No-IMG

هېواد کي د نويو کونډو او يتيمانو شمېر په زياتيدو دی

يو ملګری مې په ستره محکمه کې دنده لري. ويل يې د وثيقو جوړولو اکثره دوسيې راځي، چې وګورې تر نيمو زيات يې ځوانې کونډې خويندې وي، چې عمرونه يې تر پنځه ويشتو پورته نه وي، يو يا دوه يتيمان ورسره وي، ډېرې يې داسې وي چې د واده يې کال لا نه وي پوره شوی، سپين ږيري خسر سره په دفترونو ګرځي چې د دولت له خوا يو څه مرستې ترلاسه کړي.

بل يو مشر نن سهار قصه کوله چې کوم ملګری يې په بلخ کې يوه خيريه مؤسسه لري، ويل يې چې دا درې څلور کلونه کېږي چې کونډو او یتیمانو ته د ژوند يو څه ابتدايي خوراکي توکي او مرستې ويشو. وايي نه مو يادېږي چې يوې کونډې مېرمنې ته مو د مرستې بسته دويم ځل ورکړې وي، نوې کونډې دي او نوي يتيمان او هر کال د کونډو ليست په ډیرې تېزۍ سره اوږدېږي!

دا مو د وطن حال دی، دا مو د ژوند واقعيت دی، خو د جنګ د دواړو لوريو لوړپوړو چارواکو ته يې څه؟!

ځکه چې نه کومه کونډه او يتيم يې خوا ته شکايت وروړلی شي او نه هم دا ورته ممکن دی.

دوی به ولې د دې ناروا او بې رحمې جګړې د درېدلو فکر کوي چې د دغو کونډو او يتيمانو د کورنيو د سرپرستانو د سرونو په رېبلو يې د کور دانه تازه او دسترخوان يې غوړېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟