌اند.

: ‏کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار د کابل ۱۶ مې حوزې اړوند ملي‌بس څلور لارې کې چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

: ‏له څه مودې را پدېخوا د تاجکستان او قرغزستان هېوادونو ترمنځ ستونزې را پیدا شوې دي چې دواړه هېوادونه یې د جګړې تر پولې رسولي دي. طالبانو پر یادو هېوادونو غږ کړی دی چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

: ‏د فاریاب قیصار ولسوالي طالبانو نیولې ده. په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې شفیقې سخا یولچي ویلي چې طالبانو د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۱۳ سرتېري وژلي او په دې سره ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

: ‏اردوغان: سلمان بوزکر از مسئولان ارشد گروه تروریستی پ.ک.ک و مسئول مهمور از پای درآمد.

: ‏د اسراییل د کورني امنیت سازمان په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو د پیل خبرداری ورکړی دی. یاد سازمان ویلي چې په دې وروستیو کې د واک پر سر ناندرۍ د خلکو ترمنځ هم د بې باورۍ سبب شوې دي او که چېرته هر څه ژر ستونزې د خبرو له لارې حل نه شي نو د کور په کور جګړې پیلېدو احتمال پراخېدای شي.

: ‏د اوکلاهاما د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا انسټیټیوټ ویلي چې دوی له افغانستان څخه نه وځي. اوکلاهامن امریکایي خپرونې د دغه بنسټ د مسوولینو له قوله ویلي چې دوی له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي په افغانستان کې کار کوي او تر اوسه پورې یې شاوخوا ۵۱۶ ښځینه سوداګرې روزلې دي.

: ‏پاکستان څرګنده کړه، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره یې اړیکې پرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي،  حمدالله محب د پاکستان خلاف بې بنسټه منفي خبرې کړي، له همدې امله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اړوند ټول مسولین نور نوموړي سره اړیکې نه پالي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟