No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ مرکز ته نږدې د افغان ځانګړو ځواکونو یوه هلیکوپتره رانسکوره شوې او ټوله عمله یې وژل شوې ده.

‏د ځانګړو ځواکونو ۷۷۷ مې لوا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تیره شپه یې یوه( MI_ 17 ) ډوله هلیکوپتره، چې سیمې ته د ځانګړو عملیاتو لپاره تللې وه رانسکوره شوې، چې له امله یې د یادې الوتکې دری تنه پیلوټان هم وژل شوي دي.

‏طالبانو ویلي دغه هلیکوپتره دوی رانسکوره کړې،چې له امله یې الوتکه په بشپړ ډول تخریب او عمله یې وژل شوې ده.

: ‏د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ ۱۰ کارکوونکي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت وایي،وسله والو طالبانو تیره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د (هلو ترست) په نوم د ماین پاکې یوې مؤسسې پرکمپ برید کړی،لس کسان یې وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

طالب ویاند ویلي چي دوی دا کار ندی کړی.

: ‏د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ تیره ورځ ناسته شوې.

د حکومت اوطالبانو د مذاکراتي ټیم ویندویان وایي،دغه ناسته چې تیره ورځ ماښام ترسره شوه، د مذاکراتو پر چټکتیا او د اجنډا پر اړوند مسایلو بحث او تفاهم وشو.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره کتلي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، پدې کتنه کې د افغان سولې پروسې او افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو په اړه خبرې وشوې.

: ‏لوگر کې سیمه ییز خبریال حفیظ الله حقپرست پداسې حال کې چې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ حګړه روانه وه وژل شوی دی.

: ‏هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي، هند په لومړي ځل له افغان طالبانو سره تماسونه نیولي.

هندوستان تآیمز ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، هندي چارواکو په لومړي ځل د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر په ګډون د طالبانو له مشرانو او ډلو سره  سره خبرې کړي دي.

‏ورځپاڼه وايي، دا خبرې یوازې هغو طالبانو سره شوي چې د افغانستان په اړه ملي فکر لري او د پاکستان او ایران تر اغېز لاندې نه دي. د هندي چارواکو او ملابرادر ترمنځ خبرې اترې شوي؛ خو دواړه لوري لا تر اوسه د کومې رسمې ناستې لپاره پرېکړه نه ده کړې.

: ‏د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال جنرال خوشحال سادات له خپلې دندې استعفا کړې.

بلخوا ویل کیږي ولسمشر دیو فرمان په اساس اباسین بریال چې پخوا یې د ملي امنیت شورا کې دنده ترسره کوله د نوموړي پر ځای ټاکلی دی.

: ‏د پکتیا ولایتي شورا او اوسېدونکي د دې ولایت په ګمرک کې د پراخ فساد شتون خبر ورکوي.

: ‏ارګ وایي: ولسمشر غني د یو حکم له مخې په بدخشان ولایت کې د وروستیو لاریونونو په تاوتریخوالي اړولو د دقیقې او هر اړخیزې ارزونې په موخه د جمهوري ریاست د سلاکار عبدلودود ثابت په مشرۍ یو پلاوی موظف کړ.

: ‏طالبان ادعا کوي چې د اروزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ یې نیولې ده، خو د دې ولایت د والي ویاند احمدشاه ساحل بیا وایي: "د طالب ډلي له لوري د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ د نيولو خبرونه بې اساسه دي، حقيقت نلري.

: ‏وسله والو هرات ښار کې یو دیني عالم وژلی.

عیني شاهدان وایي، پېښه نن ماسپښین بر امان سیمه کې رامنځته شوې ده. د هرات حج اوقافو ریاست هم د یاد دیني عالم د وژلو پخلی کړی او ویلي یې دي چې وژل شوی کس مولوي صلاح الدین نومیږي.

: ‏فرستادۀ ویژۀ قطر برای مبارزه با ترویزم با هیئت مذاکره کنندۀ طالبان دیدار کرده‌است.

وزارت خارجۀ قطر می‌گوید که در این دیدار دربارۀ روند گفت‌وگوهای صلح دوحه گفت‌وگو شد.

: ‏د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله ۵۱ کسان مړه شوي.

روغتیا وزارت وایي، تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۸۴۳ تنه نور، پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

: ‏نړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی. د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر ویلي چې دغه بانک به په بېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي دا څرګندونې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.

: ‏د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان وایي چې وسله وال طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي دي او د دغې ډلې وسله وال د ښار په دروازو کې خلک تلاشي کوي. نوموړي زیاته کړې چې که مرکزي حکومت اقدام ونه کړي نو دغه ولایت به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

: ‏ارګ په بغلان ولایت کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی دی. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې طالب ډله ځکه په ټول هېواد کې ماین پاکان په نښه کوي چې هغوی د ملکي تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي هڅې کوي.

: ‏د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د روانې نا امنۍ په اړه د حکومت پر بې پروایۍ نیوکه کوي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي خو حکومت یې پر وړاندې اړین اقدامات نه دي ترسره کړي.

: ‏د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د کابینې غونډې ته ویلي چې د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته د چمتووالي پر مهال جفا او ډېر بد ظلمونه شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې نږدې دوه میاشتې وروسته ټاکنې کېږي خو په خبره یې نوماندان د خپلو ټاکنیزو پروګرامونو د وړاندې کولو پر ځای د حکومت پر ضد څرګندونې کوي.

: ‏د یوروګوای هېواد له لوري د څو ډوله کرونا ضد واکسینو د اغېزمنتیا په اړه تازه معلومات خپاره شوي دي. د یاد هېواد یو دولتي چارواکي ویلي چې د (سینوواک) په نامه د چین له لوري جوړ شوي کرونا ضد واکسین د نورو واکسینونو په پرتله ۹۵ سلنه اغېزناک ثابت شوي دي.

: ‏د افغانستان سولې لپاره د ملګروملتونو د سرمُنشي ځانګړي استازي ژان آرنو، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمدجواد ظریف سره، په تهران کې کتلي.

‏د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي، دې کتنه‌کې ښاغلي ظریف د افغانستان سولې په هکله د ایران دریځ څرګند کړی او زیاته کړې یې‌ده، چې تهران د افغانانو له خپلمنځۍ خبرو ملاتړ کوي.

: ‏افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی او د دې هېواد له چارواکو سره یې کتلي دي.

: ‏د پنجشنبې په ورځ به سعودي عربستان د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو د کنفرانس کوربه وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟