No-IMG

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ!

په نړۍ کې نوبل جايزې څوک ورکوي او څه ډول اشخاصو ته ورکول کیږي؟

په امریکا او اوروپايي هیوادونو کې د نوبل جایزو صلاحیت یوازې یهودو او عیسویان په واک کې لري،

هغه څوک د نوبل جایزو لپاره انتخابيږي چې د دوی خپل کسان وي او یا د دوی په لاس روزل شوي اوسي، ۷۵ ٪ فيصده د نوبل جایزې خپلو پروفېسرانو، ساينس، اقتصاد او مذهب پوهانو، ته ورکړي دي، د دوی په ډیموکراسۍ او حقوق بشر په مذهب کې د مسلمانانو پروفيسورانو، ډاکترانو، ساینس پوهانو، په حق کې يې دومره ظلم او بې انصافي کړې چې یو عاقل انسان ته په هیڅ قیمت د منلو وړ نه دی، په داسې حال کې چې ټاپ ترین پروفیسران، ډاکتران، او ساينټېسټان، مسلمانان دي او په نړۍ کې د نويو اختراعاتو له امله ټولې نړۍ ته يې مثبت بدلون ورکړی.

مونږ دا منو چې په اسلامي نړۍ کې مسلمانان له جنګ فقر او بدبختیو سره لاس او ګریوان دي، سره له دې ټول مشکلاتو بیا هم مونږ د نړۍ په سطحه په امریکا اوروپا کې ډیر بااستعداده کدرونه، پروفېسوران، ساینټيسټان  او اقتصاد پوهان، ډاکتران، مخترعين او نابغه اشخاص لرو، دومره بااستعداده افراد دي چې د نوي اختراع او نوښت په رابطه په سلګونه لیکل شوي ( Patent ) لري د دوی له خدمتونو  نه د امریکا اوروپا خلک استفاده کوي، خو له بده مرغه د نوبل له جايزو څخه محروم پاتې شوي دي او شاید دوی داسې نوبل جایزو ته اړتیا هم ونه لري، خو د دوی حق هغه چا ته ورکول کیږي چې هغوی د نوبل جايزو اهلیت او ارزښت نه لري،

نړیوالو سره دا نه منو چې د اختراع ابتکار مسلمانانو کړې اوسې او نوبل جايزې د یهودو او عیسویانو پروفيسرانو ته ورکول کیږي، تعصب، بې انصافي او بې عدالتي، په یو مذهب کې هم جايز نه دي، حق باید حقدار ته ورسیږي.

متاسفانه نړیوال په مسلمانانو کې د نوبل جایزو لپاره بیا داسې نااهل چټل او بې کفایته اشخاص انتخابوي چې هغوې نه دین لري او نه کلچر حتی د مسلمانانو نماینده‌ګي هم نه شي کولای یوازې د یو خاص هدف لپاره يې مشهور کړي وي او لوی شخصیت تری جوړ کړي، څو په اسلامي ټولنه او هیوادونو کې ترې سوءاستفاده وکړي.

عجیبه خو دا  ده چې په ټولې اسلامي نړۍ کې بیا په لوی افغانستان کې یوازې د نوبل جایزې لپاره “ملاله یوسفزۍ“ انتخاب کیږي؟!! په دې لویه جغرافیه کې بل داسې څوک نه وو چې حد اقل د اختراع ځانګړتیاوې ولري؟

له بده مرغه څوک يې راته ملي قهرمانان، مارشالان، متفکران، کړل، څوک يې راته تروريستان، او قصابان کړل، بس درګرده باداران او غلامان یو بل ته د قهرمانۍ میډالونه ستاینلیکونه ورکوي، او ولسونه ورته مړې سترګې غړوي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟