No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کندهار ښار د نهمي حوزې اړوند د فراهیانو په جاده کي وسله والو د ملي امنیت پر یو کارکوونکي حمله کړې، هغه یې ټپي کړی.

چارواکي وایي، وروسته د پولیسو ګزمې پر بریدګر حمله کړې، یو بریدګر يې وژلی، بل تښتېدلی.

: ‏چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم وایي، په بیجینګ کې د چین د مرسته شوي اووه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین له چینایي چارواکو افغان سفارت ته تسلیم شو او د جون میاشتې تر لسمې به کابل ته ورسېږي.

: ‏قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ یوه پلاوي د اروپایي ټولنې له نوي استازي سره کتلي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، په دې کتنه کې د سولې پروسې، بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د ډیپلوماتانو او بشري برخو کارکوونکو دامنیت په اړه خبرې وشوې.

‏دا په داسې حال کې ده چې تازه یوشمېر امریکایي چارواکو ویلي وو، چې له افغانستان څخه د ترجمانانو د اېستلو لپاره پر یوه پلان کار کوي.

: ‏د غور ولایت شهرک ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

غور کې ځایي سرچینې وایي،دغه ولسوالي تیره شپه تر جګړې وروسته طالبانو نیولې،خو د غور والي ویلي افغان ځواکونو له دې ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.

: ‏د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پر څرنګوالي نیوکې

رحمت الله نبیل: له پخوا داسې هڅې پیل شوي، چې د افغان پوځ شمېر له ۶۰ زرو زیات نه شي.

: ‏ساعت وړاندې د زابل د شهرا کنډک رییس ارکان دویم څارن عبدالغني د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

پر هغه د کابل ـ کندهار پر عمومي لاره د جلدک سیمه کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.

عبدالغني  له تېرې یوې لسیزې را هیسې یې د پولیسو په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړي.

: ‏د هوايي چلند اداره د خوست هوايي ډګر کارونه بشپړ ګڼي، خو خصوصي رسنیو ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، لاهم د دې ډګر دیرش سلنه کارونه نه دي بشپړ شوي.

: ‏امنيتي سرچينې ادعا کوي چې د کویټې شورا یو مهم غړی د کویټې په اسحاق اباد سیمه کې ترور شوی.

خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏ارګ وايي چې ولسمشر غني نن مازديګر د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانکړي استازي زلمي خليلزاد سره دوهمه ناسته درلوده.

ارګ زياتوي، په دغه ناسته کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د همکاريو پر نوي فصل خبرې وشوې او امريکايي پلاوي له افغانستان سره یو ځل د همکاريو ژمنه وکړه.

: ‏د افغانستان تکواندوکار فرزاد منصوري، د ويلډ کارډ يا بلنيک پواسطه نړيوال المپيک ته لار ومونده.

وړاندې تکواندو نړيوال فدراسيون د کرونا له کبله د افغانستان ټول ټيم له ګډونه محروم کړی و.

: ‏لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لیوا رسنیز دفتر وایي چې نن له غرمې مخکې هوایي ځواکونو د مرکز پل علم اړوند دوشنبې سیمه کې د وسله والو یو پټنځای په نښه کړی دی.

خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي چې په دغه هوایي برید کې د مولوي شفیع الله  ډلې ۱۳ وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

: ‏تفنگ‌داران ناشناس سه‌تن را در کابل ترور کردند.

تفنگ‌داران ناشناس بامداد امروز دوشنبه دو برادر را که افسران وزارت امور داخله و نیروهای هوایی بودند و یک غیرنظامی دیگر را در حوزه هشتم شهر کابل ترور کردند.

: ‏وزارت صحت‌عامه امروز (دوشنبه، ۱۷ جوزا) از مرگ ۵۶ بیمار کرونا و ثبت ۱ هزار ۵۸۲ رویداد تازه مثبت این ویروس از میان ۴ هزار و ۶۷۱ نمونه که در ۲۴ ساعت گذشته آزمایش شدند، خبر داد.

: ‏محمدعمر شیرزاد، والی ارزگان می‌گوید که ۴ تن از نیروهای امنیتی و ۱۵ طالب در درگیری‌هایی از شب گذشته تاکنون در ولسوالی‌های چوری و چنارتوی این ولایت، کشته شدند.

او افزود که این درگیری‌ها هنگامی آغاز شدند که طالبان بر این ولسوالی‌ها، حمله کردند.

‏والی ارزگان می‌افزاید که ۷ تن دیگر از نیروهای امنیتی و ۲۰ طالب، زخم برداشته‌اند.

: ‏روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ضد د لومړي او دویم ډوز واکسینو تطبیق تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی. د یاد وزارت په خبره، د لومړي او دویم ډوز کرونا ضد واکسینو د تطبیق واټن له څلورو تر ۱۶ اوونیو پورې دی او د واټن ډېرېدل پر معافیت کوم اغېز نه لري.

: ‏زلمي خلیلزاد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام سره، دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو، فرصتونو او ننګونو، د سولې بهیر پر ګړندي کولو، اقتصادي همکاریو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر خوندي کولو اړينې خبرې اترې کړې دي.

: ‏د ولسمشر غني د یو فرمان له مخې، پښتون عاطف د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس ټاکل شوی دی. وړاندې تر دې شاه زمان میوندي د دغې ادارې د رییس په توګه دنده ترسره کوله.

: ‏حکومت دې د ملېشه جوړولو لړۍ پای ته ورسوي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې غیر مسوولو وسله والو ته وسلې ورکړل شوې دي او دغه وسله وال د سیمه ییزو پاڅونوالو په نامه راپاڅېدلي دي.

: ‏نظامیان اسرائیل طی ماه جاری 120 فلسطینی را بازداشت کرده‌اند.

: ‏د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې بېرته راګرځي او دومره رایې به خپلې کړي چې د امریکا په تاریخ کې چا نه وي ګټلې. هغه د خپل ګوند په کلنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال د بایډن پر سیاستونو او پلانونو نیوکه وکړه او هغه یې ناکام وبلل.

: ‏له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا په دې لټه کې ده چې د سیمې په هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم پر پاکستان دی.نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښتنه کړې ده چې پاکستان هم په مشروط ډول منلې ده.

: ‏بریتانیا ویلي چې دوی د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې ۳۱ میلیارد ډالر لګولي دي. بریتانیایي چارواکي وایي، په پام کې لري چې په راتلونکې میلادي میاشت کې خپل ټول سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي او یو ترې پاتې تجهیزات هم له منځه یوسي.

: ‏نن سهار د پاکستان په سیند ایالت کې د دوو ریل ګاډو د ټکر پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی دی.پاکستاني رسنیو د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په دغې پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر څلوېښتو ته او د ټپیانو هغه سلو ته رسېدلی دی.دوی زیاتوي چې ښایي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟