No-IMG

افغانان ډیر یو حساس او ویرونکي پړاو کې ښکیل دي

د افغانانو خپل مینځي سیاسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني شخړو او اختلاف له امله نړیوالو او ګاونډیو ته د مداخلې او لاس وهنې یو ښه فرصت په لاس ورغلی دی.

د افغانانو مشکل او بدبختي یوازې په داخل کې دا ده چې په خپل مینځ کې په جګړه مصروف یوو.

که چیرې افغانان په خپل مینځ کې په ملي مسائلو غور ونه کړي، او یا سیاسي جوړجاړي باندې توافق ونه کړي، شاید حاکم نظام د افغانانو په سرنوشت یوې لويې، بدرنګې او تاریخي معاملې ته مجبور شي،

له بده مرغه بیا به افغانانو لپاره ډیر ناوخت وي، سر به ورکوي مګر ارګ او سنګر به نه وي. د ملت هوښیار او خواخوږي سیاستوال د چوکۍ او واک لپاره خپل سر نه ورکوي، بلکې د سر او ملت لپاره څوکۍ او قدرت نه تیريږي. څو ملت او ملي ارزښتونه وژغوري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟