No-IMG

يا الله ټول اسلامي امت ته وحدت او نصرت نصيب کړه

ای زماپالونکیه ربه، او دی ټولوکایناتوخالقَ. آىعزیزّاوحکیمَ َربه،ای دی قهروجلال خاونده،ای دی کبروکمال خاونده،ای دې مهر اوجمال خاونده،ای دی رحم اوکرم خاونده،یواځې ته می معبود یی،تاته عبادت کوم، تابه ستایم، او يواځى ستانه مرسته غواړم،

ای رحیمَ اوکریمَ ربه!

دا لویه هستی دی کایناتو، نظم اوحرکت یې چی ستا دی وحدانیت او ربوبیت نښی په کی له ورایه ښکاری،

هغه چی په سترګو ښکاری اوهغه چی انسانی علم تری عاجز ده . دغه ټول ستادې حکمت اوتدبیرنښې دی. ته یې خالق یې، ته یې مالک یې،

ژوند ھم ته ورکوی. مرګ هم ته ورکوی.

عزت ورکونکۍ هم ته یې. او ذلت ورکونکۍ هم ته یې.

ای زما پالونکیه ربه.

تاته خپل دی عجز لاسونه لپه کوم.

چى نور له دغى خپل مينځى جګړى پرځاى سوله، امن او دى افغانانو تر مينځ دى ورور ولۍ فضا قايمه کړه، مهربانه ربه! له يوى خواء مو هره ورځ په سٶونه ځوانان، سپين ګيرى، ښځى ماشومان دى بم اوباروتو په اور سوځى، او له بلى خوا فقر،غريبى،بيچارګى اوبيکارى او هم دى کروناء مرض له دغه ناتوان اوبيچاره ٶلس نه غيږه چاپيره کړى، مونږ بى له تا بله درګاه نلرو، ستا بى انتهارحم اوکرم ته احتياج اومحتاج يو، نور په مونږ رحم وکړه،

  ذوالجلاله ربه. تیرګناهونه راته عفوه .او پاتی ژوند کی ستاداطاعت او بندګۍ داسې توفیق راکړه چه ستا دی سپيڅلی ذات سره ښایی،

پروردګاره.

ټول اسلامی امت ته وحدت اونصرت نصیب کړه،له تا دى ذات نه دى ياغى جاکمانو له منګولو يى خلاص او خپل صالح بندګان دى پرى حاکمان وګرځوه!

او افغانانوته وړيا سوله او امن وراوبښه!

زماپالونکیه ربه!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟