No-IMG

له صحابه کرامو سره د محمد ص مينه، مشوره او مالي مرسته کول

له (ذات الرقاع) څخه د راستنېدو پر مهال د رسول اللهﷺ او جابر بن عبدالله رضي الله عنه تر منځ له مکالمې او مجلس څخه دا ښه جوتيږي چي رسول اللهﷺ له خپلو اصحابانو سره څومره مينه درلوده او څنګه يي ددوي د ژوند په چارو ځان خبراوه، څرنګه مشورې يې ورکولې او څرنګه يې د هغوی مالي مرسته کوله.

راځئ دغه مکالمه په ګډه ولولو:

جابر بن عبدالله رضي الله عنه وايي:له رسول اللهﷺ سره (ذات الرقاع) غزا ته تللی وم، پر خپل کمزوري اوښ سپور وم، چي مزل پيل شو ورو ورو زما اوښ شاته پاتيده، تر دې چي له رسول اللهﷺ سره يوځای شوم راته ويې فرمايل: څه کيسه ده جابره! ولي دومرهوروسته پاتي يې؟

ورته ومې ويل: يا رسول الله ددې اوښ له کبله وروسته شوي يم. رسول اللهﷺ وفرمايل: خې يې کړه ما مې اوښ چوُ يا خې کړ. بيا يې راته وفرمايل يو لښته له ونې څخه را غوڅه کړه! همداسي مې وکړل او لښته مې ورکړه، په همدې لښته يې اوښ څو لښتې کرار کرار وواهه، ډا ځل چې مې اوښ روان کړ په هغه رب قسم چي رسول الله يي په حقه پيغمبر کړی داسي تيز روان وو چي تر نورو اوښانو هم مخکې شوه.

رسول اللهﷺ راته وفرمايل: اوښ دي راباندې وپلوره! ورته ومي ويل: اوښ نه پيرم همداسي ستا شو يا رسول الله! دويې فرمايل: نه داسي يې نه غواړم، غواړم ويې پېرم! ما ورته وويل سمه ده بيه پرې کيږده؛ رسول اللهﷺ وویل: يو درهم

ما وويل: نه! يعني تاواني کوې مې يا رسول الله

ويل : دوه درهمه

ما ويل: نه تر هغې يې بيه لوړوله تر څو بيه يې اوقيه ته (۱۲۰ ګرامه سپين زر) ورسيده ورته ومي ويل: بس اوس مې خوښه ده، اوښ ستا شو. ويې فرمايل: بس سودا وشوه اوښ زما شو او تر مديني پورې يې پر شا سپريږه هلته يې راتسليم کړه.

وروسته يې راته وفرمايل: جابره واده دي کړی؟

ومي ويل: هو

ويل پيغله ده که په عمر مشره!

ما ويل: نه! په عمر مشره ده

ويې ويل: ايا پيغله به ښه نه وه چي لوبي نوسره کولای؟

ومي ويل: يا رسول الله پلار مې په احد کې شهيد شو او اووه خويندې راته پاتي شوې، و مې غوښتل داسي ميرمن را واده کړم چې د خويندو لپاره مې سرپرست واوسي او پرې راټولې شي.

ويې فرمايل: ښه کار دي کړی ان شاء الله .. رواه أحمد

جابر رضي الله تعالي عنه وايي: چي مدينې ته ورسېدو اوښ مي راوست او د مسجد النبوي مخې ته مې وتړی، رسول اللهﷺ چي وليد ويې فرمايل دا اوښ دلته څه کوي؟ ورته وويل شول: دا اوښ جابر راوست. ويل جابر چيرته دی؟ ور ويې غوښتم او راته ويې فرمايل: وراره دا اوښ درسره بوزه، او بلال يې راوغوښت ورته ويې ويل: جابر ته يوه اوقيه سپين زر هم ورکړه.

صلی_الله_عليه_وسلم

_____________

دې غزا ته ذات الرقاع ځکه وايي چي پليو مجاهدينو د ډېرې ګرمۍ له کبله په پښو پسې څيرې او ټوټې وټړلې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟