No-IMG

خپل ځوانان له ابهامه وباسئ

موږ ۱۲ کاله ښوونځي کې هره موضوع لولوو، خو دا راته نه ویل کېږي چې راتلونکي کې به څه کوو؟

بیا چې پوهنتون ته لاړ شو، یوه رشته د مجبورۍ له مخې وټاکو، بیا هم راته نه ویل کېږي چې راتلونکي کې به څه کوو؟

له پوهنتونه چې فارغ شو، بیا هم راسره د خپل ژوند او راتلونکي په اړه هېڅ پلان نه وي. څه مو چې لوستي وي، لکه درانه پېټي راته په اوږو پراته وي.

له پوهنتون وروسته که څوک بختور وي، نو پر دې پوه شي چې د څه کولو وړتیا لري او که ډېر بختور وي، په هماغه برخه کې ورته د فعالیت کولو اجازه یا زمینه برابره شي.

زیاتره خلک بیا په همدې وخت کې د ځان جوړولو او رسولو هڅه کوي او کله چې په کې یوه ځای ته رسېږي، ځان پسې چې مخ اړوي، وخت ورنه تېر وي او پخوانۍ انرژي په کې نه وي.

 په کوم عمر کې د نورې نړۍ ځوانان په خپله برخه کې ستر کارونه کوي، په هغه عمر کې موږ دې ته حیران یوو چې اوس څه وکړو؟

ځوانان مو که په خپلو برخو کې لږ ځلېږي، وجه دا ده چې ډېر کلونه او ډېر انرژي یې په عمومیاتو لوستو او په ابهام کې اوسېدو مصرفېږي.

ځوان نسل سره تر ټولو لویه ښېګڼه دا ده چې خپل راتلونکي او خپلو وړتیاو ته متوجه کړی شي. مروج تعلیمي نصابونه ښايي په ډېرو ځایونو کې دا اړتیا پوره نه کړي، خو که ځوان پخپله پر وخت پوه شي چې څه کې تکړه دی او څنګه په کې پرمختګ کولای شي، حداقل په یوه برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنه لرلای شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟